د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو څېړنو لپاره د خپلواکې کړنلارې جوړېدو هرکلی وکړ

6 اکتوبر 2025
د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو څېړنو لپاره د خپلواکې کړنلارې جوړېدو هرکلی وکړ

Getty Images

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې(+HRD)  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره د خپلواکې کړنلارې د تصویب هرکلی وکړ.

رخشانه: دغې ټولنې نن (دوشنبې د تلې ۱۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه پرېکړه قربانیانو، د ورثه وو او افغان مدني ټولنې لپاره یو تاریخي بدلون دیو چې د حقیقت موندنې، عدالت او حساب ورکولو په لور یو ګام ګڼل کېږي.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې (HRD+) ویلي، دوی له تېرو څو کلونو راهیسې د خپلو داخلي او نړیوالو همکارانو سره په ګډه د بشري حقونو شورا څخه د دې ډول یوې کړنلارې د رامنځ ته کولو غوښتونکي وو.

یادې ټولنې و ویل چې «د بشري حقونو شورا د دې کړنلارې تصویب، د افغانستان د مدني ټولنې همغه پخوانی غوښتنه ده، چې د عدالت، د کړاونو د پټۍ او له مجازاتو خوندیتوب ته د پای ټکی اېښودل وو.»

په اعلامیه کې راغلي، دغه کړنلاره به د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، د جنسیت پر بنسټ ځورونې او کړونې، له قضا پرته اعدامونو، ربړونې، د ښځو او نجونو او لږکیو د سیستماتیک ظالمان په ګډون تر سره کوونکي محاکمه کړي.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې دا پرېکړه د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، لږکیو او د بشري حقونو د مدافعینو د مقاومت د پېژندلو نښه بولي، چې په خپله زړورتیا سره یې د ظلم او چوپتیا په منځ کې د عدالت لپاره هیله ژوندنۍ ساتلې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

دې ټولنې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ له دفتره غوښتي، چې د دې کړنلارې د عملي کولو پروسه پرته له ځنډه پیل کړي او ډاډ تر لاسه کړي، چې اړینې سرچینې، وړتیا او ملاتړ ورته چمتو کړي.

په افغانستان کې د بشري سرغړونو د څېړلو لپاره خپلواکه کړنلاره نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د هېڅ ډول مخالفې رایې پرته تایید شوه.

د بشري حقونو څار ډلې هم په یوه اعلامیه کې اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۶ مه یو تاریخي پرېکړه لیک تصویب کړ، چې پر بنسټ یې په افغانستان کې د بشري حقونو د تېرو او روانو سرغړونو د پلټنې لپاره یوه خپلواکه کړنلاره رامنځ ته کېږي.

دا پرېکړه لیک طالبانو او په افغانستان کې د جدي جرمونو نورو ترسره کوونکو ته یو روښانه پیغام لېږي، چې لاسوندونه راټول او چمتو کېږي، تر څو دوی یوه ورځ د عدالت پر وړاندې د خپلو جرمونو ځواب ویونکي شي.

اړوندې لیکنې

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي
خبر

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

15 اکتوبر 2026
بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی
خبر

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی

15 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی
خبر

اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی

15 اکتوبر 2026
یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي
خبر

یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي

15 اکتوبر 2026
کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل
خبر

کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل

15 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده

15 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه