د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو کیسه: خاوند مې د مرګ تر برید و وهلم چې ولې امیدواره شوې یم

17 سپتمبر 2025
د ښځو کیسه: خاوند مې د مرګ تر برید و وهلم چې ولې امیدواره شوې یم

زیبا بلخي

د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي بربنډه څېره هغه مهال لا ښه څرګندېږي، چې د ښځو کیسو ته کېنو، هغه ښځې چې بې دفاع او له هر ډول عدالت پرته تاوتریخوالی زغمي.

د هغه ښځې د تاوتریخوالي ډک ژوند د تریخې کیسې په څېر، چې په دې کیسه کې د خپل ژوند داستان بیانوي، د خوندیتوب په خاطر پر هغې د حلیمې مستعار نوم ږدو.

هغه ښځه چې په سختۍ یې د درملنې لپاره ځان تر ډاکتر رسولی او د وهلو ډبلو تازه تغمې یې پر مخ او شونډو لیدل کېږي. سر او مخ یې د سختو وهلو ډبولو له امله له ټوکلو او سوروالي ډک دی، سترګو یې تورې حلقې وهلې او پوزه یې ماته او پړسېدلې ده. ویل یې ټپونه مې د څلورو ورځو مخکې دي، د هغه وخت چې د خاوند او بنزیو له خوا د بې هوښۍ تر برید پورې وهل شوې ډبول شوې وه.

حلیمې آبي چادري پر سر کړې او دا کیسه یې پر داسې مهال، چې د روغتون د نوبت لپاره په لیکه کې انتظار باسي بیان کړه. حلیمه ۲۵ کلنه او د سرپل ولایت د یوې لرې پرتې سیمې اوسېدونکې ده. له یوه کاله زیات وخت کېږي، د خاوند په کور کې له تاوتریخوالي ډک ژوند تېروي. هغه وايي، نه یوازې د خاوند، بلکې د خپلو بنزیو چې ۲۵ او ۲۷ کلن او په سرپل کې د طالبانو د ځواکونو غړي دي، په وار وار وهل شوې ډبول شوې ده.

حلیمه ۲۴ کلنه وه، چې له ۵۵ کلن سړي سره په زور واده کولو ته اړویستل شوه، هغه کس چې په ژوند یې نه وو لیدلی. د حلیمې کورنۍ د سرپل اوسېدونکې نه ده، حلیمې د درېیمې ښځې په توګه د خپل خاوند په کور پل اېښودی دی.

په داسې حال کې، چې طالبان ادعا کوي، افغانستان کې یې د زرګونو په زور ودونو مخه نیولې، خو رښتیا د هغې پر عکس دي. د بشري حقونو د بنسټونو راپورونه ښيي، چې افغانستان کې په زور ودونو زیاتوالی موندلی دی.

په ورته وخت هره ورځ د په زور ودونو له امله، د نجونو د ځان وژنې راپورونه رسنیز کېږي. یوازې له یوې اوونۍ په کمه موده کې د نجونو د جبري ودونو دوه پېښې خبري شوې دي. د شنبې په ورځ د وږي ۲۲ مه فاریاب ولایت کې یوه ځوانه نجلۍ، له اجباري واده څخه د سرغړونې له امله، د خپل ورور له خوا وژل شوې وه.

یا تر دې هم تازه پېښه چې د شنبې په ورځ د وږي ۲۵ مه سرپل کې سیمه ییزه سرچینو د یوې ویډیو په لېږلو سره ادعا وکړه، چې په دغه ولایت کې د امنیت قوماندان او د امربالمعروف رییس په زور یوه ځوانه نجلۍ، د خپلې ډلې یوه غړي ته په نکاح ورکړې او هغه اوس هلمند ته بیايي.

د سرچینې په وینا، دغه نجلۍ کال وړاندې په زور د طالبانو یوه غړي ته په نکاح کړای شوې ده.

د حلیمې ژوند هم د اجباري واده قرباني شوی دی. هغه وايي:«تره ته مې و ویل، دغه سړي ته ما مه ورکوۍ، یو بل غوښتونکی به حتمن پیدا شي، تره مې راته و ویل، ته په خپله مېړه خوښوې، نجلۍ مور او پلار په مېړه ورکوي، تا هم همدې سړي ته ورکوو، په شپو شپو مې وژړل. په ورځو مې وژړل، هر کار مې وکړ، خو ونه شوه، بیا مې تره همدې زاړه سړي ته ورکړم.»

د حلیمې په قول د هغې واده د یوې معاملې او زور له لارې تر سره شو، هغه سړي، چې ټاکل شوې وه حلیمه ورسره واده وکړي، د دې اړیکې په پار یې د هغې تره ته ژمنه ورکړې وه، چې په سرپل ولایت کې به یو جریب کرنیزه ځمکه ورکړي، د حلیمې تره هم د یوې شېبې ځنډ وروسته له دې اړیکې سره خوښي وښوده.

حلیمه وايي، له هغې ورځې چې د خاوند په کور یې پل کېښود، تر نن پورې هره ورځ یې تاوتریخوالی په نصیب دی:«ټول بدن مې تور او ټوکل شوی، یو ځای مې هم جوړ نه دی، چې څنګه خبره وکړم، وهي مې، که یې زامن دي، که یې مېرمنې دي او که خپله دی.»

حلیمې له واده مخکې د خپل تره سره ژوند کاوه، کورنۍ یې هغه په ماشومتوب کې، کله چې هغه یوازې درې کلنه وه، تره ته په لورتوب ورکړې وه. هغه نجلۍ چې ټاکل شوې وه، په یوه ښه ځای کې به هوسا و اوسي، خو د دې په خپله وینا، وپلورل شوه:«هغوی هېڅکله ما ته د اولاد په سترګه نه دي کتلي.»

هغې ان د تره کره دا جازه تر لاسه نه کړه، چې ښوونځی ولولي. په داسې حال کې، چې نورو ټولو خویندو یې تر دې هوسا ژوند درلود. د پلار او مور په کور را لویې شوې او ښوونځی یې پای ته ورساوه:«پلار او مور مې لیدل چې زه څومره غذاب کاږم، خو پلار مې په دې خاطر چې له ورور سره یې اړیکه ترینګلې نه شي، له ما تېر شو او په کیسه کې مې نه شو. خویندې مې ښوونځي ته ولاړې، د تره زامن مې ښوونځي ته ولاړل، خو زه لاړه نه شوم، دا ارمان به مې تل په زړه وي.»

د حلیمې د ژوند تر ټولو ډاروونکې برخه هغه ګواښونه او تاوتریخوالي دي، چې له واده وروسته یې د خاوند د نورو زامنو له خوا زغمي. هغه وايي، خاوند یې ان له خپلې کورنۍ سره د کتو او خبرو کولو اجازه نه ورکوي، هر کله به یې چې لږ مقاومت هم کاوه، له وهلو ډبولو، سپکاوي او رټلو سره به مخ کېده.

په داسې حال کې، چې ستونی یې له درده ډک و، وايي:«د ده دوه زامن په طالبانو کې کار کوي(د طالبانو غړي دي) …په لږ خبره راسره جګړه کوي، هره شپ یو عالم طالبان مېلمانه راولي، وايي ډوډۍ ورته برابره کړه. څوک راسره مرسته نه کوي، که ډوډۍ لږ په ځنډ چمتو شي، راځي په سوکانو او لغتو مې وهي.»

حلیمه تر ټولو ترخه خاطره یادوي. له هغې ورځې چې امیدواره وه، د خاوند د وهلو ډبولو له امله یې خپل جنین له لاسه ورکړی دی:«له واده څلور میاشتې وروسته امیدواره شوم، کله مې چې خاوند ته و ویل، زه یې دومره و وهلم چې ولې امیدواره شوې یې. زه ماشوم نه غواړم. راته ویې ویل، زه یو عالم اولادونه لرم، ته ولې امیدواره شوې، خلکو ته څنګه وګورم، وايي به زړو سړی بیا یې اولاد کېږي، ما ورته و ویل، دا خو زما په لاس کې نه دي، خو ستا اولاد دی نو، له خپل کوره خو مې نه دی راوړی، نو پورته شو زه یې و وهلم، راته ویل یې زه به اوس ستا ژبورې سره ګورم.»

کله چې د حلیمې چاړه پر هډ ولګېده، له خاونده یې د طلاق غوښتنه وکړه، د دې په خپل قول، همدې ساده غوښتې یې د بنیزو چې دواړه د طالبانو غړي دي، غوسه راوپاروله:«چې خبره وکړم زور راښي، چې موږ طالبان یو، وژنو دې. تل وايي، که دې د طلاق خبره وکړه، موږ خو طالبان یو، پېژندګوی لرو، نه طلاق اخیستی شې او نه څه کار کولی شې، نور کور ته د تګ فکر هم ونه کړې، چې زموږ ننګ او ناموس یې، هم تا وژنو هم د مور او پلار.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

د طالبانو په واکمنۍ سره عدالت ته د ښځو لاسرسی کابو صفر شوی دی، دا ستونزه د افغانستان په لرې پرتو او کلیوالي سیمو کې تر دې هم لویه ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ له افغانستانه په خپل وروستي راپور کې لیکلي:«د طالبانو د اسلامي عدالت اصلي قربانیانې افغان مېرمنې دي.»

هغه لیکلي، طالبانو «شریعت» د واک ټینګولو او وګړو په ځانګړې توګه د ښځو د ځپلو وسیله ګرځولی دی.

په داسې حال کې د حلیمې په څېر مېرمنو غږ هېڅ ځای ته نه رسېږي، هغې په وار وار هڅه کړې، خو یوازې لا زیات تاوتریخوالی یې لیدلی دی:«څو ورځې وړاندې تر پوزې ورسېدم، ورته ومې ویل ما ته طلاق راکړه د پلار او مور کره ځم، نوره بېخي ستړې شوې یم، همدا خبره مې وکړ چې دوه زامنو یې تر سوکانو او لغتو لاندې کړم، ویې ویل، پلاره! دې ښځې ته دې دومره لار ورکړې، چې اوس پر تا هم خبرې کوي، داسې یې و وهلم، چې له ډبولو مې ضعف وکړ او پوه نه شوم، چې څه وشول، په هوښ راغلم، چې ګورم پلار او زامن ناست دي، پورته شوم ورته ومې ویل، زه د مور کره ځم، یو دم یې مشر زوی د ټوپک په «کنداغ» وار وکړ، په پوزه ولګېدم او وینې ترې ولاړې، دومره وینې بهېدلې، چې یو د خدای بنده هم پیدا نه شوو چې یو څه راوړي، په پوزه کې مې یې کېږدي تر څو وینه ودرېږي.»

هغې تر دې کچې تاوتریخوالی لیدلي، چې د دې په وینا ان یوه ورځ یې هم ښه ژوند نه دی کړی، له ځنډ پرته وايي، له ژوند او ښځتوبه ستړې شوې یم:«له درد او کړاوه تر پوزې راغلې یم… په دې ځوانۍ کې یې زه داسې کړې یم، چې له ژوند او ورځې کېدو  ستړې او پښېمانه یم. ما یوه شپه هم له ژړا پرته سر په بالښت نه دی ایښی.»

اړوندې لیکنې

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي
دسته‌بندی نشده

افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي

24 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه
دسته‌بندی نشده

هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

22 جولای 2026
د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي
خبر

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي

21 جولای 2026
طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې

21 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه