د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 طالبانو په شږو ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۲۴ تنه په دورو وهلي

9 اکتوبر 2025
 طالبانو په شږو ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۲۴ تنه په دورو وهلي

عکس: AFP

طالبانو روانه اوونۍ، په کابل، ننګرهار، تخار، غزني، کاپیسا او خوست ولایتونو کې د بېلا بېلو تورونو له امله، د څلورو ښځو په ګډون ۲۴ تنه په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان له «کوره د تېښتې، د نشه کوونکو ګولیو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق، غلا، لواطت، اخلاقي فساد، نامشروع اړیکې، د شرابو پېر او پلور» په تورونو په دې شپږو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

د یکشنبې په ورځ د (تلې ۱۳ مه) په کابل ښار کې د یوې ښځې په ګډون اته تنه له «کوره د تېښتې، د نشه کوونکو ګولیو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق» په تور په دورو وهلي دي.

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه له «کوره د تېښتې» په تور په کابل کې ۳۵ دورې وهل شوي دي.

دغه کسانو ته په کابل ښار کې د طالبانو د څلورم زون د ابتدایه محکمې د پرېکړې پر اساس د دوه کاله تنفذي بند سزا هم اورول شوې ده.

شپږ تنه نور بیا د « د نشه کوونکو ګولیو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق» په تور په کابل کې له ۱۰ تر ۳۵ دورو وهل شوي دي.

دغه کسان په کابل کې د نشه يي توکو او مسکراتو پر ضد د طالبانو محکمې له خوا په اوه میاشتې او دوه کلونو او شپږ میاشتو تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د (د تلې ۱۵ مه) د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې درې تنه د «لواطت او غلا» په تور د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او په شپږ میاشتې تنفذي بند محکوم شول.

د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۱۶ مه) په تخار، غزني، کاپيسا او خوست کې، د دریو ښځو په ګډون ۱۱ تنه په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

له دې شمېرې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه له «کوره د تېښتې» په تور په تخار ولایت کې ۳۹ دورې وهل شوي، خو معلومه نه ده، چې دغه دوه تنه په څومره بند محکوم شوي دي.

دغه راز یو تن د «اخلاقي فساد» په تور د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۲۵ دورهې وهل شوی، خو دا هم نه ده معلومه چې په څومره بند محکوم شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د دوه ښځو په ګډون پنځه تنه «د نامشروع اړیکې او لواطت» په تور د کاپیسا ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او له شپږو میاشتو تر یوه کاله په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

درې تنه د «غلا او اخلاقي فساد» په تور د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې له ۲۰ تر ۳۰ دورې وهل شوي او په یوه کال تنفذي بند محکوم شوي دي.

د پنشنبې په ورځ د (د تلې ۱۷ مه) دوه تنه د «شرابو د پېر او پلور» په تور د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورهې وهل شوي او په دوه کاله تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

طالبانو د تېرې اوونۍ په جریان کې د شپږو ښځو په ګډون ۱۶ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله په دوه ولایتونو کې په دورو وهلي وو.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه