د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 د بلخ ملي تلوېزیون خپرونې بندې شوې

10 سپتمبر 2025
 د بلخ ملي تلوېزیون خپرونې بندې شوې

پر رسنیو د طالبانو د محدویتونو په لړ کې بلخ کې باوري سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون خپرونې بندې شوې.

رخشانه: د دغه انځوریزې رسنۍ خپرونې د پرون ماښام(سه شنبې د وږي ۱۸ مه) درول شوې دي.

د سرچینې په وینا، د بلخ ملي تلوېزیون نشرات، د طالبانو د امربالمعروف ادارې او دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي محمد یوسف وفا په امر بند شوي دي.

د رخشانې رسنۍ سرچینې زیاته کړې، د دغه تلوېزیون د خپرونو په بندېدو سره له ۱۰ زیاتو خبریالانو او رسنیزه کارکونکي بې دندې او پر کور کېناستل.

تر اوسه پورې په ۲۰ ولایتونو کې پر تلوېزیونو د ساه کښو د انځورونو خپرول د طالبانو له لوري بند کړای شوي دي.

د بلخ ملي تلوېزیون د خپرونو بندېدل په دغه ولایت کې د یو شمېر خبریالانو د اندېښنې سبب شوی دی.

بلخ کې خبریالان د طالبانو دغه اقدام، په دې ولایت کې د ساه کښو انخورونو د بشپړ نه خپراوي او ممنوعیت پیلامه بولي.

تر اوسه د افغانستان د خبریالانو مرکز او نورو رسنیزو بنسټونو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

په تېرو څلورو کلونو کې پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو د طالبانو سخته محدویتونه د دې لامل شوي، چې لسګونه غږیزې، تصوري او چاپي رسنۍ بندې شي.

یادې ډلې په دغه موده کې لسګونه خبریالان، د رسنیو کارکوونکي او فعالان نیولي او بندیان کړي دي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه