د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«شلېدلی رحم» د ښخو د کړاو او مقاومت راوی

29 اگست 2025
«شلېدلی رحم» د ښخو د کړاو او مقاومت راوی

آزاده تران

«زه ښځه یم، چې نطفه مې په تیاره شپه کې چاودلې، د لوګو او باروتو منځ کې راټوکېدلې یم، خلکو د مړو په وینو زما تن منځلی او د اور عطر یې زما پر بدن پاشلي. د اذان اذانګۍ مې یې په غوږ کې کړې او د هوساینې نارسېدلې غوټۍ یې زما له غېږې شکولې، د مړو د کفن ټوټه مې جامې شوې او د یتیمانو ژړاوې او ماتمونه مې خواږه شوي دي.

زه د جګړې، لوګي او درد د نسل انسان یم. بدن، روح او ان درد مې د جګړې د زیاتوالي له امله درد کوي او ستړی دی. خو لا هم مینه راکې لمرینه ده او د هیلې او خپلواکۍ شعر مې لا هم په روګونو کې خوټېږي، ورو ورو مې برخلیک څيروي او ځان د سبا بې پایه سپېدو ته رسوي.»(د شلېدلي رحم کتاب د متن یوه برخه)

د «شلېدلي رحم» کتاب په همدې جملو پیودل شوی او د هغې ښځې او ښځو د کړاو او خاطرو څخه خبرې کوي، چې د جنسیت په جرم اړ شوې خپل هېواد پرېږدي او په جلا وطنۍ کې بیا راوټوکېږي او زغم وکړي.

«شلېدلی رحم» کتاب تمنا ایثار لیکلی، چې د سږ کال د جولای په ۳۰ مه په کاناډا کې د «کابل کتاب» له خوا خپور شوی دی، له دې کتابه د اګست په ۲۰مه په لندن کې د وتلو افغان لیګوالو په شتون کې مخکتنه او هرکلی وشو.

دا ۵۷۲ مخیزه کتاب د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د هغو افغان ښځو خاطرې بیانوي، چې د کابل له نسکورېدو او په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنۍ په پیل سره د جسیت په جرم د خپلو کورنو په څلورو دېوالونو کې په بند محکومې شوې یا د کډوالۍ ستونزمنو لارو ته اړ شوې دي.

تمنا ایثار له رخشانۍ رسنۍ سره په خبرو کې وايي، هغې د دې کتاب په لیکلو سره د افغان ښخو او وګړو چې په داخل کې دي او که په بهر کې د ژوند د کلونو کړاونه او زیارکښۍ په الفاظو کې رانغښتې دي. یا په بل عبارت د «شلېدلي رحم» کتاب کې پر هغه کیسو رڼا اچول شوې، چې هر افغان وګړي د خپل هویت له امله له بېلا بېلو کړاونو سره ژوند کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

تمنا ایثار

د «شلېدلي رحم» کلمه په یوازې توګه په افغانستان کې یو سمبولیک او  بدګڼل شوی نوم دی، هغه نوم چې د ښځو له هویت سره غوټه شوی او د «رحم» د کلمې ویل ان خپله د ښځو تر منځ هم شرم او بد ګڼل کېږي.

تمنا ایثار وايي، د دې نوم په ټاکلو سره یې یو له هغه بد انګېرنو سره، چې افغان مېرمنې له کلونو راهیسې ورسره مخ دي په یوازې ځان مبارزه کړې ده. هغه زیاتوي:«هغه بد انګېرنه، چې کلونه پر ښځو تحمیل شوې، دغه نوم «شلېدلی رحم» په یوازې ځان له دغې بدانګېرنې سره جګړه کوي، دا نوم خپله چیغې وهي، چې د ښځې بدن باید بد انګېرونکی ونه ساتل شي.»

هغه پر دوام وايي، «شلېدلی رحم» یعنې بیا زېږېدنه، هغه په دې لنډه جمله کې د افغانستان خلکو او مېرمنو ته نغوته کوي، چې د ستونزو، لوګیو، او باروتو په منخ کې یې ژوندي پاتې کېدل ټاکلي او ژوند یې کړی دی:«د شلېدلي رحم دویم هدف دا دی، چې افغان وګړي د ژوند د ناممکنیت په منځ کې ژوندي پاتې کېدل ټاکلي او دلته بیا زېږلي او د مرخیړي په شان بیا راپورته شوي دي.

تمنا وايي، لیکوالي یې د طالبانو په لاس د کابل تر نسکورېدو او  په ۲۰۲۱ میلادي کال کې انګلستان ته په کډوالۍ سره پیل شوه. هغې د خپلو او خپلو خپلوانو د خاطرو د ټوټو په لیکلو سره چې «د کډوالو لیکنې» نوم یې پرې ایښی وو، په څلورو کلونو کې د افغان ښخو او وګړو چې په داخل کې دي او که په بهر کې، د خاطرو او ستونزو څخه د الفاظو په راټولولو سره د «شلېدلي رحم» کتاب منسجم کړی دی.

تمنا په افغانستان کې د نرواکه حکومتونو تر سیوري لاندې د ښځو ژوند په بیانولو سره ښودلې، چې افغان ښځې نه یوزاې د «طالبانو شوم» حکومت تر سیوري لاندې له خپلو انساني حقونو محرومې کړای شوې، بلکې د تولنې په جوړښت کې د اوبدل شوي او ژورو ریښو لرونکي توپیري چلند هم قرباني شوې دي.

هغې ویلي دي:«ښځې په بېلا بېلو پلمو لکه، دین، کلتور او قوم له حق او خپل ټولنیز ژوند څخه محرومې او د کور په څلورو دېوالونو کې پر بند محکومې شوې دي. یا دا چې د دین او مذهب په نوم جبري ودونو ته اړ شوې او له یوه انساني ژوند څخه لرې پاتې شوې دي.»

د شلېدلي رحم کتاب د دې تر څنګ چې د طالبانو تر بند لاندې افغان مېرمنو د ژوند کیسې یې بیان کړې، بلکې د افغانستان د ټولو ټولنیزو ډلو که په داخل کې دي او که کډوال شوي د کړاونو انځور یې هم کښلی دی:«د دې تر څنګ چې افغانستان کې مېرمنې قرباني شوې، نارینه هم یا له ښخو د ملاتړ او یا له طالبانو سره د مخالفت په دلیل د صحرايي محکمې له خوا په زندان محکوم شوي او قرباني یې ورکړې ده.»

تمنا په شلېدلي رحم کتاب کې د طالبانو د حکومت تر سیوري لاندې افغان نارینه وو ، د وضعیت په اړه داسې لیکلي دي:«نارینه وو له ځانه سپږ جوړ کړی وو، ښځو او ماشومانو ته یې د طالبانو د نېږدې کېدو مخنیوی کاوه، د طالبانو په هر برید سره موږ د یو بل پر سر لوېدلو، خو نارینه وو لاسونه سره ورکړل، ځنځیر په شان یو د بل سره ونښلېدل او غږ یې وکړ، مه پرېږدۍ چې طالبان ښځو ته ورنېږدې شي، ان که یې کمچینې خوړې هم نه یې پرېښودل چې د طالبانو نوک موږ ته راورسېږي، او څېرو کې یې هم غم هم روښنايي ښکارېده، د هغو نارینه وو مېړانه چې د تاریخ په چوپتیا کې یې د دغه رولونو بار پر اوږو اخیستی او غلي پاتې شوي دي.

تمنا د «شلېدلي رحم» کتاب له متن څخه په یوه بله برخه کې پر واټونو د کارګرو ماشومانو څخه یادونه کړې ده، چې د ماشومتوب خواږه کلونه د بېوزلۍ او نابرابرۍ تر سیوري لاندې تېروي:

«د سترګو په وړاندې مې زرګونه لاس پلورونکي ماشومان ژوند له لاسه ورکوي، هغه ماشومان، چې ما په خپل هېواد کې څو ځلې د ژوندي پاتې کېدو په هڅو لیدلي، یو یې کڅوره په لاس کې وه، بل یې په وړو تورو ګوتو سره د بوټونو رنګ او زوړ بورس له ځان سره لېږدوي، هغه بل یوه څو پاټه ژاولې پلورلې، هغه بل د روب ډبی د سپېلني د دودولو وسیله جوړ کړې وه، تر څو په پنخو یا دوه روپیو په لار تېرېدونکي پرې برکتي کړي،

پنځه- شپږ کلنې نجونې په لمر یا یخنۍ سوځولو مخونو د موټرو ښيښو تر څنګ درېدلې او له ځنډ پرته به یې د خیر په دعا پیل کاوه، ان کله به چې موټر حرکت وکړ، په داسې حال کې، چې واړه لاسونه به یې لا هم په ښيښه ایښي وو، د هیلې او تمې ړانده تعقیب سره په زاریو مخکې تللې.

د دې اثر لکیوال، د دغه کتاب د لیکلو د هدف په اړه وايي:«اړینې مې وبلله چې د هغو عام وګړو چې نه په سیاست او نه هم په دولت کې لاس لري او یوازې د دولت د سیاسي لوبو قرباني شوي دي، په اړه څه ولیکم. که چېرته زه چې د دغه خاورې کړاو او درد مې په پوست او غوښه درک کړی ونه لیکم، نور یې که ولیکي ښايي سم یې ونه لیکي.»

هغه د خپلو خبرو په پای کې وايي، د «شلېدلي رحم» کتاب د لوستونکو لپاره بېلا بېل پیغامونه لري، خو ټولیز پیغام یې، زغم، هیله او سوله ده.

اړوندې لیکنې

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی
خبر

د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی

28 سپتمبر 2026
هسپانیا کې د هزاره ټولنې د فعالانو له خوا «د هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه وشوه
خبر

هسپانیا کې د هزاره ټولنې د فعالانو له خوا «د هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه وشوه

27 سپتمبر 2026
د امیندوارۍ د مخنیوي نړیواله ورځ: افغانستان کې د هغو ښځو کیسې چې د امیندوارۍ واک نه لري
دسته‌بندی نشده

د امیندوارۍ د مخنیوي نړیواله ورځ: افغانستان کې د هغو ښځو کیسې چې د امیندوارۍ واک نه لري

27 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه