د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 د طالبانو د ښوونځي له کتابونو لسګونه درسي عنوانونه لرې کړي دی

20 سپتمبر 2025
 د طالبانو د ښوونځي له کتابونو لسګونه درسي عنوانونه لرې کړي دی

AP

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې یې د ښوونځي له کتابونو ۵۱ درسي عنوانونه لرې کړي دي.

رخشانه: دا پرېکړه تازه د طالبانو د پوهنې وزارت له خوا شوې او دغه عنوانونه له دري، پښتو، ټولنیزو علومو او انګلیسي څخه لرې او لوستل یې په ښوونځیو کې بند شوي دي.

په هغه مکتوب کې، چې رخشانۍ رسنۍ ترلاسه کړی، راغلي، دغه درسونه د «دیني تعلیماتو، اسلامي امارت د پالیسۍ او زده کړو د معیارونو» خلاف وو.

«بیرغ، د ښوونکي ورځ، مور، ټولنه کې د ښځې حقونه، بشري حقونه، بشردوستي، ګل سرخ میله، د بامیانو مجسمې، رسم، ولسي سندرې، د حضرت علي خلافت» او څو نور هغه درسي عنوانونه دي، چې له دري او پښتو مضمونو لرې کړای شوی دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت دغه راز ویلي، د ښونځي ساینسي مضمونونه هم څېړي تر څو که د «دیني تعلیماتو، اسلامي امارت د پالیسۍ او زده کړو د معیارونو» خلاف څه په کې پیدا شي، چې ترې لرې يې کړي.

 د طالبانو د پوهنې وزارت له دې مخکې هم څو ځلې، د ابتدایه ښوونځي په درسي مضمونونو کې د عنوانونو د بدلون، لرې کولو او نورو ځای پر ځای کولو خبر ورکړی وو.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دغه راز یادې ډلې ګڼ شمېر سیاسي، مذهبي او تاریخي کتابونه له کتاب پلورنځیو او کتابتونونو راټول او ضبط کړي او د هغو پېر او پلور یې منع کړی دی.

د زده کړو فعالان باوري دي، چې طالبان د ښوونځیو له کتابونو د عنوانونو په لرې کولو او نصاب په بدلون سره هڅه کوي، خپله ایډیولوژي پر زده کونکو پلې کړي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه