د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

زلزله ځپلو سیمو کې تر پنځه کلنۍ لاندې کابو ۳۷ زره ماشومان او ۱۰ زره امیدواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

10 سپتمبر 2025
زلزله ځپلو سیمو کې تر پنځه کلنۍ لاندې کابو ۳۷ زره ماشومان او ۱۰ زره امیدواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

Save the Children

د ماشومانو د ساتنې سازمان (save the children) د هېواد په ختیځ کې د مرګونې زلزلې وروسته اعلان کړی، چې په زلزله ځپلو سیمو کې تر پنځه کلنۍ ټیټ، کابو ۳۷ زره ماشومان او ۱۰ زره امیدواره او شېدې ورکوونکې مېرمنې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

رخشانه: دغه بنسټ تېره ورځ ناوخته«سه شنبې د وږي ۱۸ مه) په یوه راپور کې لیکلي، د افغانستان ختیځ زلزله ځپلو سیمو کې له ۹۱ زره زیات کسان د تغذیې ملاتړ ته اړتیا لري.

په دې راپور کې راغلي، د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله، لږ تر لږه ۱۶ زره روغتیايي مرکزونو زیان لیدلی او یو له دغه مرکزونو په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

راپور کې راوړل شوي، په روان میلادي کال کې شاوخوا ۸۰ کلېنیکونه یا ګرځنده روغتیايي مرکزونه چې د هېواد ختیځ کې د ټولو روغتیايي مرکزونو ۹ سلنه جوړوي، د مرستو د کمېدو له امله تړل شوي، چې له امله یې کابو ۵۶۴ زره کسان اغېزمن شوي دي.

د ماشومانو د ساتنې بنسټ بنسټ ټينګار کړی، چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له امله ځنډول شوي او دې مسلې ژغورونو روغتیايي خدماتو ته د درې میلیونه کسانو لاسرسی راکم کړی دی.

دغه بنسټ د هېواد په ختیځ کې زلزلې او د هغې وروستیو ټکانونو ته په اشارې ویلي، دغه طبیعي پښه د ۷۵۰ ماشومانو په ګډون د شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو د مړینې سبب شوې، هغه هم په داسې وخت کې، چې افغانستان د ماشومانو د خوراځواکۍ له ناورین سره مخ دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

راپور کې راغلي:«نېږدې پنځه میلیونه ماشومان، چې کابو ۲۰ سلنه یې د «ناورین» یا «بېړنۍ» کچې د خوړو کمښت سره مخ دي او داسې اټکل کېږي، چې سږ کال به له دغه ماشومانو ۳.۵ میلیونه په خوارځواکۍ اخته شي.

د ماشومانو د ساتنې بنسټ د ماشومانو لپاره راوني ټولنیز ملاتړ، د اوبو او روغتیايي ساتنې خدماتو، د کورنیو او حفظ الصحې کېټونو او د څو موخو لپاره د نغدو پیسو مرستو په چمتو کولو سره د زیانمنو خلکو ملاتړ کړی دی.

دغه بنسټ ویلي د سپټمبر په لومړۍ نېټه له زلزلې وروسته، تر اوسه پورې له ۱۲ زره زیاتو کسانو چې ۷ زره یې ماشومان دي د خدماتو په وړاندې کولو ملاتړ شوی دی.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې بنسټ د پروګرامونو او ملاتړ برخې مشرې سیمرا سید رحمان ویلي، د ماشومانو خوارځواکي یو بېړنی ملي وضعیت دی، ویجاړونکې زلزلې دغه کړکېچ لا ژور کړی دی.

هغې زیاته کړې:«هغه ماشومان چې له خوارځواکۍ کړېږي، د نورو ماشومانو په پرتله یې د ماشومتوب په دوره کې د عامو ناروغیو له امله مړینه ۱۱ ځله ډېره ده، کله چې زلزلې راشي، دا ګواښوونه څو برابره زیاتېږي.»

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه