د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې انسټاګرام ته لاسرسی بند کړ

7 اکتوبر 2025
طالبانو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې انسټاګرام ته لاسرسی بند کړ

په هېواد کې پر ټولنیزو شبکو د طالبانو د محدودیتونو پر دوام پلازمېنه کابل او دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار کې سرچینې وايي، طالبانو ټولینزې رسنۍ انسټاګرام ته د کاروونکو لاسرسی محدود کړی دی.

رخشانه: کابل او نیلي ښارونو کې لږ تر لږه درېو سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، د نن ورځې له ماسپښین (سه شنبې د تلې ۱۵ مه) انسټاګرام ته لاسرسی نه لري.

د سرچینو په وینا، له فیلټر ماتونکي (وي پي ان) پرته انسټاګرام څخه کار اخیستل امکان نه لري.

د دایکنډي مرکز نیلي ښار کې یوې سرچینې هم رخشانې رسنۍ ته ویلي، د انسټاګرام ټولنیزه شبکه نن له ماسپښین وروسته ډېر «سوکه» کار کوي.

هغه ویلي: «نن ماسپښین مې چې هر څومره هڅه وکړه، چې انسټاګرام ته یو پوسټ پورته کړم، ونه شوه، له څو ځلې هڅو وروسته په پای کې یو مې یو پوسټ پورت ته کړ، خو کیفیت یې خورا ټيټ وو.»

په ورته مهال په کابل کې دوه سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، اوونۍ وړاندې د انټرنېت له ۴۸ بندښت وروسته د نېټ سرعت ټیټ شوی دی.

د سرچینې په وینا، دغه محدودیت د دې لامل شوی، تر څو دوی ونه توانېږي په آسانۍ سره سایټونو او «ان خواله رسنیو» ته په سمه توګه لاسرسی ولري.

تر اوسه پورې د طالبانو د مخابراتو وزارت او د دغه ډلې تر کنټرول لاندې اترا ادارې د انسټاګرام پر شبکې د محدودیت لګولو په اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دغې ډلې له دې وړاندې ټيک ټاک او پاپجي ته د کاروونکو لاسرسی په ټول هېواد کې محدود کړی وو.

د طالبانو مشر د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو کې په ټول هېواد کې د نوري فایبر او وای فای انټرنېټ د بندولو امر ورکړی وو.

د دغه امر په ترڅ کې د هېواد په لږ تر لږه ۱۴ ولایتونو کې وای فای او د نوري فایبر انټرنټ پرې شوی دی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه