د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو کیسه: د یو ناوړه دودو په پاللو د ژوند بایلل

28 اگست 2025
د ښځو کیسه: د یو ناوړه دودو په پاللو د ژوند بایلل

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

زیبا بلخي

«کله چې ماشومه وم د یوه بل ماشوم په نوم یې کړم. زموږ د دې ورځې په اړه یې هېڅ فکر نه کاوه، چې که یو له بله پوهاوی ونه لرو او لوی شو  یو بل مو خوښ نه شي، بیا به څه کېږي؟» اوس همغه ورځ را رسېدلې ده. نه هغې په دې ژوند پورې زړه تړلی او نه یې هم خاوند، چې ټاکل شوې په همدې ورځو کې خپله دویمه مېرمن کور ته راولي.

دا کیسه د ۲۲ کلنې سحر د ژوند کیسه ده، چې په ماشومتوب کې په افغانستان کې د یوه ناوړه او پخواني دود قرباني شوې ده، هغه دود چې پر بنسټ یې نجلۍ او هلک د خوښې او پوهاوي پرته په ماشومتوب کې په شفاهي ډول یو د بل په نامه کېږي او کلونه وروسته اړ دي، چې واده ته سره غاړه کېږدي.

د سحر له واده دوه کاله تېرېږي، هغه واده چې نه د مینې او نه هم د خوښې، بلکې د یوه پخواني او جبري دود له مخې وو.

سحر د هغې مستعار نوم دی، چې د سمنګان ولایت اوسېدونکې ده.

هغه کیسه کوي، کله چې یوازې څلور کلنه وه، نو انا یې د خپلې ترور سره پرېکړه وکړه، تر څو دا د خپل ترور د زوی چې ۱۰ کلن وو په نامه کړي.

د سحر انا د ښځینه وو په یوه غونډه کې په ویاړ ویلي وو«سحر جان مو د خپل ترور د زوی په نوم کړه او ټولو ته یې شیرني ورکړې وه.»

سحر له همغه ماشومتوب د خپلو همځولو له خوا د احمد (مستعار نوم) په مېرمن مشهوره وه:«له ماشومتوب راهیسې زه له همدې خبرو، واده، مېړه او کورنۍ مېرمن حرفونو سره را لویه شوې یم چې ته د ترور  نږور یې او ته حق نه لري، چې له بل چا سره واده وکړې او نورو نارینه وو ته وګورې.»

سحر او احمد په ۱۶ کلنۍ په رسمي ډول ګوژدن شول، هغه تړون چې یوازې یوه پخواني او ناوړه دود یې شېرازه تړلې وه، نه مینه په کار وه، نه زړه بایلل او نه ان خوښه.

سحر په ورو خو نیولي غږ و ویل:«ما ته به یې تل ویل که له تا سره واده ونه کړم، نو د کورنۍ عزت به مې له منځه لاړ شي، زه په بل چا مین یم خو ستا سره یوازې د خلکو د خبرو له امله واده کوم، له ما کومه تمه مه لره.»

سحر وايي، تل یې خپلې کورنۍ ته ویلي، چې د ترور زوی یې دې ته د خپلې راتلونکې مېرمنې په سترګه نه ګوري، خو هېچا یې هم خبرې جدي نه ګڼلې:«مور ته مې څو ځله و ویل، چې د هغه یوه بله خوښه ده، زما سره یوازې د خپلوۍ او قوم په خاطر واده کوي، خو مور مې ویل هغه تر اوسه ځوان دی، کله چې واده وکړي، ستا مینه یې زړه ته لوېږي او هغه نجلۍ به هېره کړي.»

په افغانستان کې جبري واده یوه پخوانۍ او رېښه لرونکې ستونزه ده، دا اجبار ځان ته بېلابېلې بڼې خپلوي، د بېلګې په توګه په ماشومتوب کې واده، په بدو کې ورکول، د یوه او بل ماشوم په نوم کول، عمومآ دغه ډول ستونزې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې ډېرې جوتې دي. 

په دې اړه نور ولولئ...

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

هغه ځای چې سحر په کې ژوند کوي، یوه کلیوالي سیمه ګڼل کېږي، د همدې لپاره د هغې په خپله وینا، چې هغې د ژوند په تر ټولو لوی بدلون کې هېڅ رول نه درلود.

سحر د خپلې ترور له زوی سره څلور کاله ګوژدن پاتې شوه، تر دې چې دوه کاله وړاندې یې، د دوی دواړو له خوښې پرته واده تر سره شو.

سحر چې کله د خپل مېړه پر کور پل کېښود، تاوتریخوالی، بد چلند او سپکاوی هم پرې ور زیات شو. هغه ستاینه چې سحر یې له ګډ ژوند څخه کوي ترخه ده:«هېڅ د ښخې او خاوند په څېر نه یو، د شپې ناوخته کور ته راځي، اړتیاوو ته مې پام نه کوي، په ځانګړې کوټه کې ویدېږي، کله چې لږ ګیله او شکایت ورته وکړم، زر جګړه او په حق او ناحق خبره نارې سورې پیل کړي او ما وهي، هېڅ نه پوهېږم زما ګناه څه ده، زه خپله هم قرباني شوې یم، زه هم دا ډول ژوند نه خوښوم.»

د سحر لپاره د کیسې تر ټولو دردونکې برخه، نه وهل ټکول وو او هم نه د مېړه عاطفي طردد، بلکې د کورنۍ چوپتیا او نه ملاتړ وو، کله یې چې مور ته شکایت وروړ، کورنۍ یې ویل، د دوی د عزت په خاطر باید دغه دردونه وزغمي:«یوازې په دې پروا کې دي، چې خلک څه وايي، کله چې مور او پلار ته وایم ژوند مې ښه نه دی، ما وهي او د مېرمنې په سترګه راته نه ګوري،[پلار او مور] مې وايي، خیر دی پر دې نړۍ ټول نیکمرغه نه دي، ژوند کړاونه لري ویې زغمه. د بېلتون خبره مه کوه، چې زموږ د کورنۍ عزت او وقار لوټېږي.»

د سحر ژوند اوس یوازې د کور تر څلورو دېوالونو پورې راګیر دی. خاوند یې هغه په یوه خصوصي ښوونځي کې له زده کړو ورکولو را ګرځولې، هغه هم هغه وخت چې له واده یې یوازې یو کال تېر شوی وو.

سحر په میاشتو میاشتو د خپل مېړه سپکاوی، بې مینې توب او ربړونې زغملې، چې ښايي څه بدلون راشي، خو له یوه نیم کال وروسته یې خاوند پرېکړه وکړه، چې ترې بېل شي.

یوه میاشت وړاندې احمد په ښکاره ډول سحر ته ویلي وو، چې د طلاق پرېکړه یې کړې او غواړي د هغې نجلۍ سره واده وکړي، چې خوښه یې ده. د سحر لپاره د دې خبرې ټپ له بل هر سپکاوي ژور وو. کله یې چې دا موضوع له خپلې ترور سره شریکه کړه او د ملاتړ تمه یې درلوده، ترور یې هم له زویه ملاتړ وکړ:«یو نارینه حق لري څلور ښځې وکړي، زه اجازه نه ورکوم چې طلاقه دې کړي، خو دا چې بله ښځه کوي، مخنیوی یې نه شم کولی.»

که څه هم دا دود په تېر کې د کورنۍ د یووالي په نیت رامنځ ته کېده، خو نن په ډېرو ځایونو کې د هلک او نجلۍ لپاره د یوه ناکام او له تاوتریخوالي ډک ژوند زڼی کري.

سحر وايي، ټول ژوند یې په یوه ناوړه دود بایلود، هغه دود چې دې ته یې هېڅ خوښي نه ده راوړې. هغه نوره د ژوند او هوساینې تمه نه لري:«له سره یې پرېکړه غلطه وه، د دوه تنو د ژوند پرېکړه ولې بل څوک وکړي. او کله چې پوه شوم نه یې خوښېږم او لا مو واده نه وو کړی، دوی کولی شوای د دغه واده مخنیوی وکړي خو ویې نه کړ. په هر صورت زه قرباني شوم، خاوند مې نارینه دی، هر کار چې وغواړي او هره پرېکړه وکړي، شرم نه دی، خو کله چې د ښځې خبره کېږي، بیا عزت او وقار رامخ ته کوی، چې دا پرېکړه مه کوی، موږ بې عزته کېږو.»

اړوندې لیکنې

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی
خبر

د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی

28 سپتمبر 2026
هسپانیا کې د هزاره ټولنې د فعالانو له خوا «د هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه وشوه
خبر

هسپانیا کې د هزاره ټولنې د فعالانو له خوا «د هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه وشوه

27 سپتمبر 2026
د امیندوارۍ د مخنیوي نړیواله ورځ: افغانستان کې د هغو ښځو کیسې چې د امیندوارۍ واک نه لري
دسته‌بندی نشده

د امیندوارۍ د مخنیوي نړیواله ورځ: افغانستان کې د هغو ښځو کیسې چې د امیندوارۍ واک نه لري

27 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه