د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 رواداري: د طالبانو له لوري د خلکو خپل سرې نیونې زیاتې شوې دي

30 اگست 2025
 رواداري: د طالبانو له لوري د خلکو خپل سرې نیونې زیاتې شوې دي

AFP

د «رواداري» بشري حقونو بنسټ په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو له لوري د خلکو خپل سرې نیونې، د تېر کال په پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوه برابره زیاتې شوې دي.

رخشانه: په دې راپور کې، چې نن (شنبې د وږي ۸ مه) د یاد بنسټ له لوري خپور شوی راغلي، د طالبانو د امربالمعروف قانون په پلي کېدو سره، پر ښځو لګول شویو محدودیتونو پراخ اړخونه پیدا کړي دي.

رواداري زیاته کړې، دغه راپور د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د پېښو له قربانیانو، عیني شاهدانو، مدني فعالانو، خبریالانو، دولتي کارکوونکو، خصوصي بنسټونو، مدافع وکیلانو، روغتیايي کارکوونکو او نورو هېوادوالو سره د خبرو اترو پر بنسټ چمتو شوی دی.

د راپور پر اساس د «امربالمعروف قانون» په پلي کېدو سره، په ټول هېواد کې د خلکو د خپلواکۍ او شخصي امنیت څخه د سرغړونو کچه زیاته شوې ده.

یاد بنسټ ویلي، طالبانو په پراخه کچه وکړي د جامو د ډول، د ږیرې او سر وېښتانو د سټایل، موسقۍ اورېدو، له نامحرم سره خبرو کولو او نورو مسلو له امله په غیر قانوني او خپل سرې توګه نیولي دي.

د دې بنسټ د موندنو پر بنسټ د راپور چمتو کولو په دې موده کې، خپل سرو او غیرقانوني نیونو د ۲۰۲۴ کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی کړی دی.

رواداري و ویل«که څه هم د روان کال په لومړۍ نیمايي کې، د ځانمرګو بریدونو، چاودنو، ماینونو او جګړو څخه د پاتې چاوېدونکو توکو له امله مرګ ژوبله کمه شوې، خو د هدفي، غیر قضايي او شکمنو وژنو کچې د ۲۰۲۴ کال په ورته موده کې شاوخوا ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.»

د یاد بنسټ په راپور کې راغلي، د مخکني نظام کارکوونکي، خبریالان، د بشر حقونو مدافعین او هغه کسان چې د طالبانو د مخالفو ډلو سره په همکارۍ یا غړیتوب تورن دي، د غیر قضايي هدفي وژنو، خپل سرو او غیر قانوني نیونو، جبري ورکېدو او ربړونې سره مخ دي.

دغه بنسټ وايي، د ښځو د بشري حقونو وضعیت هم د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د پام وړ خراب شوی، ځکه طالبانو د پلان شویو محدودیتونو په زیاتوالي سره، د هغوی د حقونو او اساسي خپلواکیو د ځپلو لپاره په مختلفو برخو کې ګامونه پورته کړي دي.

رواداري بنسټ د طالبانو له لوري د ښخو پر وړاندې لګول شویو محدودیتونو او د هغو پلي کېدو ته په اشارې وايي:«منظم او تبعیضي محدودیتونه کېدای شي د جنسیتي ربړونې او بشریت پر وړاندې جنایت وګڼل شي.»

د بشري حقونو دغه بنسټ زیاته کړې، طالبانو د روان کال په لومړۍ نیمايي کې په زور او تاوتریخوالي سره اعتراضي غونډې ځپلې، معترضان یې نیولي، زنداني کړي او ان وژلي یې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

له کونړ سیند نه د یوې نجلۍ جسد موندل شوی دی

«بې حجاب: د طالبانو په وړاندې یوه خپلواکه ښځه» کتاب، د تاوتریخوالي له ایرو د رنځ او راپورته کېدو کیسه

دغه راز رواداري بنسټ د خلکو پر وړاندې د افرادو بدني سزا ته په اشارې وايي، د طالبانو له لوري په بېلا بېلو تورونو د خلکو په دورو وهلو کچه، د ۲۰۲۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله په دې موده کې دوه برابره شوې ده.

د یاد بنسټ د موندونو پر اساس، زیان منوونکې قومي او مذهبي ډلې هم د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کاري فرصتونو، دولتي خدماتو، بشري مرستو، د ملي امکاناتو او سرچینو ته د عادلانه لاس رسي په برخو کې له توپیري چلند سره مخ شوې دي.

طالبانو په دې موده کې د سختو محدودیتونو په پلي کولو سره، د مذهبي مراسمو د تر سراوي په خپلواکۍ، د مذهبي عقایدو د ځپنې او لږکیو د مذهب جبري بدلون په اړوند هم ګام پورته کړی دی.

طالبانو په کندهار ولایت کې له شپږم ټولګي ښکته زده کوونکو نجونو ته چې عمرنه یې ۹ کلنۍ ته رسېدلي د «محرم کارت» وېشي، تر څو د خپلو محرومو کسانو سره ښوونځي ته تګ راتګ وکړي. دغې ډلې ټولو هغو ښخو ته، چې له کوره بهر وځي هم د محرم کارتونه وېشلي دي.

د دې راپور پر بنسټ، طالبانو هلمند ولایت کې یو شمېر خصوصي ښوونځیو ته لارښونه کړې، هغه نجونې چې ۹ کلني یې بشپړه کړې، خو له شپږم ټولګي ښکته دي، ښوونځي ته جذب نه کړي، ځکه د حنفي فقې له مخې نجونې په ۹ کلنۍ کې د بلوغ پړاو ته رسېږي.

رواداري بنسټ په خپل راپور کې ویلي، طالبانو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹ خصوصي ښوونیز مرکزونه، ۴۱ د انګلیسي ژبې ټولګې او پنځه د کمپیوټر زده کړې ټولګي، چې په پټه یې نجونو ته زده کړې ورکولې تړلي او د پنځو ښځینه او شپږو نارینه ښوونکو په ګډون یې ۱۱ تنه نیولي دي.

دغه مرکزونه، په پکتیکا، بامیان، هرات، دایکنډي او کابل کې د طالبانو له لوري په دې دلیل، چې ښځو او نجونو ته یې زده کړې ورکولې، تړل شوي او ښوونکي یې نیول شوي دي.

رواداري بنسټ وايي، په تېرو څلورو کلونو کې له ښخو د ملاتړ بنسټونه له منځه وړل شوي او طالبانو د ګڼو فرمانونو په صادرولو سره، عدالت ته د ښځو لاس رسی سخت محدود کړی او په ځینو مواردو کې یې ان ناممکن کړی دی. اوس مهال د تاوتریخوالي او بشري حقونو د سرغړاوي قرباني شویو ښځو، د شکایتونو اورېدو لپاره هېڅ ګټوره حقوقي کړنلاره شتون نه لري.

اړوندې لیکنې

د خوارځواکۍ بحران افغان میندې او ماشومان د له منځه تلو پولې ته رسولي
خبر

د خوارځواکۍ بحران افغان میندې او ماشومان د له منځه تلو پولې ته رسولي

17 مې 2026
ډیلي مېل: طالبانو یوه ښځینه نظامي زنداني او په وحشتناکه ډول ربړولې
خبر

ډیلي مېل: طالبانو یوه ښځینه نظامي زنداني او په وحشتناکه ډول ربړولې

16 مې 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي

16 مې 2026
ناپېژانده وسله والو جوزجان کې یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي
خبر

ناپېژانده وسله والو جوزجان کې یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي

15 مې 2026
حبیبه صالحي د پیسو بدل کې د طالبانو له زندان نه خوشې شوه
خبر

حبیبه صالحي د پیسو بدل کې د طالبانو له زندان نه خوشې شوه

15 مې 2026
خندا مې هېره کړې
دسته‌بندی نشده

خندا مې هېره کړې

15 مې 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه