د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 د افغانستان د بشري حقونو مرکز: د زلزلې ځپلو ښځو سره مرستې باید لومړیتوب ولري

3 سپتمبر 2025
 د افغانستان د بشري حقونو مرکز: د زلزلې ځپلو ښځو سره مرستې باید لومړیتوب ولري

عکس: وکیل کوهسار- نیویورک تایمز

د افغانستان د بشري حقونو مرکز (AHRC) د هېواد په ختیځ کې د مرګونې زلزلې په تړاو وايي، د زلزلې له امله د زیانمنو ښځو سره مرستې کول باید د مرستندویه بنسټونو له لومړیتوبونو وي.

رخشانه: یاد مرکز نن (چهارشنبې د وږي ۱۲ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هېواد په ختیځ کې د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي، د هېواد په ختیځ کې د دغه مرګونې زلزلې له امله تر یو زر ۴۰۰ زیات کسانو ژوند بایللی و زرګونه نور ټپیان شوي دي.

د یاد مرکز په اعلامیه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدویتونو ته په اشارې راغلي، ښخو ته د مرستو رسېدو په برخه کې د طالبانو له محدویتونو «په ژوره توګه» اندېښمن دي.

اعلامیه کې راوړل شوي:«د ښځو پر وړاندې د طالبانو توپیري چلنده ډک سیاستونو د ګڼو مېرمنو ځان له ګواښ سره مخ کړی دی، چې کېدای شي له ژغورنې او یا مرستې څخه پاتې شي.»

د بشري حقونو مرکز په ۲۰۲۳ کال کې هرات کې ځمکلړزې او زیانمنو ته د مرستو رسولو برخه کې پر ښځو محدویتونو ته په اشارې ویلي، دغه تجربه باید بیا تکرار نه شي.

دغه مرکز ټينګار کړیو چې د ښخو ځان او امنیت باید د مرستو رسولو په ټولو هڅو کې په لومړیتوب کې ځای ولري او خوندي وي.

د افغانستان د بشري حقونو د مرکز مشرې ډاکتر سیما سمر ویلي، د ناورینونو سره د مقابلې لپاره د کټورو جوړښتونو نشتوالی او لرې پرتو او غرنیو کلیو ته د لاسرسي ستونزې د نورو تلفاتو ګواښ زیاتوي.

هغې زیاته کړې، مرستندویه بنسټونه باید له قید و شرط او هر ټول توپیر پرته زلزله ځپلو په ځانګړې توګه ښخو ته خدمات وړاندې کړي او ښخې نه باید په دې«طبعي ناورین» کې هېرې کړای شي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د افغانستان د بشري حقونو مرکز له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو د هېواد ختیځ کې د مرګونې زلزلې قربانیانو ته د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.

یاد مرکز دغه راز له ایران او پاکستان هېوادنو غوښتي، چې له افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړي او په دغه بحراني وضعیت کې، افغانستان ته د هغوی له ایستلو ډډه وکړي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه