د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 یونیسف: د کونړ په زلزله کې ۷۳۱ ماشومانو ژوند بایللی دی

9 سپتمبر 2025
 یونیسف: د کونړ په زلزله کې ۷۳۱ ماشومانو ژوند بایللی دی

عکس: Mohammad Balabuluki

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې کونړ کې د مرګونې زلزلې له امله ۷۳۱ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رخشانه: یونیسف تېره ورځ(دوشنبې د وږي ۱۷ مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې له دې ډلې ۳۹۳ تنه یې نجونې او ۳۳۸ نور هلکان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، کونړ کې دغه زلزلې او د هغو وروستیو ټکانونو ۱۹ زره او ۷۸۱ ماشومانو ته زیان رسولی دی.

دغه بنسټ وايي، د ۱۹ زره څخه زیاتو ماشومانو منځ کې ۱۰ زره او ۲۹۹ نجونې او ۹ زره او ۴۸۲ تنه نور هلکان دي.

یونیسف زیاته کړې، دغه شمېر ماشومان کونړ کې د لوی ۶ او ۶.۲ درجې زلزلې او د هغې وروستیو ټکانونو او له ۵ درجې پورته زلزلې قرباني شوي دي.

د دې بنسټ په وینا، د دغې طبیعي پېښې په پایله کې، له دوه زره او ۲۰۵ زیات کسان مړه شوي او درې زره او ۶۴۰ نور ټپيان شوي دي.

یونیسف ټينګار کړي، چې د زلزلې ډېری زیانمن ماشومان دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دغه بنسټ وايي، د روغتیا، تغذیې، پاکو اوبو، رواني – ټولنیز ملاتړ او نغدي مرستو برخو کې د بېړنیو خدماتو په وړاندې کولو سره له زیانمن ماشومانو ملاتړ کوي.

یونیسف زیاته کړې، له شپږ زره او ۷۰۰ زیات کورونه په زلزله او د هغې وروستیو ټکانو کې په بشپړه یا هم جزيي توګه ویجاړ شوي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه