د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: د افغانستان لپاره د خپلواکې پلټونکې کړنلارې رامنځ ته کول د قربانیانو غوښتنو ته ځواب دی

8 اکتوبر 2025
بنټ افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د خپل ماموریت د غځولو هرکلی وکړ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنټ ویلي، د افغانستان لپاره د خپلواکې پلټونکې کړنلارې رامنځ ته کول د قربانیانو غوښتنو ته ځواب دی.

رخشانه: ښاغلي بنټ نن ماښام (سه شنبې د تلې ۱۵ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره «د افغانستان لپاره د خپلواکې پلټونکې کړنلارې رامنځ ته کول، چې د بشري حقونو شورا په هر اړخیزه توافق سره تصویب شو» هرکلی کړی دی.

هغه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د خپل ماموریت غځېدنې په اړه ویلي، د خپل ماموریت په ترسره کولو کې به د ټولو ښکېلو اړخونو سره کار وکړي، تر څو د بشري حقونو وضعیت ښه کولو لپاره لارې چارې ومومي.

بنټ د خپلواکې پلټونکې کړنلارې جوړول، د نړیوالو جرمونو او د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونو لپاره، چې په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې پېښ شوي، د عدالت د پرمختګ لپاره یوه مهمه وسیله وګڼله.

بنسټ ویلي: «د دې کړنلارې رامنځ ته کول، د افغانستان د خلکو لپاره حقیقت، عدالت او ځواب وینې په لور یو مهم ګام دی. «د بشري حقونو شورا د جدي جرمونو او سرغړونو د لاسوندونو راټولولو، یو ځای کولو، خوندیتوب، شننې او د راتلونکو قضايي اجرااتو د اسانه پایلو چمتو کولو سره، د نړیوالو جرمونو د عاملینو لپاره څخه د حساب اخیستو او ډاډمنتیا پر لور یو پرېکنده ګام پورته کړی دی.»

نوموړي زیاته کړې: «دا پرېکړه د قربانیانو، ژوندي پاتې شویو او د افغان مدني ټولنې د زړورتیا او تېرېدنې ثبوت دی، چې د خپلو هڅو له لارې یې دا تاریخي شېبه ممکنه کړه او د بشري حقونو شورا د د دوی غږونه اورېدلي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان د خلکو لپاره عدالت یوه نړیواله اړتیا ده.»

بنټ ټینګار کړی، چې «د یوې خپلواکې پلټوونکې کړنلارې رامنځ ته کول به، د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) کار بشپړ کړي او باید د ټولو ممکنه لارو له لارې د عدالت د تعقیب لپاره د یوې قوي او دوامداره ژمنې سره مل وي. حساب ورکول د افغانستان لپاره د عادلانه، برابر او د قانون حاکمیت د راتلونکې جوړولو یوه بنسټیزه برخه ده.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

ځانګړي راپور ورکوونکي له ملګرو ملتونو او غړو هېوادونو غوښتي، چې ژر تر ژره دغه کړنلارې ته د عمل جامې ورواغوندي، په ګډون د پلټنو تر سره کولو، لاسوندونو ساتلو او د افغان قربانیانو او ژوندي پاتې شویو سره د نېغ تعامل لپاره کافي سرچینې چمتو کړي.

هغه همدارنګه، د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د روانو پلټنو، د ځینو هېوادونو د نوښت، چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د توپیري چلند د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) لاندې د خپلو ژمنو لپاره مسوول وګڼي او د عدالت تر لاسه کولو لپاره د نورو لارو چارو په ګډون د نړیوال قضايي صلاحیت د ازموینې غوښتنه هم کړې ده.

بنټ هېوادونه هڅوي، تر څو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندلو څخه د نړیوال جنایت په توګه ملاتړ وکړي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې «که څه هم دا کړنلاره خورا ډېر ارزښت لري، خو په یوازې ځان نه شي کولی، د افغانستان د ناورین ټول اړخونه حل کړي.»

بنټ زیاته کړې: «موږ یوې هر اړخیزې کړنلارې ته اړتیا لرو، چې د جنايي عدالت هڅې، د پراخو اقداماتو سره یو ځای کړي، تر څو د ښخو او نجونو حقونه بېرته تر لاسه شي، بشري مرستې زیاتې شي او د افغان مدني ټولنې، په ځانګړې توګه د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو ملاتړ وشي.»

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه