د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

لغمان کې یو سړي خپله مېرمن وژلې ده

20 سپتمبر 2025
لغمان کې یو سړي خپله مېرمن وژلې ده

لغمان کې سیمه ییزه سرچینې وايي، دې ولایت په مرکز مهترلام ښار کې، یو سړي خپله مېرمن په ډزو وژلې ده.

رخشانه: مهترلام ښار کې څلورو سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه پېښه تېره شپه (جمعه د وږي ۲۸ مه) د ښار«میدانیو» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې په وینا، دغه سړي لومړی خپله مېرمنه وهلې او وروسته یې د کلاشنیکوف په ډزو وژلې ده.

د رخشانې رسنۍ سرچینې زیاته کړې، د دغې ښځې خاوند په نشه يي توکو روږدی وو او ښځه یې د کورني تاوتریخوالي له امله وژل شوې ده.

د سرچینې د خبرو پر بنسټ، د دې ښځې خاوند د خپلې ښځې تر وژلو وروسته له سیمې تېښته کړې ده.

د دغې ښځې هویت او عمر معلوم نه دی او دا هم جوته نه ده، چې اولاد یې درلود که نه.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

په ورته وخت د لغمان مرکز مهترلام کې د طالبانو له منځه یوې سرچینې ویلي، د دوی امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې په وژنې تورن کس ونیسي.
پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو سره جنايي او د ځان وژنې پېښې، په ځانګړې توګه د ځوانانو تر منځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بې مخینې زیاتې شوې دي.

ډېری دغه ډول پېښې د کورني تاوتریخوالي، بېوزلۍ، بې کارۍ او طالبانو د ټولنیزو محدویتونو له امله رامنځ ته کېږي.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه