سینا سعیدي او احمد
د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د ریشتر په کچه ۶.۲ درجې مرګونې زلزلې او د هغو ورپسې ټاکانونو څخه د لسو ورځو په تېرېدو، په دغه ولایتونو کې سرچینې وايي، له دې پېښې وروسته ښځې او ماشومان له وېرې او رواني ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه کسان هم چې د رخشانې رسنۍ له خوا په دې راپور کې ورسره مرکې شوې وايي، له ډار، وېرې او سخت تشویش سره لاس او ګرېوان دي.
۲۵ کلن سړی، چې خپل نوم شرافت ښيي او د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ د «ستن» کلي اوسېدونکی دی وايي، ځمکلړزه د دوی د کورنیو د غړو د دوامداره کړاو سبب شوې ده. هغه ویلي، په ځانګړې توګه وړوکی ورور یې ان د شپې خوب نه شي کولی.
شرافت و ویل«د تېرې اوونۍ د یکشنبې شپې له ځمکلړزې وروسته مې د کورنۍ ټول غړي، د بیا ځمکلړزې له وېرې د کور نه د باندې ژوند کوو، د شپې هم تر شنه آسمان لاندې وېدېږو. څلور واړه وروڼه مې د شپې په خوب کې ناارامي کوي، ناڅاپه په خوب کې چیغې کړي او راپورته شي. که څه هم هغوی ته وایو چې څه نشته، خو بیا هم دوی له ځمکلړزې وېرېږي.»
د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار اوسېدونکي ۳۵ کلن نور اسلام هم رخشانې رسنۍ ته ویلي، کمکی زوی او ځوانه خور یې د ځمکلړزې له وېرې د رواني ناروغۍ سره مخ شوي دي. دغه سړي ویلي، د کورنۍ د دغو دوه غړو د درملنې لپاره ډاکتر ته ورغلي دي.
هغه زیاته کړې:«دلته هم هر شپه زلزله کېږي، د کونړ پېښې زما زوی او د کورنۍ ښځینه وې دومره وېرولې، ان کله چې زموږ د کور تر څنګ د کوم موټر غږ اورو نو ناڅاپه په خوب کې په چیغو سر شي او مندې وهي. په همدې دلیل مې زوی او خور ډاکتر ته وېوړل، ډاکتر راته ویل، هغوی د زلزلې له امله په رواني ناروغۍ اخته شوي او حالت یې ښايي ښه شي.»
د طالبانو له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د تېرې اوونۍ د یکشنبې شپې د ځمکلړزې له امله، د ننګرهار په بېلا بېلو برخو کې له لسو زیاتو کسانو ژوند بایللی او له ۲۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي. د دغې طبیعي پېښې ډېری قربانیان ښځې او ماشوم دي.
په ورته وخت د لغمان ولایت اوسېدونکې ۴۵ کلنې فرشتې هم له رخشانې رسنۍ سره په خبرو اترو کې و ویل، چې د تېرې اوونۍ د یکشنبې شپې له زلزلې وروسته د خوب له ګډوډۍ سره مخ شوې ده.
هغې ویلي:«څو ورځې کېږي د ناارامۍ احساس کوم، په کوچیني غږ هم له خوبه راپورته کېږم، خوب مې بشپړ ګډوډ شوی دی. هره لحظه فکر کوم چې زلزله شوه او په همدې دلیل مې په مغزو کې یو ډول غږ پیدا شوی دی.»
د فرشتې په وینا، د کورنۍ غړو یې د بیا ځمکلړزې له وېرې خپل خټین کور پرېښودی او څو ورځې کېږي تر شنه اسمان لاندې ژوند تېروي او د شپې هم هلمته ویدېږي:«له هغې ورځې چې موږ له خپل خټین کوره وتلي یو او تر شنه آسمان لاندې ژوند کو، نه یم توانېدلې، چې ښه خوب وکړم، د شپې ویښه پاتېږم او مغزو کې مې غږونه اورم، همدارنګه چې بیداره هم وم، احساس کوم چې ځمکه لړزېږي، نه پوهېږم چې اخر به څه پېښ شي.»
طالبانو تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د زلزلې له امله په لغمان کې ۶۰ تنه او په نورستان کې څلور تنه ټپیان شوي دي، په دې ولایت کې د دې طبیعي پېښې زیاتره ټپیان ښځې او ماشومان دي.
خو د هېواد په ختیځ کې د زلزلې د اصلي مرګ ژوبلې مرکز کونړ ولایت دی، چې له دوه زره څخه زیاتو کسانو په کې ژوند بایللی او کابو درې زره او ۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې، ماشومان او عمرخوړلي کسان دي.
کونړ کې د دې مرګونې زلزلې څخه زیانمنې شوې ښځې او ماشومان، سربېره پر دې چې له وېرې او ډار سره لاس او ګرېوان دي، د خپلوانو د لاسه ورکولو له غم سره هم مخ دي. ډېری ښخې او ماشومان چې په دې طبیعي پېښه کې ټپیان شوي، د کورنۍ غړي یې هم له لاسه ورکړي دي.
د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکې محبوبه چې په ځمکلړزه کې یې مور او پلار له لاسه ورکړي، رخشانې رسنۍ ته ویلي، د دغې طبیعي پېښې له رامنځ ته کېدو وروسته یې ماغزه سم کار نه کوي:«موږ ویده وو چې زلزله وشوه، کور پر موږ راچپه شو، پلار او مور مې شهیدان شول او اوس مې ذهن کار نه کوي.»
د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ یوه بله اوسېدونکې نسرین هم رخشانې رسنۍ ته ویلي، چې هغه له زلزلې لس ورځې وروسته اوس هم په بدن کې د لړزې احساس کوي:«کله ناڅاپه له خوبه راپورته شم او د هغمه (یکشنبې شپې) پېښې راته تکرارېږي، رواني حالت مې اصلآ ښه نه دی.»
ننګرهار ولایت کې په (مستعار نوم) ډاکتر احمد سیر وايي، د پرلپسې ځمکلړزو وروسته، په رواني یا تروما ناروغیو د اخته نارینه وو، ښځو او ماشومانو شمېر زیات شوی دی.
هغه له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل، دا چې ښځې او ماشومان د نارینه وو په پرتله ډېر حساس دي، نو ځکه ژر په روحي او رواني ناروغیو اخته کېږي.
دغه ډاکتر ویلي:«د تېرې اوونۍ له زلزلې لږ وروسته، ناروغان یو په بل پسې روغتون ته راوړل کېدل، چې له سختې وېرې، تشویش، غم او زلزلې د مرګ ژوبلې له احساس او غمونو څخه رنځېږي.»
هغه زیاته کړې:«یوازې په یوه شپه کې مې شل ماشومان، ښخې او سړي وکتل، چې هېڅ بدني زیان یې نه درلود، خو زړونه یې د وېرې له شدت څخه سخت غورځېدل، رنګونه یې سپین تښتېدلي وو، لاسونه یې لړزېدل، ژړل یې او نارې سورې یې وهلې، چې مري.»
تروما د ارواح پوهنې یوه اصطلاح ده، چې په یوناني کلیمه کې ټپ راځي او هغه د زیات رواني حالت په مانا ده، او تروما د پېښو له اغېز څخه سرچینه اخلي، چې خلک ورسره مخ کېږي او هغوی یې د مخ کېدو او زغملو توان نه لري.
دغه رواني ډاکتر په باور دی، په هغه سیمو کې چې پرلپسې ځمکلړزې رامنځ ته کېږي، خلک هر ټکان او هره ځمکلړزه د خپل عمر وروستۍ سلګۍ ګڼي، د زیانمنو کسانو په منځ کې ماشومان، ښځې او ځوانان چې د رواني ناروغیو په سر کې ځای لري، له وېرې د شپې خوب نه شي کولی.
هغه ټینګار وکړ، چې له ځمکلړزې زیانمن شوي کسان په لوړه کچه رواني او ذهني ملاتړ ته اړتیا لري او په داسې شرایطو کې یوازې درمل او فیزیوتراپي بسنه نه کوي.
نوموړي ویلي، زیانمن کسان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان رواني ملاتړ او عامه پوهاوی ته اړتیا لري تر څو په داسې حالاتو کې څه کار باید وکړي.
د هېواد په ختیځ کې د تېرې اوونۍ د مرګونې ځمکلړزې د نورو ستونزو تر څنګ د ټپیانو او زیانمنو کسانو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې په برخه کې طالبانو پر ښځینه مرستندویانو محدودیتونه لګولي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د دفتر مرستیال ډاکتر موکتا شارما ویلي:« اوس یوه ستره ستونزه په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځینه مرستندویانو کمښت دی او د ښځینه ډاکترانو کمېښت روغتیايي څارنې ته د زیانمنو شویو ښځو د لاس رسي پر وړاندې خنډ دی.»
هغه وايي، دې ته سخت په اندېښنه کې ده، چې ښخې وتوانېږي په راتلونکې کې له رواني ستونزو او همدارنګه د هغو کسان چې د کورنۍ نارینه غړي یې له لاسه ورکړي، د رواني او روغتیايي څارنې ته له لاس رسي سره مقابله وکړي.
ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې، چې کابو ۱۱ زره او ۶۰۰ امیدواره مېرمنې د زلزلې تر اغېز لاندې دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) تر ملاتړ لاندې د رواني او ټولنیزو مشورو سلاکاره موسکا، چې زلزله ځپلو سیمو ته لېږل شوې هم دغه بنسټ ته ویلي، له زلزلې ژوندي پاتې شویو قربانیانو سخت رواني زیانونه لیدلي دي.
هغې ویلي، د رواني سلا ورکولو ټیمونو هڅه کوي، د خواخوږۍ ملاتړ، درملو، روغتیايي بستو او نورو ټولنیزو اړینو اړتیاو په وړاندې کولو سره د هغوی غم راکم کړي:« په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان له سختې وېرې سره مخ دي، په دې حساس وخت کې زیانمن شوي کسان زموږ مرستې ته اړتیا لري.»
له ځمکلړزې څخه د لسو ورځو په تېرېدو لا هم د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د دغې طبیعي پېښې د مرګ ژوبلې او مالی زیانونو په اړه کره جزیات نشته. طالبان او کورني او بهرني مرستندویه بنسټونو د ژغونې او د کنډوالو لاندې کسانو د جسدونو را ایستلو عملیات ته دوام ورکړی دي.







