د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ: د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلي ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

2 سپتمبر 2025
 د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ: د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلي ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

Save the children

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ (Save The Children) وايي، په کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونو کې د مرګونې زلزلې څخه زیانمن شوي ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

رخشانه: دغه بنسټ نن (سه شنبه د وږي ۱۱ مه) پر خپله وېب پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ختیځ کې د زلزله ځپلو په ځانګړې توګه د ماشومانو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د هېواد په ختیځ کې مرګونې زلزلې څومره ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې. خو د سیمه ییزه رسنیو د راپورونو پر اساس د دغې زلزلې ډېری قربانیان ښځې، ماشومان او زاړه خلک دي.

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ وايي، د ریشتر په کچه ۶ درجې زورورې زلزلې د افغانستان ختیځ ولړزاوه، چې له امله یې په څلورو ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

یاد بنسټ زیاته کړې، دوی زیانمنو سیمو په ځانګړې توګه کونړ ولایت ته، چېرې چې تر اوسه د مړو شمېر ۱۴۰۰ تنو ته رسېدلی، ګرځنده روغتیايي ټیمونو لېږلي، چې په کار بوخت دي.

د یاد بنسټ په وینا، هغه ماشومانو چې له زلزلې روغ وتلي، د یوازیتوب، وېرې او زیان سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ زیاته کړې، په هغه ځایونو کې، چې کورونه وران شوي، ماشومان بېړنۍ سرپناه او بېړنیو کمکي توکو ته ښايي اړتیا ولري.

د وروستیو شمېرو له مخې د کونړ ولایت په شپږو ولسوالیو کې د زلزلې د مړو شمېر یوزر او ۴۱۱ تو او د ټپیانو شمېر ۳ زره او ۱۲۴ تنو ته رسېدلی دی.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه