د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان ختیځ کې د زلزله ځپلو وضعیت ته د رسېدنې لپاره چمتوالی اعلان کړ

1 سپتمبر 2025
 د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان ختیځ کې د زلزله ځپلو وضعیت ته د رسېدنې لپاره چمتوالی اعلان کړ

د ژغورنې نړیوالې کمېتې (IRC) اعلان کړی، چې د هېواد څلورو ختیځو ولایتونو کې، د مرګونې زلزلې د قربانیانو د مرستې لپاره بېړني روغتیايي ټیمونه لېږي.

رخشانه: یاد بنسټ نن (دوشنبې د وږي ۱۰ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، دغه ټیمونه به هغه سیمو ته ولېږل شي، چېرته چې د ریشتر په کچه ۶ درجې زلزله شوې او کم تر کمه ۸۰۰ تنه په کې مړه شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېتې ویلي، د دغو زلزلو له امله پر انساني مرګ ژوبلې سربېره، کورونو او روغتیايي مرکزونو ته هم سخت زیان رسېدلی دی.

یادې کمېتې لیکلي، د ځپل شویو سیمو منځ کې ځینې کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او د سختو بارانونو، سېلابونو او زلزلو له امله غرنیو سیمو ته لاس رسی ستونزمن دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېتې ټينګار کړی، چې له نورو فعالو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي، د لومړنیو اړتیاوو او بشپړو زیانونو کچه واخلي.

دغه راز یاد بنسټ ویلي، ډېر ژره بېړني ګرځنده روغتیايي ټیمونه په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ځای پر ځای شي.

په افغانستان کې د ژغورنې کمېتې مدیر شرین ابراهیم وايي، وروستۍ زلزلې ښايي په ۲۰۲۳ کال کې، د هرات ولایت د زلزلې له امله رامنځ ته شوې بشري اړتیاوې تر اغېزې لاندې راولي.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

هغه زیاته کړې:«د ژغورنې نړیوالې کمېتې ننګرهار او لغمان ولایتونو ته د یوه ټیم په لېږلو سره روغتیايي خدمتونه لکه لومړنۍ مرستې، د میندو او نوزېږدو ماشومانو د روغتیايي وضعیت څارنه،  درمل او روغتیايي تجهیزات وړاندې کوي.

د ژغورنې نړیوالې کمېتې مدیرې و ویل:«د هغه اضافي فشار په اړه اندېښمن یوو، چې دا طبیعي ناورین به په افغانستان کې د بشري خدماتو په رسولو باندې اغېز وکړي.»

هغه خبرداری ورکړی، چې د نړیوالې بودجې د پام وړ کموالي، په افغانستان کې د روان بشري ناورین د ځواب ویلو لپاره د دغه بنسټ وړتیا ګډوډه کړې ده.

ابراهیم له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د اړتیاو په درک کولو سره په افغانستان کې د اړمنو کسانو سره مرستې زیاتې کړي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه