د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو کیسه: ۹ کلنه لور پر واټ د ډوډۍ په لټه او پلار د طالبانو په زندان کې

۱ وږی ۱۴۰۴
د ښځو کیسه: ۹ کلنه لور پر واټ د ډوډۍ په لټه او پلار د طالبانو په زندان کې

رها آزاد

د زوی د ارامولو لپاره د بي بي طیبې ټولې هڅې بې پایلې دي، درې کلن سمیع الله په سخته تبه سوځېده، بی بي طیبې هر څو دقیقې وروسته د ټکري پیڅکه یخو اوبو کې غوپه کوله او د زوی پر مخ او سر یې راکاږله تر څو تبه یې ټیټه شي.

«خورې زما د بې کسۍ ورځې ګورې! زه څومره بد بخته او بې کسه شوم، له هغه وخته چې خاوند مې بندي شوی، زما او د اولادونو تر ستوني مې ښې اوبه نه دي تېرې شوې، هر شپه په ژړا ویده کېږو او د ورځې هم د اولادونو او خاوند په اندېښنه کې یم.»

د هغه ورځې له ماسپښین وروسته چې د ښار پنځمې ناحیې ته د طیبې لیدو ته ورغلم، د فیض آباد ښار ګرمي له توان وتلې وه، خو په کور کې یې د سړوونکو توکو څخه هېڅ شی نه درلودل.

په دې کیسه کې ټول نومونه د افرادو د خوندیتوب په دلیل مستعار راوړل شوي دي. هغه ښخې چې وايي، طالبانو یې د کورنیو نارینه بندیان کړي او کورنیو ته یې هم د لیدو اجازه نه ورکوي.

۳۹ کلن فاروق یو کال او اته میاشتې کېږي د طالبانو په زندان کې دی، په دې ټوله موده کې یې کورنۍ ته له ژوندي پاتې کېدو پرته بل هېڅ خبر له برخلیکه نه دی رسېدلی او طیبه وايي، له څلورو اولادونو سره یوازې پاتې ده.

طیبه د خپل خاوند د ورکېدو کیسه څه داسې بیانوي:«د ژمي په یوه ماښام د ۱۴۰۲ کال د مرغومي میاشت د ماښام شپږ بجې یې تلېفون ته زنګ راغی، وې ویل یو کس زنګ کړی وو، ویل یې د کوڅې تر سر پورې راشه کار در سره لرم. په همغه ماښام لاړ او بیا تر اوسه کور ته نه دی راغلی او له هغه مو هېڅ خبر نه درلود، پرته له یوه وار چې څلور میاشتې وروسته یې د ورور شمېرې ته د یوه ناپېژانده کس له خوا زنګ ووهل شو او ویل یې:”زه ژوندی یم، طالبانو ونیولم چې مقاومتي یې، خو زه هېڅ ګناه نه لرم، اولادونو ته مې پام کوه”.»

طیبه د طالبانو د ادعا په ردولو سره وايي:«خاوند مې یو غریب کار وو او موږ له هېچا او هېڅ ډلې سره کار نه لرو.»

بي بي طیبه د خاوند ورکېدا د خپل ژوند د تاریخ تر ټولو بده پېښه بولي او هغه په جزیاتو په یاد لري:«یو څه چې اوس زموږ د ژوندي پاتې کېدو لامل شوی، همدا دی، چې فاروق ژوندی دی.»

د طالبانو له لوري د افرادو خپل سرې نیونې، ربړونې او ورکولو اندېښنې خورا پراخه دي، د بشري حقونو بنسټونو تر اوسه پورې په ځلونو دغه موضوع ته پاملرنه کړې او خبرداری یې ورکړی دی.

د زغم«رواداری» بشري حقونو بنسټ تېر کال په یوه راپور کې ویلي وو، کال په کال د طالبانو له لوري د کسانو  د خپل سرو نیونو او ربړونو کچه زیاته شوې ده، د بښنې نړیوال سازمان په شان بنسټونو هم له طالبانو وړاندې غوښتي وو، چې د خلکو«د خپل سرو نیونو او اجباري ورکولو لړۍ» پای ته ورسوي.

د طیبې کیسه دا ښيي، چې د نیول شویو کسانو د برخلیک د تعقیب لپاره د کورنیو لاس رسی محدود دی او د طالبانو په امنیتي او عدلي بنسټونو کې د هغوی غږ نه اورېدل کېږي.

هغه زیاتوي:«نه په محکمه، نه په قوماندانۍ او نه هم د طالبانو په بل هېڅ اداره کې څوک حاضر شول، چې زموږ غږ واوري، هر ځای به مو چې ویل او شکایت مو کاوه، چا څه نه ویل، یوازې دا چې، پلټنې کوو او بیا حال درکوو، خو هېڅ حال یې نه دی راکړی، تر دې چې خپله یې اړیکه ونیوله، ان طالبانو انکار کاوه او ویل یې د فاروق په نوم زنداني نه لرو.»

طیبه ۳۵ کاله عمر لري او د خاوند تر ورکېدو وروسته تر اوسه په یوازې ځان د څلورو اولادونو ساتنه کوي. هغه ورځ چې لیدو ته یې ورغلې وم، کوچینی زوی یې ناروغ وو، ډاکتر ورته ویلی وو، چې د تانسلونو پړسوب لري، خو طیبې د خپل زوی د درملنې لپاره کافي پیسې نه درلودې:«تېره اوونۍ یې درمل خلاص شول، تر اوسه مې چې هر څو هڅه وکړه ان د ډاکتر د ټیکس پیسې مې نه دي موندلې، څه دا چې د درملو او یا معایناتو پیسې پیدا کړم.»

طیبه درې لوڼې لري چې عمرونه یې پنځه، اووه او تر ټولو لویه یې نهه کلنه ده. تمنا چې د طیبې مشره لور ده، هره ورځ د سهار له شپږو د مازیګر تر څلور او پنځو بجو پورې بازار کې په لاس توکي پلوري او کله هم سوال کوي، تمنا په ډنکر ځان او نریو ګوتو د پانې پر مخ ناڅرګندې لیکې کاږي، کله مې چې ورته و ویل، ښوونځی وایې؟ ویې ویل:«که ښوونځي ته ولاړه شم، څوک به کار وکړي او څوک به ډوډۍ راته پیدا کړي؟»

د طیبې د خبرو پر اساس خاوند یې په یوه خصوصي شرکت کې امنیتي ساتونکی وو او هره میاشت یې شپږ زره افغانۍ تنخوا درلوده، چې ژوند یې پر همدومره پیسو تېراوه، خو اوس یې کورنۍ د یوازیني نارینه په نه شتون کې سوال کولو او په لاس د توکو پلورلو ته مخه کړې ده.

د خاوند تر بندي کېدو وروسته طیبې د خلکو په کورونو کې کار کولو، خو اوس وروسته له هغې چې د زوی روغتیايي حالت یې خراب شوی، نه شي کولی، ځکه باید په کور وي او له خپل زویه ساتنه وکړي.«له هغه وخته چې بهر د کار لپاره نه ځم، د کور دوه میاشتې کرایه راباندې اوښتې او هره ورځ مو د کور څېښتن د دروازې په خوله کې ولاړ وي.»

۹ کلنه تمنا چې د ښوونکې کېدو هیله لري، اوس د پنځه کسیزه کورنۍ لپاره د ډوډۍ په راوړونکې بدله شوې ده. هغه د افغانستان د ګڼو نورو ماشومانو په څېر، د طالبانو د محدودیتونو له امله له ښوونځي پاتې ده او د خپلې کورنۍ د لګښت پوره کولو لپاره په واټونو کار کوي. د تمنا په څېر ماشومان د جګړو او ناوړه سیاستونو بې ګناه قربانیان دي، چې د هغو په جوړښت کې یې هېڅ رول نه دی لرلای.

تمنا ټوله ورځ کار کوي او هره ورځ له اتیا تر سل افغانۍ پورې کور ته راوړي، چې د کورنۍ اړتیاوې یې په سختۍ برابروي او کله هم د طیبې په وینا:«وږي پاتې کېږو خو زغمو یې.»

طیبه یوازینۍ ښځه نه ده، چې د خاوند په نه شتون او ډوډۍ راوړلو کې سختې ورځې تېروي.

د سامعې کیسه هم د دغه کډ رنځ بله څېره ښکاره کوي.

سامعه ۱۸ کاله عمر لري او د پلار د نیول کېدو وېروونکې خاطره یې تل په ذهن کې پاتې ده.

سامعه د خپلې اووه کسیزې کورنۍ سره د فیض آباد په نوي ښار کې ژوند کوي. هغه وايي، پلار یې اته میاشتې ورک وو او له برخلیکه یې هېڅ خبر نه درلود: پلار مې یې یوازې په دې دلیل، چې د احمد شاه مسعود انځور او ویډیوګانې یې په تلېفوني غوږۍ کې وې، نیولی وو او ویل یې چې د مقاومت جبهې غړی دی.»

د سامعې د کورنۍ لپاره دا خبره د پلار تر خوشي کېدو وروسته جوته شوه:«له هغه مو خبر نه درلود او هر څو هڅې مو وکړې، څوک نه پوهېدل یا یې څه نه ویل، تر دې چې له ډېرو هڅو وروسته پوه شوو، چې هغه په کابل کې زنداني دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

د ملګرو ملتونو کارپوهان: افغانستان کې «جنسیتي توپیر» باید د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي

لور ته مې لیک، ته زما الهام بښوونکې یې

بالاخره ۴۵ کلن پلار یې له اته میاشتې زندان وروسته خوشی شو، د سامعې په وینا، د دغې نیونې تجربه د دوی لپاره همداسې یو وېروونکی خوب دی:«پښو او ملا یې ستونزه پیدا کړې او ټوله ورځ په بستره کې دی.»

طالبانو د سامعې پلار د مقاومت له جبهې سره د تړاو په تور نیولی وو، خو دا چې د نیولو لپاره یې هېڅ ډول موجه دلیل نه درلود، نو یې له سختو ربړونو وروسته خوشی کړ.»

سامعه له اندېښنو په ډکو سترګو وايي:«په همغه موده کې چې پلار مو نه وو، موږ هېڅ یوه هم خوب نه درلود، موږ شپږ خویندې یو، ورور نه لرو، له مور سره مو یو ځای د پلار په نه شتون کې ډېرې سختې ورځې تېرولې.»

د سامعې پلار د طالبانو له زندانه تر خوشي کېدو وروسته د کار توان نه لري، د زندان د ننه ربړونو او ناروغیو یې پښې او ملا له کاره غورځولې او ډېر وخت په بستره کې وي. اوس د اووه کسیزه کورنۍ د ژوند ټول بار د مور او شپږو لوڼو په اوږو دی، چې په خیاطۍ او مرۍ ګنډول ورځ تېروي.

طالبان د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره په هر کار لاس پورې کوي، چې ربړونه یې تر ټولو ټیټه هغه ده، ملګرو ملتونو تایید کړې، چې طالبان له ربړونې د اعتراف د توکو په توګه کار اخلي.

په هر حال د بي بي طیبې او سامعې پر سر تېر شوي څه د هغو زرګونو کورنیو یوه وړه بېلګه ده، چې د طالبانو د سختو سیاسیتونو تر سیوري لاندې یې ژوند سره پاشل شوی دی. د ډوډۍ راوړونکي نه شتون، خپل سرې نیونې، بېوزلي او له زده کړو محرومیت هغه څه دي، چې ماشومان او ښخې یې تر بل هر وخت ډېر زیان منوونکي کړي دي.

اړوندې لیکنې

لور ته مې لیک، له پوهنتونه د فارغېدو په مناسبت
دسته‌بندی نشده

لور ته مې لیک، له پوهنتونه د فارغېدو په مناسبت

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو په هرات کې د ښځو په جامو څارنه زیاته کړې ده
دسته‌بندی نشده

طالبانو په هرات کې د ښځو په جامو څارنه زیاته کړې ده

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، طالبانو هر څه رانه واخیستل
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، طالبانو هر څه رانه واخیستل

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴
د شا په ډاله کې د ښځو ځای، هرات کې د ټکسیانو ناولی قانون
دسته‌بندی نشده

د شا په ډاله کې د ښځو ځای، هرات کې د ټکسیانو ناولی قانون

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴
د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب
دسته‌بندی نشده

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴
جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه
دسته‌بندی نشده

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه