د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د «جمیلې» کیسه، یوه ښځه چې په بېوزلۍ او ټولنیزې بې کورۍ کې ایساره ده

۱۶ وږی ۱۴۰۴
د «جمیلې» کیسه، یوه ښځه چې په بېوزلۍ او ټولنیزې بې کورۍ کې ایساره ده

جمیله ( نام مستعار)

هانیه فروتن

وسپنیزې دروازې ته یې ډډه وهلې او انتظار یې کاوه، له څېرې یې له ورایه معلومېده، چې ژوند هېڅکله خپل ښه مخ نه دی ورښودلی، نرۍ موسکا یې پر شونډو خوره ده، هغه موسکا چې تر ډېره بریده د پېژندنې نښه ده، نه د خوښۍ.

په لاس یې اشاره وکړه، چې د ننه ورشم، له زنګ وهلې دروازې یې انګړ ته د ننه شوم، د خاورین انګړ په یوه څنډه کې یې څو بوجۍ جامې او لوښي سره راټول کړي دي، هغه توکي چې معلومېده، ښايي هره لحظه د کور خاوند راشي او جمیلې ته و وايي، چې له دې ځایه کډه وکړي.

په دې کیسه کې په «مستعار نوم» د جمیلې له کړاوه ډک ژوند رڼا اچول شوې ده، ۴۲ کلنه ښځه چې د سږ کال له پسرلي راهیسې تر اوسه پورې څو ځلې د ګاونډیانو او کور د خاوندانو له خوا کډې کولو ته اړ ایستل شوې ده، د دې کار دلیل هم روښانه دی، هغه له بوډۍ مور سره یوازې ژوند کوي او د  کور د کرایې د ورکولو توان نه لري.

د جمیلې مور کابو ۸۶ کاله عمر لري، سولېدلي هډوکي، کم خوني او تر ټولو بده د هېرېدنې ناروغۍ هغه لاندې کړې ده. دغه ناروغۍ یې د لور ژوند هم لالهانده کړی دی، تر دې بریده چې د جمیلې ټوله اندېښنه او کار یوازې مور ته پاملرنه ده او د بل څه ان د شپې د یوې نوړۍ ډوډۍ پیدا کولو  مجال هم نه دی ورپاتې.

جمیله خپله کیسه له کلونو وړاندې هغه مهال چې دا تنکۍ ځوانه وه پيلوي. وايي، زیات غوښتونکي یې درلودل، خو د مور او پلار د یوازیتوب په خاطر یې هېڅکله واده ونه کړ.

د ۱۳۸۴ کال په مني کې یې یوازینۍ خور چې له دې درې کاله مشره وه، واده وکړ، له هغې ورځې وروسته، د دریو تنو د ژوند ټولو مسوولیتونه د جمیلې په غاړه شول.

د هغې په وینا:«نه مې شوای کولی مور او پلار یوازې پرېږدم، له غوښتوونکو مې یو هم چمتو نه و، چې زموږ درې واړو مسوولیت واخلي.»

هغه مهال جمیلې په ښوونځیو او ځینې وخت د خلکو په کورونو کې د کار کولو له درکه لږ عاید درلود، پلار یې هم رېړۍ چلوله او دغې وړې کورنۍ نسبتآ هوسا ژوند درلود. خو دې لړۍ ډېر دوام ونه کړ، پلار یې د ناروغۍ په بستر پرېوت او لاندې یې کړ.

د جمیلې په وینا، پلار یې کلونه د تنفسي او عصبي ناروغیو سره لاس او ګرېوان وو، بېوزلې او لاس تنګۍ اجازه نه ورکوله، چې د هغه په ښه توګه درملنه وکړي، یوازینی درمل چې دوی یې د پېرلو توان درلود، اراموونکي درمل وو.

په پای کې له ۱۰ تر ۱۳ کلونو درد او ناروغۍ زغمولو وروسته، پلار د تېر (۱۴۰۳ ) کال په ژمني کې له نړۍ سترګې پټې کړې او لور یې له بودۍ او په الزایمز ناروغۍ اخته مور سره یوازې پرېښوده، له هغې مور سره چې ان د دې د پېژندلو توان یې هم له لاسه ورکړی وو.

جمیله هر ځل خپلې مور ته ګوري، هغه بوډۍ چې په لکڼه د خونې د زاړه لرګین وره چوکاټ ته یې ډډه وهلې. ټول فکر یې هغې ته دی، چې نه ویل کېږي له کوره د باندې ونوځي، سوړ اسویلی باسي او وايي:«د پلار له مړینې مې وروسته، د هغې وضعیت خورا خراب شو، تر اوسه پورې څو ځلې ورکه شوې، یو ځل مې له یوه جومات نه پيدا کړه، یو ځل مې د څنګ لوري په انګړ کې او یو وار هم د سیمې له بازار نه.»

خو دا د هغې د ژوند د ستونزو یوازې یوه برخه ده. هغه څه چې له جمیلې یې زیات توان او ځواک اخیستی، هغه د کور د خاوندانو له خوا ناوړه چلند او د ګاونډیانو سپک کتل دي.

جمیله خپله هم له بدني او روحي پلوه چندان روغه نه ده، د پښو او ملا له درده نیولې بیا تر عصبي ګډوډیو پورې، ټولو لاس سره ورکړی تر څو د هغې توان ورڅخه واخلي، په ژبه چې له ناروغۍ درنه او توتله شوې وايي:«د کورونو خاوندان یا اصلآ موږ ته کور نه راکوي او یا هم له دوه – درې میاشتو وروسته موږ بېرته باسي، ځکه نه کار لرو او نه هم د کرایې ورکولو توان.»

په دې اړه نور ولولئ...

د کابل ځوانان او د مینانو ورځ لمانځل: «د وحشت په ښار  کې مینه یوازې خوښې ده»

«نوریه» د یوه سړي ګوژدن او د یوه طالب سره د جبري نکاح له خطر سره مخ

هغه له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، د سږ کال له پیل راهیسې، تر اوسه پورې درې ځلې اړ شوې چې کډه شي او نه ده توانېدلې، چې د دې یوه کور کرایه هم په بشپړه توګه ورکړي.

د دې ستونزو تر څنګ جمیله د ګاونډیانو له ناسم چلند څخه هم سرټکوي. د هغې په وینا، د یوه نارینه سرپرست نه درلودل د دې لامل شوی، چې د خلکو بد کتل او ځوروونکي قضاوتونه هم پر سر واخلي:«وايي کار نه کوي، ډوډۍ له کومه کوي؟ که د خدای کوم بنده راسره مرسته وکړي، وايي حتمن یې په مقابل کې څه تر لاسه کوي«تن پلورونکې ده.»

جمیله د ګټې هېڅ یوه سرچینه نه لري او کلونه کېږي، چې د مرستندویانو په لږ مرسته متکي ده، هغه نه د کار کولو توان لري او نه هم وخت. ټول وخت یې د بوډۍ او ناروغې مور په پاملرنه تېرېږي، هغه باید هره شېبه دې ته بیداره وي، چې نه ویل کېږي مور یې د هېرېدنې له امله، د انګړ له دروازې ونوځي او کوڅې یا د ګاونډیانو کره ور نه شي.

د ګاونډیانو ځوروونکي چلندونه د جمیلې او د مور لپاره یې یو لوی سرخوږی او ان جدي ګواښ دی. د دې په قول:«مور مې بودۍ او د هېرېدو ناروغي لري او کله هم له ځان سره خبرې کوي، کله هم په تېروتنې د ګاونډیانو  کره ورځي، دا ټول د دې لامل شوي، چې هغوی له موږ ناخوښه وي او زموږ سره ډېر ناوړه چلند وکړي.»

جمیلې د خپل سپین، زېړ شوي ټکري په پيڅکه خپلې اوښکې پاکې کړې او دوام یې ورکړ:«څو ورځې وړاندې چا زموږ د اوبو څښلو بوشکه کې تېزاب اچولي وو، که مې ژر نه وای پام شوی، ښايي اوس مې مور ژوندۍ نه وای، یا به موږ دواړې په سوځېدلو لاسونو او مخونو د کوټۍ په کونج کې پرتې واي.»

د جمیلې کړاو یوازې د یوې ښخې کیسه نه ده، هغه په افغانستان کې یو له هغو سلګونو ښخو ده، چې برخلیک یې له کړاوونو سره غوټه شوی دی، هغه ښځې، چې بې کورۍ، بېوزلۍ او د خپلوانو ناروغۍ په اوږو وړي، خو ډېر کم خلک یې غږ اوري.

د جمیلې کیسه د هغو ښځو د درد او کړاو ګډه کیسه ده، چې د ژوند بار په بېوزلۍ، او ټولینزې بې وسۍ کې په غاړه وړي.

اړوندې لیکنې

ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ، له ښوونځي د نجونو محرومیت او د افغانستان تت انځور
خبر

ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ، له ښوونځي د نجونو محرومیت او د افغانستان تت انځور

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴
یوې ځوانې ښځې ننګرهار کې د خوراکي توکو فابریکه جوړه کړه
خبر

یوې ځوانې ښځې ننګرهار کې د خوراکي توکو فابریکه جوړه کړه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴
ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه
خبر

ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې
خبر

لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول
خبر

بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه