د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې د وتلو قاضیان وروستۍ نوملړ اعلان شو

23 سپتمبر 2025
د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې د وتلو قاضیان وروستۍ نوملړ اعلان شو

د رواداري بشري حقونو بنسټ اعلان وکړ، چې د بشري حقونو له درې نورو بنسټونو سره په همکارۍ یې، د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې د وتلو قاضیانو وروستي نوملړ مشخص کړی دی.

رخشانه: د دغه قاضیانو نوملړ نن (سه شنبه د تلې اوله) مشخص کړای شوی او هغوی به د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې د ناستو، چې د روان میلادي کال د اکتوبر له اتمې تر لسمې پورې د اسپانیا په مادرید ښار کې تر سره کېږي، مسوولیت په غاړه ولري.

دغه ناستې د روادارۍ بشري حقونو بنسټ، د افغانستان د بشري حقونواو دموکراسۍ موسسې، د څېړنو او پراختیا بنسټ او بشري حقونو د مدافع ټولنې په همکارۍ جوړېږي.

د رواداري د بشري حقونو بنسټ ویلي، د افغان ښځو لپاره ولسي محکمه به د «څارنوالانو د بیانونو د ارزونې، د ښځینه قربانیانو د کیسو او متخصیصینو له خوا د چمتو شویو لاسوندونو په کتنې سره د نړیوالو قوانینو د اصولو او معیارانو په چوکاټ کې د طالبانو د جنسیت پر بنسټ د ربړونې سیستم ارزونه وکړي.»

په اعلامیه کې راغلي، دغه بنسټونه به د بشري حقونو د سیستماتیک سرغړاوی د مستندولو او بربنډولو، د قربانیانو د غږ پیاوړي کولو او عدالت او حساب ورکولو په پار د نړیوال پیوستون د رامنځ ته کولو لپاره یو حیاتي بستر رامنځ ته کړي.

د بشري حقونو بنسټونو ویلي، چې د دې محکمې قاضیان به د نړۍ له ګوټ ګوټه د وتلو حقوق پوهانو، پوهنتونیانو او بشري حقونو د مدافعانو څخه وي.

د دې قضايي پلاوي په جوړښت کې به چې نوملړ یې خپور شوی، له افغانستان، اسپانیا، مصر، امریکا، ایټالیا، جنوبي افریقا او هندوستان هېوادونو څخه کسان شتون ولري.

رواداري بنسټ ویلي، د دې قاضیانو سربېره به د افغان څارنوالانو یوه ډله، د نړیوال حقونو په چوکاټ کې، د جنسیت پر بنسټ د ربړونې حقوقي شننه وړاندې کړي.

د بشري حقونو دې بنسټ ټینګار کړیو چې «د افغان ښځو څرګندونې نباید د تړلو دروازو تر شاه پاتې شي، بلکې باید نړیوالې عمومي عرصې ته لار ومومي، د هېرېدو پر وړاندې مقاومت وشي، عدالت غوښتنه وشي او یووالی رامنځ ته شي.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د رواداري د بشري حقونو بنسټ د روان لمریز کال د زمري میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ، چې د بشري حقونو د درې نورو بنسټونو سره په همکارۍ یې، د افغان ښځو لپاره لومړنۍ ولسي محکمه، د خلکو د دایمي محکمې پر وړاندې پیل کړې ده.

11:07 AM

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه