د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 معترضې ښځې: طالبانو د انټرنېټ په بندولو هېواد په خاموش زندان بدل کړی

18 سپتمبر 2025
 معترضې ښځې: طالبانو د انټرنېټ په بندولو هېواد په خاموش زندان بدل کړی

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

د افغانستان د ځواکمنو ښځو اعتراضي غورځنګ د طالبانو له لوري د نوري فایبر او وای فای انټرنېټ بندلو په تړاو وايي، دغه ډله هېواد په خاموشه زندان بدلوي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورخنګ غړو نن (پنشنبې د وږي ۲۷ مه) په یوه بیانیه کې ویلي، طالبان د انټرنېت په پرې کولو سره د افغانستان خلک اطلاعاتو، آزاده اړیکو له لاسرسي او نړیوال ډګر کې له شتون څخه بې برخې کړي دي.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو د اعتراضي غورځنګ غړو په بیانیه کې راغلي، د طالبانو له دې محدویتونو تر ټولو زیات زیان ښځې وینې، ځکه له نړۍ سره د هغوی د اړیکو ټینګولو، د زده کړو توکي، پوهې او مدني مقاومت یوازې کړکۍ همدا انټرنېت دی.

هغوی د طالبانو له خوا د انټرنېټ پرې کول د «د طالبانو د یوې پراخې پروژې یوه برخه بللې، چې غواړي افغان ټولنه منزوي کړي، د ښځو غږونه غلي کړي او د دوی د جرمونو د بربنډولو مخه ونیسي.»

معترضو مېرمنو ویلي، د انټرنېټ پرې کول د افغان وکړو د اساسي حقونو څخه ښکاره سرغړاوی دی او طالبان باید د دې غیر قانوني عمل ځواب و وايي.

هغوی له نړیوالې ټولنې، بشري حقونو له بنسټونو او د بیان د آزادۍ له مدافعینو غوښتي، چې د طالبانو د دې اقدام پر وړاندې دریځ ونیسي او انټرنېت ته د خلکو د لاسرسي په موخه په دې ډلې فشار راوړي.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو اعتراضي غورځنګ غړو دغه راز له رسنیو غوښتي تر څو ښخو غږ د دې سیستماتیک سانسور پر وړاندې پورته کړي او اجازه ورنه کړي، چې طالبان هېواد په خاموش زندان بدل کړي.

دوی له ټولو وګړو په ځانګړې توګه له ښځو او ځوانانو غوښتي، چې د طالبانو د دې محدویت پر وړاندې غلي نه شي او د خپل اعتراض او مقاومت غږ ژوندی وساتي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

معترضو مېرمنو له ایلان ماسک غوښتي، چې « فضايي انټرنټ چې د طالبانو له کنټرول او لاسرسي بهر وي د افغانستان د خلکو په واک کې ورکړي، تر څو ښځې او نجونې وکولی شي، د انلاین زده کړو له فرصتونو ګټه واخلي.»

د طالبانو مشر په ټول هېواد کې د نوري فایبر او وای فای انټرنېت د بندېدو امر کړی دي. د دې امر په ترڅ کې تر اوسه په ۱۲ ولایتونو کې انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی پرې شوی دی.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه