د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 ګوترش: کابل کې لږ تر لږه ۶۰ ښځې او ځوانې نجونې د حجاب نه مراعتولو له امله نیول شوې

17 سپتمبر 2025
 ګوترش: کابل کې لږ تر لږه ۶۰ ښځې او ځوانې نجونې د حجاب نه مراعتولو له امله نیول شوې

AP

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش په خپل تازه راپور کې ویلي، په می میاشت کې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو لږ تر لږه ۶۰ ښځې او ځوانې نجونې، د طالبانو د خوښې وړ حجاب نه مراعتولو له امله، د دغې ډلې له خوا نیول شوې دي.

رخشانه: دغه راپور چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د مۍ له اولې د جولای تر ۳۱ مې مودې پورې چمتو شوی، نن (چهارشنبې د وږي ۲۶ مه) خپور شوی دی.

راپور کې راغلي، طالبانو په دې موده کې ۴۷ نارینه او ۱۶ ښخې په یو شمېر ولایتونو کې د بېلا بېلو تورونو له امله په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمشني په خپل راپور کې لیکلي، طالبانو د ښځو پر وړاندې د نورو محدویتونو سربېره، په هېواد کې د ښځینه سینګارتونونو تړلو ته هم دوام ورکړی دی.

هغه د طالبانو له لوري د ښځینه سینګارتونونو تړل، د دغې ډلې د امربالمعروف د قانون لا سخت ګامونه بللې دي.

د راپور پر بنسټ، طالبانو د ښځو د جامو اړوند د لارښوونو پلي کول هم سخت کړي او په هرات کې یې پر ښخو چادري اغوستل اجباري کړي دي.

دغه راز په راپور کې راغلي، په تېرو دریو میاشتو کې د امنیت او خوندیتوب ۶۸۷ پېښې افغانستان کې ثبت شوې، چې دا شمېر د تېر ۲۰۲۴ کال، د ورته مودې په پرتله ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، په دغه موده کې ۵۷ امنیتي پېښې، چې نېغ په نېغ د ملګرو ملتونو په کارکوونکي اغېز کړی هم ثبت شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هغه ویلي، د روان میلادي کال په می میاشت کې د ملګرو ملتونو اړوند لسګونه کارکوونکي له دغه سازمان سره د کار له امله، د ناپېژانده کسانو له خوا په مرګ ګواښل شوي دي.

دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشي دا هم وايي، چې په دغه موده کې په هېواد کې ۱۰ تنه غیر نظامي وګړي، د ناچاودو توکو په چاودنو کې وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۵۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړې، د روان میلادي کال د مي له اولې تر جولای میاشتې پورې، د مخکني نظام د نظامیانو او کارکوونکو د وژنې پنځه پېښې، د خپل سرو نیونو یوه پېښه او د ربړونې او بد چلند درې پېښې ثبت شوې دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه