د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات کې د طالبانو په استیناف محکمه کې یوه ښخه و وژل شوه

27 سپتمبر 2025
هرات کې د طالبانو په استیناف محکمه کې یوه ښخه و وژل شوه

هرات ښار کې سرچینو رخشانې رسنۍ ته تایید کړه، چې «د طالبانو استېناف محکمې په یوه علني جلسه کې» یوه ښځه په ډزو وژل شوې ده.

رخشانه: هرات ښار کې دریو سرچینو رخشانې رسنۍ ته تایید کړه، چې دغه ښځه نن «شنبې د تلې ۵ مه» غرمه مهال ۱۰:۳۰ وژل شوې ده.

سرچینې د دې ښخې د شخصي معلوماتو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه وايي، دا د هرات د ولایتي شورا د پخواني غړي عبدالرحمان مرادي علي زايي مېرمن وه، چې ټاکل شوې وه، د مېړه د وژنې په تور نن محکمه شي.

یوې سرچینې د هویت خوندي ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه ښځه له زندان څخه د محکمې علني ته د لېږدولو پر مهال د خاوند له ورور سره له لفظي شخړې وروسته په ډوزو وژل شوې ده.

یوې بلې سرچینې هم دغه پېښه تایید کړې، وايي، د عبدالرحمان مرادي علي زايي پلار هم د محکمې د جلسې پر مهال ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه پورې د هغه د روغتیايي حالت په اړه معلومات په لاس کې نشته.

په ورته وخت یو عیني شاهد هم رخشانې رسنۍ ته ویلي، د طالبانو د استېناف محکمې د ننه د شورماشو له پورته کېدو وروسته، د دغې ډلې غړو یو سړی «ولچک کړی» وو او له محکمې یې راوایستل.

د سرچینې په وینا، د دې سړي تر نیولو وروسته، یو کس چې جامې یې پر وینو وې هم د استېناف محکمې له دننه بېرون را وایستل شو.

هغه د طالب ځواکونو له قوله وايي، نیول شوی کس د دعوې یو اړخ وو او د محکمې د جلسې پر مهال یې په وژنې تورن کس باندې ډزې وکړې.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

سرچینې د ټپي او نیول شوي کسانو د هویت په اړه بې خبري وښوده.

د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی عبدالرجمان مرادي علي زايي د تېر کال د مرغومي په ۲۱ مه په هرات ښار په خپل کور کې وژل شوی وو.

تر اوسه هرات کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه