د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: طالبان دې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو بندیز لرې کړي

13 سپتمبر 2025
بنټ: طالبان دې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو بندیز لرې کړي

FAO Afghanistan

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ وايي، طالبان دې د ملګرو ملتونو سازمان پر ښځینه کارکوونکو بندیر لغوه کړي.

رخشانه: بنټ پرون (جمعه د وږي ۲۱ مه) ناوخت پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره په «ملي کچه» د ملګرو ملتونو له ښځينه کارکونکو د محدویتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

هغه لیکلي:«کارځای ته د ښځو د لاس رسي یا له اړمونو ټولنو د ملاتړ مخینوی د دې یو بل ثبوت دی، چې طالبان تر هغه وخته پورې عالي حالت ته رانه شي، تر څو دوی خپله لار بدله کړې نه وي.»

افغانستان کې ملګرو ملتونو هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو له لوري پر ښځینه کارکوونکو د محدویتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو لیکلي، د روان میلادی کال د سپټمر په ۷ مه طالب ځواکونو کابل کې د ملګروملتونو دفترونو ته، د دغه بنسټ د ښځينه کارکوونکو د ننووتو مخنیوی وکړ.

د دې بنسټ په وینا، د طالبانو له لوري دغه محدویتونه وروسته د لیکل شویو اعلامیو یا شفاهي ډول په ټولو هېواد کې د ملګرو ملتونو نورو سیمه ییزه دفترو ته هم غځېدلي دي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي، طالب ځواکونه په کابل، هرات او مزار شریف ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د دفترونو مخې ته ولاړ دي تر څو د دغه بنسټ دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ننوتو مخنیوی وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي:«دغه موضوع په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دوامداره محدویتونه د اندېښمنوونکي دي.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

یاد بنسټ دغه راز راوړي، طالبانو کاري ساحو په ځانګړې توګه د هېواد په ختیځ کې زلزله ځپلو ښخو او نجونو ته د مرستو رسولو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو عملیاتي سایټونو ته د ښځینه کارکوونکو د ورتګ مخنیوی کړی دی.

افغانستان کې ملګرو ملتونو ویلي، دغه محدویتونه د ملګرو ملتونو سازمان د کارکوونکو د امتیازاتو او خوندیتوب اړوند نړیوالو قوانینو سرغړاوی دی او دوی هڅه کوي، چې دغه محدویتونو ژر تر ژره لرې کړي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه