د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې فسبوک ته د کاروونکو لاسرسی بند کړ

8 اکتوبر 2025
طالبانو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې فسبوک ته د کاروونکو لاسرسی بند کړ

د ټولنیزو شبکو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په دوام، د هېواد په لږ تر لږه ۱۲ ولایتونو کې سرچینو ویلي، طالبانو د فسبوک خواله رسنۍ ته د کاروونکو لاسرسی هم محدود کړی دی.

رخشانه: د سرچینو په وینا، دغه محدودیت د نن سهار (چهارشنبې د تلې ۱۶ مې) راهیسې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې لګول شوی دی.

د سرچینو په خبره، د فسبوک ټولنیزې شبکې کارول په کابل، هرات، قندوز، بلخ، غور، بادغیس، دایکنډي، بامیان، سمنګان، غزني، پروان او بغلان ولایتونو کې له فلټر ماتونکي (وي پي ان) پرته امکان نه لري.

طالبانو تېره ورځ مازیګر مهال په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې انسټاګرام او سنپ چټ ته هم د کاروونکو لاسرسی محدود کړی وو.

د طالبانو له خوا د تېرې اوونۍ په جریان کې د انټرنېټ د ۴۸ ساعته بندښت وروسته اوس په ټول هېواد کې د انټرنېټ سرعت ټیټ شوی دی.

دغه محدودیتونه د دې لامل شوي، تر څو کاروونکي ونه توانېږي، په آسانه سیایټونو او «ان خواله رسنیو ته» لاسرسی ولري.

په دې اړه نور ولولئ...

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

تر اوسه پورې د طالبانو د مخابراتو وزارت او د دغه ډلې تر واک لاندې اترا ادارې د فسبوک او انسټاګرام پر ټولنیزو شبکو د محدودیت لګولو په اړه څه نه دي ویلي.

دغې ډلې له دې وړاندې ټیک ټاک او پابجي ته هم په ټول هېواد کې د کاروونکو لاس رسی بند کړی وو.

د طالبانو مشر د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو کې، په ټول هېواد کې د نوري فایبر او وای فای انټرنټ د بندولو امر له «منکراتو» د مخنیوي په موخه ورکړی وو.

د دې امر په ترڅ کې د هېواد په لږ تر لږه ۱۴ ولایتونو کې وای فای او د نوري فایبر انټرنېټ پرې شوی دی.

اړوندې لیکنې

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی
خبر

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی

15 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی
خبر

اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی

15 اکتوبر 2026
یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي
خبر

یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي

15 اکتوبر 2026
کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل
خبر

کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل

15 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده

15 اکتوبر 2026
«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی
خبر

«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی

15 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه