د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 اوتانبایوا: له زده کړو د نجونو محرومت د افغانستان لپاره لوړه او درنده بیه لري

17 سپتمبر 2025
 اوتانبایوا: له زده کړو د نجونو محرومت د افغانستان لپاره لوړه او درنده بیه لري

یوناما

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره وايي، له زده کړو د نجونو محرومت د افغانستان لپاره لوړه او درنده بیه لري.

رخشانه: اوتانبایوا د خپل ماموریت په پای او خپل وروستي راپور کې نن (چهارشنبې د وږي ۲۶ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، له شپږم ټولګې د پورته نجونو د ښوونځیو تړلو، یو نسل له جدي ګواښ او له منځه وړلو سره مخ کړی دی.

هغې د طالبانو له لوري د شپږم ټولګي پورته نجونو پر زده کړو محدویت ته په اشارې ویلي، دغه محدویت د افغان ټولنې تر منځ د لویې اندېښنې او ناهیلۍ لامل شوی دی.

اوتانبایوا وايي، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ارزونې له مخې، د افغانستان اکثریت وګړي د نجونو د زده کړو له مخنیوي سره مخالف دي.

هغې زیاته کړې، نړیوال بانک اټکل کړی، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر زده کړو د طالبانو محدویتونه، هر کال د هېواد د اقتصاد لپاره ۱.۴ میلیون ډالره بیه لري.

د اوتانبایوا د خبرو پر بنسټ افغانستان کې پراخې جګړې او تاوتریخوالی د پام وړ کم شوی، خو د فراطي ډلو شتون، بشري او اقتصادي بېوزلي او د بشري حقونو په اړه اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې اعلان کړی، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له لوري عمومي عفوه رغنده وه، خو یوناما د طالبانو له لوري د هغې څخه سرغړاوي مستند کړي دي.

دغه راز اوتانبایوا وايي، د نارینه وو، ښځو، نجونو او لږکیو پر وړاندې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا مخ پر زیاتېدونکي محدویتونه، د خلکو د ناخوښۍ سبب شوي دي.

هغې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ۵۰ سلنه مرستو کمېدا، د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو زېږنده بللې وايي، د دغې ستونزې تر څنګ وچکالي او طبیعي پېښې هم د هېواد لپاره جدي ګواښ دی.

اوتانبایوا له ګاوندیو هېوادونو د کابو دوه میلیونه کډوالو ایستو ته په اشارې وايي، دغې ستنېدا د نړیوالو سرچینو د کمښت تر څنګ، یو اضافي فشار رامنځ ته کړی دی.

د یوناما مشرې په ملګرو ملتونو پورې تړلو بنسټونو کې د ښځو د کار مخنیوي ته په اشارې ویلي چې«دغه جدي محدویت د اړتیا پر مهال له خلکو سره د مرستې په پار د ملګرو ملتونو توان کمزوری کوي.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

هغه وایي، څو ورځې وړاندې یې د هېواد په ختیځ کې له زلزله ځپلو لیدنه وکړه او په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو د کار د مخنیوي امله، د دې طبیعي پېښې زیانمنو ته د خدماتو وړاندې کول ګډوډ کړي دي.

هغې د خپل راپور په پای کې ټینګار کړی، چې اکثریت افغان وګړي له خپل هېواد سره د نړیوالې تولنې د تعامل غوښتونکي دي.

اوتانبایوا هیله څرګنده کړې تر څو«د دې تعامل لپاره یوه لار پیدا شي، تر څو لا زیاتې مثبتې پایلې، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو لپاره رامنځ ته کړي.»

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه