د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان ختیځ کې زلزله، د عبدالله کیسه چې په یوه شپه یې د کورنۍ ۱۳ غړي له لاسه ورکړل

۱۳ وږی ۱۴۰۴
 د افغانستان د بشري حقونو مرکز: د زلزلې ځپلو ښځو سره مرستې باید لومړیتوب ولري

عکس: وکیل کوهسار- نیویورک تایمز

زهرا جویا او د رخشانې رسنۍ خبریالان

د سپټمبر اوله د یکشبنې شپه کابو ۱۲ بجې وې،  چې د کونړ او ننګرهار ولایتونو ځینې برخې سختې ولړزېدې، پخواني خټین کورونه ولړزېدل او د خلکو چیغو او فریادونو ټولو ځایونه ونیول.

د کونړ ولایت د اریت کلي اوسېدونکی عبدالله، د کور په پورته کوټه کې ویده وو، کله چې په لومړي ځل ځمکلړزه وشوه، په ویره له خوابه راپاځېد او ښکته د کورنۍ پر نورو غړو یې چیغه ګډه کړه:«پورته شۍ ځمکه لړزېږي.»

خو وړاندې له دې چې څوک غبرګون وښيي، دویمه لړزه وشوه او کور پر ټولو راپرېوت. عبدالله تر کنډوالې لاندې شو، خارو او دوړو یې سترګې ډکې کړې وې او د څو لحظو لپاره نړۍ ورته تیاره وه، په خوارۍ او ټپي لاسونو یې ځان له خارو خځلو را وایست او لاندې کوز شو، خو هغه څه چې ویې لیدل، د ټول ژوند وېرېدلی خوب وو، مور، مېرمن، څلور زامن، یوه لور، یو ورور، یوه خور او درې ورېرونو یې تر کنډوالو لاندې ژوند له لاسه ورکړی وو.

هغه رخشانې رسنۍ ته و ویل:«په سختۍ مې ځان را وایست، او په مرسته مې پیل وکړ، خو هېڅوک هم ژوندي نه وو، کاش زه هم مړ وای، خو دا وضعیت مې نه وای لیدلی، دا درد د هېرېدو نه دی.»

عبدالله یو له هغه زرګونو کسانو دی، چې د کونړ مرګونې زلزله یې تجربه کړې. د اریت، ودیر، مسود، وزیر او شوملې کلي په بشپړه توګه هوار شوي دي او مرسته کوونکې ډلو لا هم صعب العبوره سیمو ته لاس رسی نه دی موندلی، ډېری کورونه هوار شوي او د عبدالله په وینا د دغه کلیو ۸۰ سلنه وکړي یا مړه شوي او یا هم ټپیان دي.

دغه زلزلې پیسې یو بل لړزوونکی خبر هم خپور شو، د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد روغتون کې شپږ تنه امیدواره مېرمنو د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله ژوند له لاسه ورکړی وو.

د کونړ عامې روغتیا ریاست کې یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته و ویل، دغو مېرمنو د زلزلې او د کورونو د چت لوېدو له امله خونرېزي پیدا کړې وه او ماشومان یې په ګېده کې مړه شوي وو، خو د ډاکترانو د کمښت له امله، روغتون ته د لېږد پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړ.

ډېری دغه مېرمنې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکې وې، چې روغتیايي خدماتو ته نه لاس رسی او د ښځینه ډاکترانو کمښت یې د مرګ اصلي لامل ښودل شوی دی.

د روغتیايي ځواک کمښت لامل شوو، چې ښځینه او امیدواره ټپیانو ته رسېدنه وځندېږي، په داسې حال کې، چې د زلزلې درې پر څلورمه برخه ټپیان ښځې او ماشومان جوړوي. دغه انساني ناورین ښيي، چې کونړ کې ورانی یوازې د کورونو تر نړېدو پورې نه دی، بلکې د روغتیايي او مسلکي امکاناتو نه شتون د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

طالبانو د نجونو پر وړاندې د خصوصي روغتیايي انستېتیوتونو دروازې بندې کړې دي او هغوی یې د روغتیا په برخه کې له تحصیل څخه راګرځولې دي.

عبدالله وايي، لا هم تر کنډوالو لاندې غږونه اورېدل کېږي، چې ښايي څوک ژوندي وي، خو د ښځینه مرستندویانو نه شتون شرایط لا سخت کړي دي:«په ټولو ځایونو کې ټپیان شته، لا هم یو شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتي دي، چې له هغوی سره مرسته نه شو کولی.»

دغې زلزلې د ډېری خلکو ژوند د مرګ خولې ته وړی، له ښځو او ماشومانو نیولې تر عمر خوړلو او ان هغه کډوالو پورې، چې تازه له پاکستان څخه راستانه شوي دي او ژوند ته یې نوې تمه موندلې. خو اوس یې پاتې شوني لومړنیو مرستو، لکه سرپناه، خوراکي توکي، پاکو ابو او روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري.

د وروستیو شمېرو له مخې کونړ کې له پنځه زره زیات کورونه نړېدلي او زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي. د طالبانو مرستیال ویاند عبدالله فطرت ویلي، کونړ کې د یکشنبې د شپې د زلزلې د مړو شویو کسانو شمېر یوزر او ۴۷۵ تنو او د ټپیانو شمېر درې زره او ۳۹۴ تنو ته رسېدلی دی.

تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د کونړ ولایت په نورګل، چندکي، وټه پور او ماڼوګي ولسوالیو کې رامنځ ته شوې، چې ډېری هغه یې ښځې او ماشومان دي.

د عبدالله او هغه ته ورته کسانو د خپلوانو له لاسه ورکولو غم تر څنګ لا هم کلیو د کندوالو او مرګونې چوپتیا سره، تمه یوازې بېړنیو بشري مرستو ته ده.

هغه و ویل:«ټول د خپلو کورنیو د غړو په لټه کې دي، ښايي یوازې په دې یوه کلي کې له ۱۶۰ زیات کسان مړه او ټپیان شوي وي، چې ډېری یې مېرمنې، ماشومان، او عمرخوړلي کسان دي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان راپور ورکړی، چې کونړ کې د زلزلې له امله د جوارو، وریجو او لوبیا ۵۰۰ جرېبه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د یکشنبې په شپه د ریشتر په کچه شپږ درجې زلزلې د افغانستان ختیځه برخه ولړزوله، چې ډېری مرګ ژوبله او زیان یې کونړ ولایت کې اړولی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دغه ولایت کې پنځه زره او ۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

د ۴۳ کلن مالک کیسه هم د عبدالله کیسې ته ورته ده. هغه د خپلې کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي او اوس یوازې پاتې دی. ښځه، درې زامن، دوه لوڼې، پلار، مور، خور او یو ورور یې په دغې طبعي پېښه کې ژوند بایللی دی.

هغه و ویل:«ټول ویده وو، نیمه شپه وه، چې ځمکه ولړزېده او خټین کورونه راباندې راونړېدل، ماشومان مې له ۳ تر ۱۴ کلونو عمر درلود، ښخه مې ۳۸ کلنه وه، پلار او مور مې ۶۳ او ۶۵ کلن وو، خور او ورور مې دواړه ۲۴ او ۲۷ کلن وو، ټول مې له لاسه ورکړل.»

هغه له درده په ډک اواز و ویل:«نور څه نه دي راپاتې، هېڅ مرسته نه غواړ، یوازې غواړم خپل شهیدان خاورو ته وسپارم او بس.»

۱۴ کلن همت هم په دې زړه بوږنوونکې پېښې کې د کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي دي، هغه چې څو کاله وړاندې یې پلار مړ شوي وو، و ویل:مور او د کورنۍ نور غړي مو لاندې ویده وو او زه په بره کوټه کې، کله چې زلزله شوه، مور مې له خوبه راپورته کړم، تر څو مې غوښتل د باندې ووځم، بیا ځمکه ولړزېده، له خاورو راووتم، خو مور، خور، ورور او نیا مې ټولو ژوند بایللی وو.»

د دېوګل درې یو تن اوسېدونکی بهیر وايي، د نازیې په نوم یوه اووه کلنه نجلۍ له ۱۹ ساعته وروسته له خاورو او کنډوالو راایستل شوې وه، خو د کورنۍ نورو ټولو غړو یې ژوند له لاسه ورکړی وو. بهیر و ویل:«دغه ماشومه خلکو له خاورو را ایستلې وه، روغتیايي حالت یې ښه دی، یوازې مخ یې لږ ټپي شوی او درې غاښونه یې مات شوي دي. خو د کورنۍ نور ټول غړي یې مړه شوي، معلومه نه ده، چې څو تنه وو.»

د بهیر په وینا، د تر کنډوالو او خاورو لاندې کسانو د ژغورنې لپاره د ښځینه مرستندویه ټیمونو نشتوالی یوه بله لویه ستونزه ده او وايي:«تر ټولو لویه ستونزه دا ده، چې دلته د ښځو د ژغورنې او درملنې لپاره ځانګړي ښځینه ټیمونه نشته، په داسې حال کې، چې د دغې زلزلې ډېری قربانیان هم ښځې او ماشومان دي.»

خو په (مستعار نوم) ۳۸ کلن رحمت چې یوه مرستندویه بنسټ کې کار کوي، د زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ ته تللی وايي:«غم او درد دومره ژور دی، چې د انسان له قدرته وتلی.»

په دې اړه نور ولولئ...

د کابل ځوانان او د مینانو ورځ لمانځل: «د وحشت په ښار  کې مینه یوازې خوښې ده»

«نوریه» د یوه سړي ګوژدن او د یوه طالب سره د جبري نکاح له خطر سره مخ

هغه زیاته کړه« مرګونې زلزلې د لرې پرتو کلیو لارې بندې کړې او د ځمکې له لارې تګ ناشونی دی، نو ځکه تر اوسه پورې مرستندویه او ژغورونکې ډلې هم ورته په وخت نه دي رسېدلې.»

رحمت له رخشانې رسنۍ سره په تلېفوني خبرو کې و ویل:«کابو درې ساعته مو پیاده مزل وکړ، تر څو د نورګل ولسوالۍ مزار درې ته ورسېږو، د همدې درې په لچک تنګي سیمه کې کابو ۴۰ جنازې موږ ته په مخه راغلې، چې خلکو په اوږو اخیستې وې، ډېری کورنیو ته د ۳۰ ساعته په تېرېدو سره لا هم شهیدان او ټپیان چې زیاتره یې ښځې، ماشومان او عمر خوړلي کسان دي، پراته وو.»

هغه و ویل:«موږ د اریت، ودیر، مسودو، وزیروو شوملې او کمپ کلیو ته ورغلو، دا کلی له مخې وران وو، چیغې مو وکړې، څوک شته! هیچا غږ نه کاوه، یوازې د چرګانو اوازونه مو اورېدل او نور هېڅ نه وو.»


د رحمت په وینا، له دې کلیو د ځينو لکه اریت او ودیر ۸۰ سلنه وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوازې ۲۰ سلنه یې ژوندي پاتې دي، چې له خاورو او کنډوالو د خپلو خپلوان د را ایستلو په لټه کې دي.

افغانستان کې له مرګونې زلزلې دوه ورځې وروسته، ریشتر په کچه د ۵/۲ درجې زلزلې تېره ورځ بیا د هېواد ختیځې برخې ولړزولې.

د افغانستان په ختیځ کې کونړ ولایت یو له ګڼ مېشتو او صعب العبوره سیمو دی، چې ښاري اسانتیاوو ته محدوده لاسرسي لري، په دې ولایت کې ډیری کورونه خټین او لرګیو جوړ شوي دي، چې د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري، دا سیمه د لرې والي او ټولنیزو محدودیتونو له امله، د روغتیایی کارکوونکو، په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکټرانو ته د چټک لاسرسي له خدماتو هم محرومه ده.

په وروستیو کلونو کې په دې سیمه کې وړې او د منځنۍ کچې زلزلې رامنځ ته شوې وې، خو دا وروستۍ ځمکلړزه، چې د ریشتر په کچه ۶ درجې وه، په دغه ولایت کې یو له مرګونو طبعي ناورینونو څخه ګڼل کېږي.

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې هرات ولایت هم د یوې زورورې ۶.۳ درجې زلزلې شاهد وو، چې له ۲۴۰۰ زیاتو کسانو په کې ژوند وبایله، تر ۲ زره په کې ټپیان او تر ۲۱ زره زیات کورونه په کې ویجاړ او زیانمن شوي وو. دغې ځمکلړزې ۳۸۲ کلیو ته زیان رسولی وو، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان وو، لا هم ډېری زیانمن شوې کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اړوندې لیکنې

ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ، له ښوونځي د نجونو محرومیت او د افغانستان تت انځور
خبر

ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ، له ښوونځي د نجونو محرومیت او د افغانستان تت انځور

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴
یوې ځوانې ښځې ننګرهار کې د خوراکي توکو فابریکه جوړه کړه
خبر

یوې ځوانې ښځې ننګرهار کې د خوراکي توکو فابریکه جوړه کړه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴
ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه
خبر

ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې
خبر

لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول
خبر

بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه