د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کونړ کې د زلزلې د مړو شویو شمېر یوزر او ۴۵۷ تنو ته ورسېد

3 سپتمبر 2025
کونړ کې د زلزلې د مړو شویو شمېر یوزر او ۴۵۷ تنو ته ورسېد

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، کونړ ولایت کې د یکشنبې د شپې د زلزلې د مړو شویو کسانو شمېر یوزر او ۴۵۷ تنو ته رسېدلی دی.

رخشانه: فطرت نن (چهارشنبې د وږي ۱۲ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د دغې زلزلې د ټپیانو شمېر ۳ زره او ۳۹۴ تنو ته رسېدلی دی.

د طالبانو مرستیال ویاند وايي، د کونړ په بېلا بېلو سیمو کې ۶ زره او ۷۸۲ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د ژغورنې ټیمونو د له کنډوالو او خاورو لاندې ایسارو کسانو د را ایستلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د دغه مرګونې طبعي پېښې تر ټولو ډېری قربانیان او ټپیان ښځې، ماشومان او عمر خوړلي کسان دي.

د فطرت په وینا، د دې طبعي پېښې ټپیان د درملنې په موخه د چورلکو پر مټ روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

هغه ټينګار کړی، چې ډېری زیانمن شوي کسان تر پوښښ لاندې دي او د هغوی وضعیت ته رسېدنه شوې ده.

د زلزلې په سیمه کې تړل شوې لارې هم د تګ راتګ پر مخ پرانستل شوې او ټول مرستندویه بنسټونه د خلکو په همکارۍ هڅې کوي، تر څو له زیانمنو سره مرسته وکړي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې پرون ماښام اعلان کړی و، چې کونړ کې د زلزلې د مړو شویو کسانو شمېر یوزر او ۱۲۴ تنو ته زیات شوی او درې زره او ۲۵۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د زلزلې څخه د دریو ورځو په تېرېدو تر اوسه پورې د کنډوالو او خاورو لاندې کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه