د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د خپل ماموریت د غځولو هرکلی وکړ

6 اکتوبر 2025
بنټ افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د خپل ماموریت د غځولو هرکلی وکړ

افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د خپل ماموریت د غځونې هرکلي وکړ.

رخشانه: ښاغلي بنټ نن مازیګر (دوشنبې د تلې ۱۴ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي «لېواله یم، چې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت څار او راپور ورکولو ته دوام ورکړم.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړوونکو د څېړلو لپاره، د یوې خپلواکې کړنلارې د تصویب سره هم مهاله، په افغانستان کې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ، د ماموریت غځونې خبر ورکړ او ویې لیکل، چې د هغه فعالیتونه د نوې کړنلارې بشپړونکې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور وروکوونکي ویلي، د خپل ماموریت په تر سره کولو کې به د ټولو ښکېلو اړخونو سره کار وکړي، تر څو د بشري حقونو وضعیت ښه کولو لپاره لارې چارې ومومي.

هغه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د پراخې سرغړونې د څېړولو لپاره، د نوې خپلواکې کړنلارې رامنځ ته کېدل د افغانستان د خلکو لپاره د عدالت تر لاسه کولو په لار کې یوه تاریخي لاس ته راوړنه وبلله.

بنټ ویلي، دا کړنلاره به جدي جرمونه وڅېړي او د راتلونکو قضايي پروسو په اسانه کولو سره به د نړیوالې جنايي محکمې (ICC) بشپړونکې وي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړي، چې د بشري حقونو شورا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د پراخو بشري حقونو سرغړونو د څېړلو لپاره د یوې خپلواکې کړنلارې په تصویب سره د «افغان ژوندي پاتې شویو غږونو اورېدلي دي.»

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه