د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 د کړنلارې او پالیسۍ لپاره نیولاینز موسسه: افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پر هزارګانو بریدونه زیات شوي

2 سپتمبر 2025
 د کړنلارې او پالیسۍ لپاره نیولاینز موسسه: افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پر هزارګانو بریدونه زیات شوي

د کړنلارې او پالیسۍ لپاره نیولاینز حقوقي موسسې په یوه راپور کې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، په افغانستان کې د هزارګانو نسل وژنه په مستند ډول خپره کړې ده.

رخشانه: دغه راپور چې تازه خپور شوی، د نړیوالو او بشري حقونو د وتلو کارپوهانو له خوا لیکل شوی دی.

د کړنلارې او پالیسۍ لپاره نیولاینز حقوقي موسسې لیکلي، دغه راپور د هزارګانو پر وړاندې د سیستماتیک تاوتریخوالي حقوقي شننې په دقیق ډول وړاندې کوي.

د دغې موسسې راپور په یوولسو برخو کې چمتو شوی، چې په کې په افغانستان کې د هزارګانو پر وړاندې هدفي، سیستماتیک او پراخ بریدونه مستند شوي او د لاسوندو پر بنسټ د دغه قومي- مذهبي ډلې پر وړاندې بریدونه د نسل وژنې جنایت د مخنیوي او سزا د ۱۹۴۸ کنوانسیون د نسل وژنې بېلګه بلل شوې.

د کړنلارې او پالیسۍ لپاره نیولاینز موسسې په راپور کې ټینګار شوي، چې د هزرګانو پر وړاندې تاوتریخوالي د افغانستان په تاریخ کې ژورې ریښې لري.

دغه راپور د هزارګانو پر وړاندې هدفي تاوتریخوالي د شته او پخوانیو سیستماتیکو تاوتریخوالو د لاسوندونو په استناد په مستند جوړونې او دقیقو شننو سره، د دغه قومي ډلې پر وړاندې د «نسل وژنې» بېلګه بولي.

په راپور کې راغلي:«تر ټولو ناوړه جنایت چې په دې راپور کې ارزول شوی، د عدالت د پلي کولو او ځواب وینې لپاره حقوقي ځوابونو ته اړتیا لري.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

دغه راپور د هزارګانو پر وړاندې په ۱۹۹۳ میلادي د کابل په افشارو کې، د ۱۹۹۸ په اګست کې د مزارشریف ټول وژنې، په ۱۹۹۷ کې د قزل آباد وژنو، په ۱۹۹۹ کې د بامیانو، په ۲۰۰۰ کې د رباطک او په ۲۰۰۱ کې د یکاولنګ بریدونو ته هم اشاره کړې ده.

د کړنلارې او پالیسۍ لپاره د نیولاینز موسسې د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره د هزارګانو پر وړاندې بریدونه همداسې دوام لري او په ځینو وختونو کې یې شدت موندلی دی.

ډېری دغه ډول بریدونه د داعش د خراسان څانګې او طالبانو له خوا، په ښوونځیو، جوماتونو، مذهبي ځایونو، روغتونونو، عمومي ځایونو، کلتوري مرکزونو، ورزشي سالونونو، بازارونو او پر غیر نظامي وسایلو باندې تر سره شوې دي.

په راپور کې، د کوچیانو او طالبانو پورې تړلو ډلو له خوا د هزارګانو، بې ځایه کولو، ځاي اوسېدونکو په زو کډه کولو، سړي تښتونو، د ځمکو او شتمنیو غصب هم مستند شوی دی.

د کړنلارې او پالیسۍ لپاره د نیولاینز موسسې په خپل راپور کې، د هزارګانو پر وړاندې بریدونه په دقیق ډول، د پېښې د ځای، وخت، قربانیانو د شمېر او د هغو د عاملینو په لیکلو سره مستند کړي دي.

دغې حقوقي موسسې ویلي، دې ته په پام چې طالبان د نسل وژنې کنوانسیون په سرغړاوي کې لتاړ دي، د کنوانسیون نور غړي دولتونه باید په خپلو ژمنو عمل وکړي.

یادې موسسې په افغانستان کې د هزارګانو خوندیتوب او د دغه ډول نسل وژونکو اعمالو د دوام د مخینوي لپاره، په لاس د شته ټولو معقولو توکو کارول او د عدالت او ځواب وینې له لارې عامیلینو ته سزا ورکړل د دولتونو له ژمنو څخه وبللې.

په راپور کې راغلي، طالبان نه یوازې د هزارګانو د نسل وژنې په مخینوي کې پاتې راغلي، بلکې دغه ډله په ځینو مواردو کې، خپله هم د هزارګانو پر وړاندې بریدونو کې دخیل دي.

د کړنلارې او پالیسۍ لپاره نیولاینز موسسې نړیواله ټولنه د هزارګانو د نسل وژنې د رسیدګۍ لپاره د بېړنیو اقدااتو، د ملګرو ملتونو د لاسوندونو د راټولو لپاره د IIIM یا IIMM په څېر کړنلارو رامنځ ته کولو، د هزارګانو وضعیت نړیوالې جنايي محکمې (ICC) ته راجع کولو او د عدالت په نړیواله محکمه (ICJ) کې د طالبانو د سرغړونو پر وړاندې دعوې پرانستو ته رابللې ده.

یادې حقوقي موسسې دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د هزارګانو پر وړاندې د جرمونو په اړه منظمې څېړنې وکړي، عاملین یې تعقیب کړي، د نسل وژنې جرمونو د مسوولینو پر وړاندې بندیزونه پلي کړي، قربانیانو ته د تاوان او بیارغونې خدمات وړاندې او بشري مرستو ته د هزارګانو له لاس رسي ملاتړ وکړي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه