د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پر واټونو د نارینه وو ځورول او د طالب محتسبینو ګواښ، د هرات پر واټونو د ښځینه موټر چلوونکو بې پای سرخوږی

۶ تله ۱۴۰۴
پر واټونو د نارینه وو ځورول او د طالب محتسبینو ګواښ، د هرات پر واټونو د ښځینه موټر چلوونکو بې پای سرخوږی

مریم فرید( مستعار نوم)/ عکس: رسانه‌ی رخشانه

مژده محمدي

«دا به دې وروستی ځل وي، که مو بیا د ښار منځ کې ولیدې، موټر د نیول کېږي، تر قانوني پلټنې لاندې به شې او جریمه هم باید ورکړې.»

پنځلس ورځې وړاندې د هرات ښار مرکز مستوفیت څلورلاري کې، د هرات د امربالمعروف ریاست یوه طالب په (مستعار نوم) د ۲۸ کلنې مریم فرید موټر د دویم ځل لپاره ودراوه. د طالبانو دې غړي د موټر پلېټ له ځانه سره ونیوه، د مریم شخصي معلومات یې ترې واخیستل او هغې ته یې ګواښ وکړ: «د ښځو لپاره موټر چلول منع دي او له دې وروسته د موټروانۍ اجازه نه لري.»

مریم فرید له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، په تېره یوه میاشت کې دوه ځلې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د محتسبینو له خوا، د هرات ښار د واټ پر منځ ودرول شوه او دغو کسانو په هرات ښار کې د هغې د موټر چلولو مخنیوی کړی دی، مریم د طالبانو د امربالمعروف د یوه غړي د هغه ګواښ کیسه کوي، چې په لومړي چلند کې یې ورکړی دی: «په لومړي ځل يې د سړک په منځ کې ودرولم او ویې ویل، چې د ښځو لپاره موټرواني بنده ده.»

خو دوه اوونۍ وروسته همغه کس د مریم موټر ودراوه او خبرداری یې ورکړ، چې موټر یې ترې نیسي: «څو ورځې وړاندې مې دې د موټر چلولو مخنیوی ونه کړ، اوس بیا موټرواني کوې، زه دې موټر په نښه کوم، تر څو ووینم چې څه ډول یې چلوې.»

مریم کابو دوه کاله وړاندې په یو لک دېرش زره افغانیو نوی موټر واخیست او هرات ښار کې یې چلوي. هغه وايي، د طالبانو د یوه غړي له چلند چې ورته ویلي وو، ښځې د موټر چلولو اجازه نه لري، په شاه نه شوه او پر وړاندې یې ټينګه ودرېده: «زه نېغه ودرېدم او هغه ته مې و ویل، که په رښتیا کولی شې زما کارونه مخ ته یوسې، خپله زما لپاره یو تن وټاکه. زه د اړتیا په خاطر له موتر څخه ګټه اخلم او نه شم کولی موټر چلول پرېږدم.»

د مریم د کار یوه بله برخه د خیاطۍ کارخونې مدیریت دی، هغه هره ورځ په خپل شخصي موټر کې خپلې همکارانې کارځای ته لېږدوي. مریم و ویل: «موټر چلولو  ماته کار او کار ځای ته د کارکوونکو د لېږد لپاره آسانتیا رامنځ ته کړې او همکاران مې هم د لارې په اوږدو کې له خنډ او ستونزې سره نه مخ کېږي.»

مریم د یو میلیون افغانیو په لګښت د خیاطۍ یوه کارخانه جوړه کړې او په دې کارخونه کې یې ۱۳ تنو ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده. هغه په دوام وايي، موټر چلولو د هغې له کاري کړنلارې او تګ راتګ د لګښت له کموالي سره مرسته کړې ده: «مخکې مې د ترانسپورټ د لګښت لوړه بیه پرې کوله او زیاتې ستونزې مې درلودې، کار پر وخت نه ترسره کېده، خو اوس په شخصي موټر او د کوم نارینه له اړتیا پرته، کولی شم خپلې سوداګرۍ په ځانګړې توګه پېر او پلور او توکو رسولو ته رسېدنه وکړم او دا ماته یو ښه احساس راکوي.»

د طالب ډلې په واکمنۍ کې هرات یو له هغو کمو ښارونو دی، چې ښځې لا هم په کې پر واټونو د موټر د جلب شا ته ښکاري.

د فرانسې خبري آژانس کابو کال وړاندې واک ته د طالبانو تر بیا رسېدو وروسته، هرات کې د خپلو سرچینو په قول راپور ورکړی وو، چې طالبانو د موټر چلولو لایسنس ته د ښځو لاسرسی محدودوي. همدا پېښه رامنځ ته شوې. طالبانو ښځو ته د لایسنس ورکول بند کړي دي.

له دې سره جوخت په هغه سند کې، چې د سږ کال په غبرګولي میاشت کې افغانستان انټرنېشنل رسنۍ خپور کړی راغلي، هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې د ترافیکو له ریاسته غوښتي، چې هرات ښار کې د ښځو د موټر چلولو مخه ونیسي.

د دې سند په پای کې، چې د هرات ولایت د امربالمعروف د رییس شیخ عزیزالرحمن المهاجر لاسلیک تر سترګو کېږي راغلي: «موټرواني یو مهم او له مسوولیته ډک کار دی، چې په کمې بې پروایۍ د خلکو ژوند پای ته رسوي، دا چې ښځې د موټر چلولو د زده کړې توان نه لري، فکر یې هم سره پاشلی وي.»

هرات ښار کې په (مستعار نوم) ۴۱ کلنه شهناز کریمي یو له هغو محدوده ښځو ده، چې لا هم د طالب ډلې تر سختو محدودیتونو لاندې پر واټونو موټرواني کوي. هغې هم د مریم په څېر تجربې څخه، پر ښځو د طالبانو د پلي کېدونکو محدویتونو او فشارونو څخه ویلي دي.

شهناز هم هره ورځ له کوره تر کارځایه په خپل شخصي موټر کې ځي راځي. هغه وايي، د تېرېدو پر مهال هڅه کوي، ډېره کمه د هرات ښار د اتمې ناحیې د ګازګاه پر سړک تېره شي، ځکه هلته د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه ولاړ وي او د موټر د درېدو ګواښ زیات دی.

شهناز د هغه خبرداري یادونه کوي، چې د ترافیکو یوه کارکوونکي هغې ته ورکړی وو: «د طالبانو – امارات له لوري ما ته د ګازرګاه پر سړک د تېرېدو اجازه را نه کړل شوه او ویې ویل، که دې موټر ودروم مناسب به نه وي، ښه ده، چې له درې لارې لاړه نه شې.»

خو ستونزه یوازې دا نه ده. د شفیقې په وینا، ښځینه موټرچلوونکې د هرات ښار پر واټونو د طالب ځواکونو له خوا درول کېږي او د ححاب په پلمه تر سوال او ځواب لاندې راځي. هغې هم د طالبانو پر چک پانټ له خپلې وروستۍ تجربې و ویل: «څو ورځې وړاندې یې پر چک پانټ ما ته و ویل، ته ماسک نه لرې او هم راوځې او موټر چلوې، ما ورته و ویل، څو ګامه وړاندې ځم او ماسک اخلم.»

په دې اړه نور ولولئ...

«د افغانستان لپاره د زده کړو پُل» د نجونو او د هغوی د خوبونو تر منځ پُل

د «طالبانو د جزايي محکمو د اصول نامې» منځپانګه څه ده؟

په هر صورت، شهناز معمولآ له طالب ځواکونو سره د مخ کېدو او د دې ډلې د کسانو تاوتریخوالي ډک چلند سره له کېوتو ځان ساتي: دغه ښځه بیانوي: «اړ یم په اوسنیو شرایطو کې پر چک پانټونو بحث ونه کړم، او که و وینم چې مقابل لوری له تاوتریخوالي ډک چلند کوي، څه نه وایم، د بېلګې په توګه که و وايي له دې لارې مه ځه، وایم ښه ده، بیا به داسې ونه شي او څه وخت پر هغه لار تګ راتګ نه کوم.»

شهناز  موټرواني له کال ۱۳۸۵ راهیسې پر یوټیوب له خپرېدونکو ویډیوګانو زده کړې ده. هغه وايي په پیل کې یې د کورنۍ خوښه نه وه تر څو هغه د هرات ښار منځ کې موټرواني وکړي.

هغې توضیح ورکړه: «د انټرنېټ له لارې مې موټرواني زده کړه، چې لارښود څراغ څه وخت روښانه کړم، د ښي یا ګیڼ لوري حرکت وکړم، خو د کورني دود دستور له امله د فعالیت اجازه را نه کړل شوه او خپله مې هم پیسې نه درلودې تر څو د ځان لپاره موټر واخلم.»

په مخکني حکومت کې په هرات ښار کې، د ښځینه موټرچلوونکو د زده کړو لږ تر لږه څلور مرکزونه فعال وو او د ترافیکو ادارې هم په ورین تندي ښځو ته د موټر د لایسنس د ورکولو هرکلی کاوه، خو له دې سره هم د شهناز په څېر مېرمنې د کورنۍ د نه ملاتړ له امله موټر نه چلاوه.

 عکس: رسانه‌ی رخشانه

شهناز له دوه کلونو راهیسې د سل زره افغانیو په لګښت، د یوه موټر په اخیستو سره په هرات ښار کې موټر چلوي.

هغه وايي، د مالي خپلواکۍ تر لاسه کولو لپاره یې اوس کورنۍ پر دې فشار نه راوړي: «هغه مهال مې نه پیسې او نه هم دا جرات او ځیرکتیا درلوده، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره مبارزه وکړم، خو اوس مې چې تر یوه بریده مالي خپلواکي تر لاسه کړې، نور له ما سره د کورنۍ زور وهل پای ته رسېدلي دي.»

شفیقه د خیاطۍ د یوې کارخونې چې د پنځه سوه زره افغانیو په لګښت یې په کار اچولې مسووله ده. هغه وايي په دې کارخونه کې یې لسو نجونو او ښځو ته کاري زمینه برابره کړې ده.

په ورته وخت د طالبانو د مخنیوي سره سره، د مېریم او شهناز په څېر ښځې چې د موټر د جلب تر شا کېني، وايي، پر واټونو د طالبانو د محدویتونو تر څنګ د نارینه وو  له خوا ځورونې هم د هغوی لپاره د موټر چلولو فضا تنګه کړې ده.

شهناز وايي، په بشپړ حجاب سره بیا هم اړ ده، چې د موټر چلولو پر مهال موخې ته د رسېدو تر ځایه د موټرو ښيښې پورته کړي، ځکه په هر حالت کې یو شمېر نارینه بې ځایه خبرې ورته کوي یا بې ځایه هارنګونه کوي.

هغې و ویل: «په هره لار چې ځم، یو څه راته ویل کېږي، ما ته وايي، خاله چا درته ویلي، چې موټرواني وکړه؟ ته ولې موټر چلوې؟ او خاله ښه موټرواني کوې، زه هم باید د خپلې مور لپاره موټر واخلم.»

مریم هم په دې باور ده، چې د دې ټولو چلندونو اصلي ریښه، کلتوري بېوزلۍ او ټولنیزې ناپوهۍ کې ده. هغې ویلي، ډېری خپلوانو یې چې مخکې موټرواني کوله، د طالبانو له وېرې، د ټولنیزې ځورونې او ان د کورني مخالفت له امله، له دې کاره لاس په سر شوې دي.

مریم و ویل: «په دې برخه کې د ښځینه پاړکي لپاره باور جوړونه نه تر سره کېږي، کله چې ښځه د موټر د جلب تر شا کېني، له سپکو سپورو سره مخ کېږي.»

خو په دې ټولو ترخو کتو کې خوږې شېبې هم شته، چې هرات ښار کې د شهناز او نورو ښځینه موټر چلوونکو لپاره زړه راښکوونکې دي. نوموړې و ویل:«په ځینو ځاینو کې ښځې زموږ کار تاییدوي او کله چې موږ ښځینه موټر چلوونکې یو بل سره وینو، خپل ګوتې پورته کو او یو بل ته لایکونه لېږو او یو د بل تر څنګ تېرېږو.»

ښځینه موټرچلوونکې ټينګار کوي، چې د موټرچلونې د حق د دفاع په خاطر به، له خپلې دې طبیعي حق څخه په آسانه لاس په سر نه شي: «په ټولیز ډول د ښځو لپاره موټر چلول یوازې یوه تفریح یا ساتېری نه، بلکې د هغو ښځو لپاره چې کار و بار لري یوه جدي اړتیا ده، چې لږ تر لږه ښځې سره یو شي او غږ پورته کړي، چې موټر چلوونه د ښځو لپاره یوه اړتیا ده، خو څوک زموږ همکار نه شول.»

اړوندې لیکنې

ډېره بېوزلي او ګډوالي، د هغه کورنۍ برخلیک، چې بامیانو کې له خپلې مغارې په زړر کډه شوې ده
دسته‌بندی نشده

ډېره بېوزلي او ګډوالي، د هغه کورنۍ برخلیک، چې بامیانو کې له خپلې مغارې په زړر کډه شوې ده

۱ سلواغه ۱۴۰۴
طالبانو هرات کې د ښځو موټر چلوول بند کړل
خبر

طالبانو هرات کې د ښځو موټر چلوول بند کړل

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴
د ملګرو ملتونو کارپوهان: افغانستان کې «جنسیتي توپیر» باید د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د ملګرو ملتونو کارپوهان: افغانستان کې «جنسیتي توپیر» باید د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴
لور ته مې لیک، ته زما الهام بښوونکې یې
دسته‌بندی نشده

لور ته مې لیک، ته زما الهام بښوونکې یې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴
لور ته مې لیک، له پوهنتونه د فارغېدو په مناسبت
دسته‌بندی نشده

لور ته مې لیک، له پوهنتونه د فارغېدو په مناسبت

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو په هرات کې د ښځو په جامو څارنه زیاته کړې ده
دسته‌بندی نشده

طالبانو په هرات کې د ښځو په جامو څارنه زیاته کړې ده

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه