د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو محدودیتونو د رسنیو مسلکي فعالیت سخت او د اطلاع رسولو کیفیت راټیټ کړی دی

28 سپتمبر 2025
د طالبانو محدودیتونو د رسنیو مسلکي فعالیت سخت او د اطلاع رسولو کیفیت راټیټ کړی دی

AFP

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) وايي، د طالبانو محدودیتونو د رسنیو مسکلي فعالیت سخت او په ټولنه کې یې د اطلاع رسولو کیفیت راکم کړی دی.

رخشانه: یاد بنسټ نن (یکشنبې د تلې ۶ مه) اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځ په مناسب یوه اعلامیه کې لیکلي، خبریالان او رسنۍ یوازې هغه اطلاعاتو ته لاسرسی لری، چې د طالبانو په ګټه دي.

د رسنیو د ملاتړ بنسټ ویلي، پر رسنیو او رسینزو فعالایتونو د طالبانو محدودیتونو ښځینه خبریالانې له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړې او ډېری د هغو «له طالبانو سره د نېغې اړیکې نیولو او د خپلې مسلکي دندې لپاره اطلاعاتو تر لاسه کولو محرومیت څخه شکایت لري.»

دغه بنسټ زیاته کړې: «د ښځو له حقونو د سرغړونو سربېره، د جنسیت محدودیتونو د نظرونو ډول او په رسنیو کې د دوی فعال شتون کم کړی دی.»

د رسنیو د ملاتړ سازمان له «سانسور، خپرنیزو محدودیتونو، د ساه کښو پر انځور محدودیت، د سیاسي ژوندیو خپرونو مخنیوی او د خبریالانو ګواښلو» څخه اندېښنه ښودلې وايي، دغه محدودیتونو د خبریالانو او رسنیو قانوني حقونه تر پښو لاندې کړي او د ځواب ویلو برخه کې یې روڼتیا راکمه کړې ده.

دغه سازمان «اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د بشپړ پلي کولو، له ښځینه او نارینه خبریالانو ملاتړ، د محدودیتونو او سانسور په کمولو» ټينګار کړی او له بنسټونو او نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د آزادۍ بیان د تضمین او اطلاعاتو ته د برابر لاسرسي په برخو کې هڅې او له افغان خبریالانو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) هم په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ۲۲ کړنلارې صادرې کړې، په شدت سره یې د بیان آزادي، د رسنیو خپلواکي او اطلاعاتو ته عمومي لاسرسی محدود کړی دی.

یاد مرکز ویلي، طالبانو د مدني اعتراضونو د پوښښ پر مخینوي، له خپرېدو وړاندې د منځپانګې کنټرول، پراخ سانسور، د نړیوالو شبکو د خپرونو مخینوي باندې سخت محدودیتونه لګولي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه راز زیاته کړې، په ملي رسنیو، ډرامو او بېلا بېلو ځایونو کې د راپور ورکولو څخه د ښځینه خبریالانو منع کول پر رسنیو د طالبانو نور محدودیتونه دي.

یاد مرکز د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د ساه کښو انځور خپرولو مخنیوي ته په اشارې وايي، دغه محدودیتونه د لسګونه تلوېزیونونو د تړل کېدو لامل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، دا مهال په کابل، غزني او پروان ولایتونو کې ۶ خبریالان بندیان دي.

دغه مرکز له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو د قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه خلاف کړنلارې دې لغوه کړي او پر رسنیو څار، سانسور، وېرې او ګواښ ته دې د پای ټکی کېږدي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو د نیونې د درېدو غوښتنه کړې وايي، د طالبانو له لوري نوري فایبر او وای فای انټرنېت ته د کاروونکو د لاسرسي محدودیتونه دې هم لغوه کړای شي.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو د محدودیتونو په لګولو سره د لسګونه رسنیو د تړل کېدو سبب شوي او یو شمېر خبریالان، کارکوونکي او رسنیز فعالان یې نیولي او زنداني کړي دي

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه