د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 طالبانو په غور کې لسګونه ښځینه ښوونکې لرې پرتو سیمو ته تبدیلې کړې دي

2 سپتمبر 2025
 طالبانو په غور کې لسګونه ښځینه ښوونکې لرې پرتو سیمو ته تبدیلې کړې دي

عکس: غلام/ عکاس محلی

غور کې سیمه ییزه سرچینې وايي، د دې ولایت په لعل و سرجنګل ولسولۍ کې لسګونه ښځینه ښوونکې، د یادې ولسوالۍ لرې پرتو سیمو ته تبدیلې کړې دي.

رخشانه: د غور په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې دوه سیمه ییزه سرچینو رخشانې رسنۍ ته و ویل، دغه ښځينه ښوونکې د دې ولسوالۍ د امربالمعروف آمریت په امر تبدیل شوې دي.

د رخشانې رسنۍ سرچینې مشخصه نه کړه، چې څومره ښځینه ښوونکې د لعل و سرجنګل ولسوالۍ لرې پرتو سیمو ته تبدیلې شوې دي.

د سرچینې د خبرو پر بنسټ، دغه ښځينه ښوونکو چې وړاندې د خپلو استوګنې ځایونو ته نېږدې ښوونځیو کې تدریس کاوه، اوس د دغې ولسوالۍ لرې پرتو سیمو ته تبدیلې کړای شوې دي.

یوې سیمه ییزې سرچینې و ویل:«ښوونکې په هغه کمه تنخوا چې تر لاسه کوي یې، لرې پرتو ښوونځیو ته د تګ راتګ توان نه لري.»

د سرچینې په وینا، طالبانو د ښوونکو د زړه سړولو په موخه، هغوی د لرې پرتو سیمو ښوونځیو ته تبدیلې کړې دي.

په دغې ولسوالۍ کې یوې بلې سرچینې رخشانې رسنۍ ته ویلي، ډېری ښوونکې چې لرې پرتو ښوونځیو ته تبدیلې شوې، پرېکړه کړې، چې خپلې دندې پرېږدي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هغه و ویل:«هغه ښځینه ښوونکې، چې په یوازې توګه لرې پرتو ښوونځیو ته تګ راتګ نه شي کولی، اړ دي چې هره ورځ په موټر سایکل تګ راتګ وکړي او دا د هغوی له توان نه وتلی کار دی. هېڅوک دې ته چمتو نه دي، چې خپله ښځه یا خور چې ښوونکې دي، هره ورځ ښوونځي ته ورسوي.»

غور ولایت کې سیمه ییزه طالب چارواکو تر اوسه د دغه ادلون بدلون په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا واکمنۍ ته په رسېدو سره ښځې او نجونې په دولتي ادارو، خصوصي او بهرنیو بنسټونو کې له کار کولو راوګرځولې.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه