آزاده تران
«زما انځور زما هویت دی» د شعار کمپاین د طالبانو دې وروستۍ پرېکړې ته ځواب دی، چې اعلان یې کړی، په پېژندپاڼو کې د ښځو انځور«اخیتاري دی او ښځې د لېوالتیا په صورت کې کولی شي خپل انځور په پېژندپاڼه کې درج کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې ویاند رخشانې رسنۍ ته ومنله، چې په پېژندپاڼه کې د ښځو انځور اختیاري شوی دی.
هغه و ویل« د یادې شوې موضوع، په ځانګړې توګه پېژندپاڼه کې د ښځو د انځور د درج په اړه د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې د امیرالمومنین له محترم مقام څخه د لارښوونې غوښتنه وکړه. امیرالمومنین دا مساله د وروستۍ پرېکړې لپاره د افغانستان مرکزي دارالافتا ته راجع کړه، او د دارالافتا د یو زر او ۷۵ نمر پرېکړې پر بنسټ، د اړتیا په صورت کې په پېژندپاڼه کې د ښځو د انځور درج کول یوه مذهبي او اختیاري ګام وبلل شو.»
ښاغلي رفیع د دې پرېکړې د دلیل په اړه روښانه ځواب ورنه کړ خو ویې ویل:«له انځور پرته د هېڅ ډول پېژندپاڼې چاپول نه غواړو.»
د طالبانو دې اقدام د ښخو او بشري حقونو د فعالانو او ټولنیزو رسنیو د فعالانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
ډېری کسانو پر خواله رسنیو په دې شعارونو سره چې د «افغان مېرمنو هینداره» «زما انځور زما هویت دی» «ښځې نه لېدونکې نه دي» «ښځې ځپوونکي طالبان» «د ښځو له منځه وړلو ته نه وایۍ» «افغانستان له ښځو پرته له منځه ځي» د طالبانو د دې پرېکړې پر وړاندې کمپیان اعلان کړی دی.
د طالبانو د دې پرېکړې مانا څه ده، د ښځو لپاره څه پایلې لري او اندېښنې څه دي؟
په دې راپور کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو ځواب ویلی. هغوی دا کار د ښځو د محدویتونو په لار یو بل اقدام بولي.
له وجوده انکار
د ښځو د حقونو فعالې زهرا موسوي له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل، د طالبانو له لوري له برېښنايي پېژندپاڼو د ښځو د انځورونو لرې کول، په افغانستان کې د جنستي توپیر او د ښځو د هویت د سلب کولو یو له تازه او څرګندو بېلګو څخه ده.
هغه د طالبانو دا کار له تابعیت څخه د ښخو محرومول او د هغوی له وجود څخه انکار بولي:«کله چې طالبان له ښځو دا حق اخلي، په حقیقت کې غواړي ښځې له ټولنیز ګډون، خدماتو ته له لاسرسي او ان د مالکیت او سفر له حق څخه محرومې کړي. زما په اند دغه کړنلارې په قصدي ډول د ښځو د لا محدود کولو او له عامه ځایونو د ښخو له منځه وړلو لپاره ډیزاین شوي دي.»
اغلې موسوي پر دوام وايي، افغان مېرمنو کلونو د خپل هویت د رسميت پېژندنې او خپل شتون لپاره مبارزه کړې ده. له رسمي اسنادو د ښځو د هویت لرې کول، دغه مبارزو ته سپکاوی او د افغان ښخو او نجونو د راتلونکي نسل لپاره جدي ګواښ دی.
هغه وايي، د بشري حقونو بنسټونه باید د طالبانو دغه ډول سیاستونه جدي ونیسي او د ښځو د حقونو د بېرته تر لاسه کولو لپاره باید پر دغې ډلې فشار راوړي.
که څه هم د طالبانو له لوري د ښځو د محدویتونو او لرې کولو کړنلارو شمېر لسګونو ته رسيږي، خو کومه ستانیه چې د بشري حقونو بنسټونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د ژوند له وضعیت څخه لري دا «جنستي توپیر» دی.
د بېلګې په توګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی استازی ریچارد بنټ په دې باور دی، چې افغان مېرمنې پر «جنسیتي توپير» ولاړ یوه نظام د زغملو په حال کې دي.
د «جنسیتي توپیر» د معما یوه برخه
خبریاله او د بشري حقونو فعاله حامیه نادري وايي، له پېژندپاڼو د ښځې د انځور لرې کول د هغوی د خپلواک هویت د پاکولو په مانا دی او دا د جنستي توپیر د معما برخه بشپړوي.
هغې رخشانې رسنۍ ته ویلي، د ښځې د هویت په لرې کول، ښځه د فرد په توګه نه، بلکې د کورنۍ په نارینه پورې تړلې تعریفېږي:«دغه موضوع ښځې ډېری اساسي خدماتو له لاسرسي لکه د پاسپورټ اخیستو، سفر، بانکي حساب پرانستو، په ښوونیزو او روغتیايي بنسټونو کې له نوم لیکنې محروموي، دغه سیاست د ټولنې په کچه د ښځو ځای ځایګی له عمومي صحنې حذفوي او هغوی عملآ په دویمه درجه وګړو باندې بدلوي.»
هغه ان په دې باور ده، چې له پېژندپاڼو د ښخو د انځور لرې کول د ښځو له هویت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، د هویت جعلي کولو، انساني قاچاق او ان په زور ودونو زمینه لا ساده او برابروي:«له برېښنايي پېژندپاڼو د ښځو د انځور لرې کول د طالبانو له لوري د جنسیتي توپیر یو له ښکاره ډولونو څخه دی. دغه کار ښځې په سیستماتیک ډول له خپلواکتوب څخه محروموي او هغوی پر بې څېرې او نه لیدونکو موجوداتو اړوي.»
مېرمن نادري و ویل:«د يوې ښځې په توګه زما لپاره دا پرېکړه نه یوازې له تبعیض نه ډکه ده، بلکې خورا سپکوونکې او دردونکې ده، طالبان غواړي پر موږ ومني، چې موږ هویت نه لرو، شتون نه لرو، راتلونکې نه لرو، خو واقعیت دا دی، چې افغان مېرمنې له دومره فشارونو سره سره لا هم مقاومت کوي، زموږ غږ زموږ هویت دی، ان که طالبان له پېژندپاڼو زموږ انځور لرې هم کړي، خو نه نشي کولی زموږ شتون له تاریخ څخه پاک کړي.»
طالبانو ویلي، د لېوالتیا په صورت کې ښځې کولی شي خپل انخور په پېژندپاڼه کې درج کړي، خو د ښخو د حقونو د فعالانو اندېښنه دا ده، چې د هغې د منلو لپاره هېڅ تضمین شتون نه لري او هېڅ دلیل یې نه درلود، چې طالبان دغه موضوع رامنځ ته کړي.
د طالبانو ویاند دغه اندېښنې ته په ځواب کې، چې ښايي ښځه د کورنۍ د نارینه له خوا اړویستل شي، چې خپل انځور په پېژندپاڼه کې درج نه کړي، رخشانې رسنۍ ته و ویل:«بیا په موږ پورې اړه نه لري… له همدې امله اختیاري شوی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ویاند ټینګار کوي، هېڅ نارینه نه شي کولی له انځور پرته پېژندپاڼه واخلي، خو دا یې نه ده روښانه کړې، چې په دې ځای کې د ښځې او نارینه تر منځ توپیر په څه کې دی، او ښاغلي رفیع دا کار تبعیض ونه باله.
د حامیې په وینا، د طالبانو دا اقدام ان دولتي ماشینونه او ټولنیز خدمات ګدوډوي، ځکه له انځور پرته د هویت معلومول نیمګړی او د باور وړ نه وي.
د ټولو اسلامي او نړیوالو قوانینو پر عکس کار
حقوق پوه او تولنپوه حسن پیام رخشانې رسنۍ ته وايي، له برېښنايي پېژندپاڼو په لرې کولو سره طالبانو په حقیقت کې د ښځو له شتون څخه انکار کړی دی او دا څرګندوي، چې د طالبانو د واکمنۍ لپاره ښخې ارزښت نه لري.
ښاغلی پیام باوري دی چې:«طالبانو له برېښنايي پېژندپاڼو د ښځو د انځور په لرې کولو سره جنستي درځ چې همغه جنسیتي توپیر دی په ټولنه کې رامنخ ته کوي، مثلآ د ژوند عمومي واک یې ټول د نارینه وو په لاس ورکړی او ښځې یې څنډې ته کړې دي.»
هغه ویلي، طالبانو پر خپلو بې پولې قوانینو وښوده، چې د «عقل او منطق» په نه شتون کې ژوند کوي او د ښځو پر وړاندې له هر ډول انسان ضد قوانینو څخه ګټه اخلي:«له برېښنايي پېژندپانو د ښځو د انځور لرې کول له سختو منفي پایلو سره مخ دي. یو له دغه پایلو ښخو ته د روحي او رواني زیان اړول دي، چې له پېژندپانې یې د انځور په لرې کولو سره هغوی د هویت له حذف کېدو سره مخ کېږي، د هویت لرې کول په ټولنه کې د ښخو له فزیکي شتون څخه د انکار کولو په مانا ده، دغه راز د انځور لرې کول پر ځان د باور کولو د کمښت، کورني تاوتریخوالي د زیاتېدو او په ټولنه کې د ښځو د انزوا ته کېدو لامل کېږي، چې په پایله کې یې د ښځو د ځان وژنې کچه لوړېږي.»
د حسن پیام په وینا، له برېښنايي پېژندپاڼو د انځور لرې کولو سره د دودیز کلتور پیاوړتیا په چټکۍ سره تر سره کېږي او دا په اوږد مهال کې د ښخو لپاره خورا ګواښوونکې پایلی لرلی شي. د هغه په قول ښايي په راتلونکې کې ښخې او نجونې د خپلو کورنیو د غړو له خوا د انځور اخیستو څخه منع کړای شي او ونه شي کولی په ټولنزو فعالیتونو کې برخه واخلي.
ټولنپوه حکمت فیاض هم وايي، د طالبانو له لوري له باوري هویتي اسنادو د ښخو د انځور لرې کول په لومړي قدم کې د ټولو اسلامي او نړیوالو قوانینو پر عکس دی.
هغه د دې په پخلي سره چې په پېژندپاڼه کې د ښځو د انځور نه شتون هغوی له ټولو ټولنیزو حقونو محروموي وايي، دغه کار هغوی په دویمه درجه وګړو باندې تبدیلوي.
ښاغلي فیاض په پېژندپاڼه کې د انځور نشتون امنیتي پایلو ته په اشارې داسې و ویل:«په پېژندپاڼو کې د ښځو د انځور نه درج کول، د ښځو له نامه څخه د جعل او ناوړه ګټې اخیستنې زمینه برابروي چې کېدای شي افغان مېرمنې په بېلا بېلو جرمونو د اوږدې مودې لپاره شکنجه یا هم زنداني شي.
د طالبانو د مشر «هبت الله اخوندزاده» له لوري په برېښنايي پېژندپاڼو کې د ښخو د انځور اختیاري کول د خواله رسنیو د کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.
رخشانې رسمتي پر خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د طالبانو له لوري د برېښنايي پېژندپاڼو څخه د ښځو د انخور لرې کول یو ساده بدلون نه دی، بلکې دا د ښځو د هویت او حضور پاکول دي.
نوموړې په پر پېژندپاڼه د ښځو د انځور درج کول د رسمیت پېژندلو او لیدلو نښه بولي:«پر پېژندپاڼو انځور زموږ د لیدلو او په رسمیت پېژندل دي، د هغو لرې کول یعنې د جنسیتي توپیر دوام او د ښځو د اساسي حقونو محدودول دي.»
هغې په شعارونو سره د طالبانو دې کار ته ځواب ویلی دی:«موږ نه غلې کېږو، زما انځور زما هویت دی.»
بل پلور د رعنا شجاعي په نوم یو بل کاروونکي د طالبانو له دې کاره نیوکه کړې لیکلي یې دي:«دا ځل له کوڅې او واټونو نه، بلکې له خپلو پېژندپاڼو هم محرومېږو.»
هغه پر طالبانو د نیوکې پر دوام ویلي:«ښځې، چې د خاورې میندې، خویندې، لوڼې او مېرمنې دي، اوس د طالبانو د دولت لپاره د یوه انځور په اندازه هم ارزښت نه لري او مهمې نه دي. دا یوازې د یوه انځور لرې کول نه دي. دا کار له عمومي ځایونو د ښځو د سیستماتیک لرې کولو، زموږ د لومړنیو بشپړو هویتي او حقوقي اړتیاو له پامه غورځولو، په دویمه درجه وګړو د ښخو د اړولو، له هېڅ پېژندپاڼې پرته، پر لور یو بل ګام دی. د دې پرېکړې پر وړاندې چوپتیا، د هېواد د نیمايي وګړو د هویت او شتون د حق له پامه غروځولو سره برابره ده.
په یوه ډېر جلا غبرګون کې د امریکا د استخباراتي سازمان (CIA) پخوانی مامورې سارا آدامز د طالب مشرانو د مېرمنو د انځور په خپرولو لاس پورې کړی دی.
مېرمن آدامز، پر خپله اېکس پاڼه د طالبانو د کورنیو د ځینو ښځینه غړو انځورونه خپاره کړي وو.







