د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 معترضې مېرمنې: له زده کړو د نجونو محرومیت هېڅ دیني او کلتوري توجیه نه لري

13 سپتمبر 2025
 معترضې مېرمنې: له زده کړو د نجونو محرومیت هېڅ دیني او کلتوري توجیه نه لري

عکس: آرشیف

د افغان مېرمنو د سیاسي ګډون شبکې، د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز په تړاو وايي، له زده کړو د نجونو محرومیت هېڅ دیني او کلتوري توجیه نه لري.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو تېره ورځ (جمعه د وږي ۲۱ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې بندول یو ښکاره ظلم دی.

هغوی د ښځو د زده کړو پر وړاندې د طالبانو محدویتونو ته په اشارې وايي، دغه محدویتونه د «بشري حقونو جدي سرغړاوی او د راتلونکي نسل پر وړاندې جنایت دی.»

د معترضو مېرمنو په بیانیه کې راغلي:«هېڅ دیني، کلتوري او سیاسي توجیه نه شي کولی له زده کړو د نجونو محرومیت ته مشروعیت ورکړي.»

د ښځو د سیاسي کډون شبکې د اعتراضي غورځنګ غړو د نجونو پر زده کړو ټينګار کړی او ژر تر ژره یې پرته له قید و شرط څخه د ټولو ښځنیه ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې ده.

هغوی له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له ټولو مدافع بنسټونو غوښتي، چې پر طالبانو باید جدي او عملي فشارونه راوړي، تر څو دغه ډله د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

له ۱۴۵۰ زیاتې ورځې کېږي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.

سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو، ملګرو ملتونو او معترضو مېرمنو په وار وار د نجونو د زده کړو پر وړاندې د طالبانو د محدویتونو د لرې کولو غوښتنه کړې، خو دغې ډلې تر اوسه دغه محدویتونه نه دي لرې کړي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه