د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف له ګاونډیو هېوادونو د افغان کورنیو او ماشومانو د خوندي او تدریجي راستندېدو غوښتنه وکړه

5 اکتوبر 2025
یونیسف له ګاونډیو هېوادونو د افغان کورنیو او ماشومانو د خوندي او تدریجي راستندېدو غوښتنه وکړه

صفحه ایکس تاج‌الدین اویوالی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ (یونیسف) له ګاونډیو هېوادونو د افغان کورنیو او ماشومانو د خوندي او تدریجي راستندېدو غوښتنه وکړه.

رخشانه: افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکتر تاج الدین اویوالي نن (یکشنبې د تلې ۱۳ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

هغه لیکلي: «له ملاتړ کوونکو بنسټونو غواړو، چې د استوګنې، بیا مېشتېدنې او اساسي خدماتو ته د دوامداره لاسرسي پروسې ملاتړ وکړي، په ځانګړې توګه د بې سرپرسته او کورنیو جلا شویو ماشومانو لپاره.»

یونیسف څه موده مخکې اعلان کړی وو، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په ترڅ کې، هره ورځ زرګونه ماشومان د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راځي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دغه بنسټ استازي ډاکتر تاج الدین اویوالي ویلي وو، چې له ایرانه له راستنو شویو کډوالو یو په څلورمه برخه ماشومان دي.

هغه زیاته کړې وه، له ایرانه راستنو شویو کابو ۵ زره ماشومان «بې سرپرسته» او له کورنیو جلا شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان هم په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د روان کال په جون میاشت کې له ۸۰ زره زیات افغان ماشومان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي وو، چې دغه شمېره د تېرې یوې میاشتې په پرتله دوه برابره شوې، او له دغه ماشومانو کابو شپږ زره او ۷۰۰ تنه یې بې سرپرسته او شاوخوا ۳۹ سلنه یې په زور له ایران څخه را ایستل شوي دي.

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخې ایستنې د بشري مرستندویه سازمانونو او بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه له ځان سره درلودل، هغوی له دې هېوادونو د کډوالو ایستلو لړۍ د درېدو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه