د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د پټ کړاو افشا کېدل، د طالبانو په اړه د ولسي محکمې په دویمه ورځ د ښځو شاهدي

9 اکتوبر 2025
د پټ کړاو افشا کېدل، د طالبانو په اړه د ولسي محکمې په دویمه ورځ د ښځو شاهدي

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په دویمه ورځ یو شمېر ښځو د طالبانو له لوري روغتیایي خدماتو ته له لاسرسي د محرومیت، د معلولیت لرونکو ښځو او نجونو سره د چلند ډول او د سفر پر مهال د شرعي محرم د شتون په اړه خپلې کیسې وړاندې کړې.

رخشانه: د دې محکمې دویمه ناسته نن (پنشنبې د تلې ۱۷ مه) د آسپانیا په مادرید ښار کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو د حقونو څخه د سرغړونو څېړلو په اړه روانه وه.

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې څارنوالې بنفشې یعقوبي، په افغانستان کې له معلولیت لرونکو ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند په اړه خبرې وکړې ویې ویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونه، په ځانګړې توګه د معلولیت لرونکو ښځو او نجونو لپاره د دې لامل شوي، چې هغوی د اجباري او کم عمرونه ودونو قرباني شي.

په مستعار نوم یوې معلولیت لرونکې نجلۍ په دې ناسته کې شاهدي ورکړه، چې د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته، په کور ناسته ده او اوس ژور خفګان نیولې ده.

د هغې په وینا، یوه ورځ د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو دا د کابل ښار په یوه کتنځي کې تر پوښتنو لاندې راوسته او ورته ویې ویل، چې ولې یې حجاب نه دی کړی.

یوې روغتیايي مېرمنې هم په دې ناسته کې شاهدي ورکړه، چې افغانستان د رواني روغتیا له پت ناورین سره مخ دی او روغتیايي خدماتو، په ځانګړې توګه د رواني روغتیا خدماتو ته د ښځو لاسرسی خورا ستونزمن دی.

هغې ویلي، په کلیوالو سیمو کې ډېری ښځې د پېغور له امله د رواني روغتیا او ارواه پوهنې مرکزنو ته نه ورځي، او د کورنیو نارینه یې هم د رواني روغتیا مرکزونو ته د هغوی له تګ سره موافق نه دي.

د دې ښځې په وینا، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو او د دغې ډلې له خوا د محدودیتونو له لګول وروسته، په کورنیو کې د ښځو د ځان وژنې پېښې هم په بې مخینې توګه زیاتې شوې دي.

هغې د طالبانو محدودیتونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې روغتیايي محدودیتونو ته په اشارې ویلي، ډېری ښځې د درملنې وړ ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

په دې ناسته کې له کندهاره یوې ښځې شاهدي ورکړه، چې متخصص ښځې په ځانګړې توګه د نسايي ولادي برخې متخصصانې، کندهار کې ډېرې کمې دي او ښځې د روغتیايي خدماتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملالې یوسفزۍ او افغان ښځینه فعالانو د سویلي افریقا ولسمشر سره لیدنه کې د طالبانو د «جنسیت توپیري» نظام سره د مقابلې پر اړتیا ټينګار وکړ

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن سره ځانګړې مرکه: افغانستان کې د طالبانو له لخوا د ښځو ځپنه باید «عادي نه کړای شي»

هغې زیاته کړې، چې د کورنۍ یو غړې یې ناروغه وو، خو په کندهار ښار کې د نسايي ولادي برخې ډاکتره ونه موندل شوه او دوی اړ شول، چې د درملنې لپاره یوې قابلې ته مراجعه وکړي.

د دې ښځې په وینا، په کندهار ښار کې د سزارین برخه کې هم هېڅ ښځینه متخصصه شتون نه لري او ټول متخصصان نارینه دي.

یوې بلې ښځې هم په دې ناسته کې شاهدي ورکړه، چې طالبانو دا له شرعي محرم پرته سفر له امله تر پوښتنو لاندې راوسته او توهین او سپکاوی یې ورته کړی دی.

دغې مېرمنې ویلي، طالبانو له دې ژمنه واخیسته، چې نور به له محرم پرته سفر نه کوي او موټر چلوونکي څخه یې هم ژمنه واخیسته، چې نور به بې محرمه ښځې په خپل موټر کې نه لېږدوي.

یوې معترضې مېرمنې هدا خموش هم په دې ناسته کې د طالبانو په اړه شاهدي ورکړه ویې ویل، طالبانو په یوې لیک کې دې ته د فاحشې خطاب کړی او ویې ویل چې هغه باید «غچ» بېرته ورکړي.

نوموړې وايي، د کابل په هوايي ډګر کې د ناروې ناستې ته د تګ پر مهال، د طالبانو یوه غړي هغې ته ویلي، که بیا افغانستان ته راوګرځي نو له سره به یې «د فوټبال توپ» جوړ کړي.

خموش د شاهدۍ پر دوام ویلي، طالبان د ښځو د اعتراضي غورځنګونو د ځپلو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او مرچ لرونکې اسپرې څخه کار اخلي.

د ښځو د حقونو د دې فعالې د ادعا پر بنسټ، طالبانو په کابل ښار کې د هغې ګاونډی او د هغه زوی په مخکني نظام کې د غړیتوب له امله، د خپلې کورنۍ د غړو پر وړاندې په ډزو و وژل.

اړوندې لیکنې

غزني کې د زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي او درې ټپیان دي
خبر

غزني کې د زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي او درې ټپیان دي

9 اگست 2026
د نړیوالې جنايي محکمې څارنوالان د طالبانو له لوري د ښځو جنسیتي ځورونې په اړه خپلواکه څېړنې پیلوي
خبر

د نړیوالې جنايي محکمې څارنوالان د طالبانو له لوري د ښځو جنسیتي ځورونې په اړه خپلواکه څېړنې پیلوي

9 اگست 2026
له مقام لرونکې تر په تاوتریخوالي کې بندې ښځې پورې، له طالبانو مخکې او وروسته د زحل ژوند
دسته‌بندی نشده

له مقام لرونکې تر په تاوتریخوالي کې بندې ښځې پورې، له طالبانو مخکې او وروسته د زحل ژوند

9 اگست 2026
متعرضو ښځو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو تر واک لاندې افغان مېرمنو وضعیت ته پاملرنه وکړي
خبر

متعرضو ښځو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو تر واک لاندې افغان مېرمنو وضعیت ته پاملرنه وکړي

8 اگست 2026
د بشري حقونو سازمانونه: ۱۴ هېوادونو له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې جنسیتي توپير د جرم په توګه وپېژني
خبر

د بشري حقونو سازمانونه: ۱۴ هېوادونو له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې جنسیتي توپير د جرم په توګه وپېژني

8 اگست 2026
د افغانستان یوازینۍ استازې سیکنه بېګزاد د تایلنډ په سیالیو کې دوه مډالونه تر لاسه کړل
خبر

د افغانستان یوازینۍ استازې سیکنه بېګزاد د تایلنډ په سیالیو کې دوه مډالونه تر لاسه کړل

8 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه