د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 ګوترش: د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی

9 سپتمبر 2025
 ګوترش: د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، نړۍ کې د وسله والو نښتو په پایله کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

رخشانه: ښاغلي ګوترش نن (سه شنبې د وږي ۱۸ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالي له زیاتوالي سره یو ځل بیا زده کړې تر برید لاندې راغلې دي.

ګوترش په دوام وايي، هېڅ ماشومان باید د زده کړو لپاره ځان له ګواښ سره مخ نه کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګا کړي، چې د زده کړو لپاره د هر ماشوم اساسي حق باید په امنیت او سوله کې خوندي وساتل شي.

ملګروملتونو د روان کال په پسرلي کې په یوه راپور کې لیکلي، په جګړه کې ښکېل هېوادونو کې ماشومان«له هوساینې، لوبو او خوندي زده کړو برخمن نه دي.»

ملګرو ملتونو ټينګار کړی وو، چې د افغانستان، کانګو، سومالیا او نایجریا په څېر هېوادونو کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د شمېرو له مخې یوازې په ۲۰۲۳ میلادي کال په نړۍ کې ۱۱۶۴۹ ماشومان د وسله والو جګړو له امله وژل شوي یا معلول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، طالبانو سره له دې چې د جګړې لپاره د ماشومانو جذب او ګمارنه ممنوع ده، سلګونه ماشوم سرتېري لري.

ملګرو ملتونو په کال ۲۰۲۳ میلادي کې د طالبانو له لوري د جګړې او ملاتړو رولونو لپاره د ۳۴۲ ماشومانو ګمارنه مستنده کړې ده. له دې ماشومانو ۱۵۰ تنه یې په جګړو او ۱۹۲ تنه نور یې په «ملاتړو رولونو» کې کارول شوي دي.

د دې راپور پر اساس، طالبانو بدخشان کې کابو ۳۰ ماشومان چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۸ کلونو دي ګمارلي او په یوه ځانګړي نظامي مرکز کې یې هغوی ته پوځي زده کړې ورکړې دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه