د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغان فعالانو دوه ورځنۍ ناسته په پاکستان کې جوړېږي

28 سپتمبر 2025
د افغان فعالانو دوه ورځنۍ ناسته په پاکستان کې جوړېږي

د «یووالي او باور په لور» تر سرلیک لاندې لومړنۍ سیمه ییزې خبرې اترې به د افغان سیاسي او مدني فعالانو په ګډون د پاکستان اسلام آباد ښار کې تر سره شي.

رخشانه: د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ (WFA) اعلان کړی، چې دغه دوه ورځنۍ غونډه به سبا (دوشنبې د تلې ۷ مه) پیل او تر بل سبا پورې به دوام وکړي.

د دې ناستې موخه «د افغان شخصیتونو، استازو، ډلو، د ښځو او سړیو په ګډون د افغان مشرانو او د دوی د پاکستاني سیالانو تر منځ د رغنده، ټولګډونه او پر وخت خبرو اترو لپاره د زمینې برابرولو آسانتیا رامنځ ته کول ښودل شوي دي.

د افغانستان د ښځو لپاره بنسټ په اعلامیه کې راغلي، د دې دوه ورځنۍ ناستې ګډونوال به «په ځانګړې توګه د هېواد په راتلونکې، د ولسواکه نظام پر اړتیاوو او ښځو مانا لروونکي ګډون په اړه» یو له بله خبرې اترې وکړي.

د اعلامیې پر بنسټ ټاکل شوې د ناستې په دویمه برخه کې د «افغانستان او پاکستان د استازو تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو پیاوړتیا، باورجوړونې او د سیمه ییزه ننګونو لپاره د خلکو پر بنسټ د حل لارې موندلو باندې تمرکز کول وي.»
اعلامیه کې راوړل شوي «په دې کړنلاره کې به هڅه وشي، چې د ثبات لپاره لار هواره کړي، د خلکو د ارادې پر بنسټ د قانون حاکمیت رامنځ، متقابل تفاهم پیاوړی کړی، همغږي ښه کړي او د ګډو اصولو د تعریف له لارې د ښځو حقونو او ګډون ته نوې ژمنې ورکړي.»

د افغانستان د ښځو لپاره بنسټ ویلي، چې دا ناسته د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د انساني اړیکو د پیاوړتیا او تل پاتې او پراخې سولې ته د رسېدو ګام ګڼل کېږي.

ټاکل شوې وه، دغه ناسته د روان میلادي کال د (اګست له ۲۵-۲۶) د افغان سیاسي او مدني فعالانو په ګډون د پاکستان اسلام آباد ښار کې جوړه شي، خو بلې نېتې ته وځنډول شوه.

د دې ناستې کوربنو ویلي وو، چې د نېټې بدلون د دې سیاسي پېښې لا ژوروالي او ټولیزوالي لپاره فرصت برابروي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ څلور کاله وروسته، په لومړي ځل د دې ډلې مخالفین په اسلام آباد کې د دغه غونډې کوربه توب پر غاړه اخلي، خو دغه موضوع له غبرګونونو سره هم مل وه.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر پاکستان د دې غونډې د کوربه توب له امله، نیوکه او ادعا یې کړې وه، چې دا پروګرام د پاکستان د استخباراتي سازمان (آی اېس آی) په ملاتړ جوړېږي

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه