د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 طالبانو هرات کې د یوه کس جسد د خلکو نندارې ته وړاندې کړی

23 اگست 2025
 طالبانو هرات کې د یوه کس جسد د خلکو نندارې ته وړاندې کړی

شبکه‌های اجتماعی

هرات ښار کې سیمه ییزه سرچینې وايي، طالبانو د یوه کس په مرمیو ویشتل شوی جسد د ښار په یوه څلور لاري، چې په کندهار دروازه پېژندل کېږي «له پښو ځړولی» او د خلکو نندارې ته یې وړاندې کړی دی.

رخشانه: هرات کې دوه ځايي سرچینو رخشانې رسنۍ ته تایید کړه، چې د دغه کس جسد تېره ورځ(جمعه د زمري ۳۱ مه) د هرات ښار د کندهار دروازې په څلور لاري د څو ساعتونو لپاره د خلکو نندارې ته وړاندې کړی وو.

په ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیويي انځورونو کې ښکاري، چې طالب ځواکونه د لسګونو خلکو پر وړاندې، د دغه کس جسد په ستوني او خوله کې په لغتو وهي.

طالب ځواکونو د دغه جسد پر مخ لیکلي«مرګ دې وي د افغانستان پر انقلابي ډلې».

هرات کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم د دغه کس په وینو لړلي جسد د یوه انځور په خپرولو سره اعلان کړی، چې یو غل د دغه ډلې سره په جګړه کې وژل شوی دی.

طالبان وايي، دغه کس د دوی د ډلې دوه امنیتي سرتېري وژلي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

طالبانو په خپله څلور کلنه واکمنۍ کې په وار وار په یو شمېر ولایتونو کې په بېلا بېلو تورونو له هغې، د دوی له مخالفو ډلو یا داعش سره د تړاو په تور یو شمېر کسان ویشتلي او کله کله یې د هغوی جسدونه هم د خلکو نندارې ته وړاندې کړي دي.

دغه ډول سزاوې په ۹۰ مه میلادي لسیزه کې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ د کړنو یادونه کوي، چې دې ډلې د خلکو پر وړاندې په لوبغالو کې په صحرايي محکمې سره قصاص تر سره کاوه.

د طالبانو دغه چلند د بشري حقونو د فعالانو تر سختو نیوکو لاندې دی. د بشري حقونو له مخې، په عامه ځایونو کې د جسدونو پرېښودل یو سخت غیر انساني، له سپکاوي ډک او انساني کرامت څخه لرې عمل دی.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه