د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر ته غبرګونونه او په خبري ناسته کې د ښځینه خبریالانو مخنیوی څه دی؟

11 اکتوبر 2025
 هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر ته غبرګونونه او په خبري ناسته کې د ښځینه خبریالانو مخنیوی څه دی؟

ضیا احمد تکل

هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تر سفر او په نوي ډیلي کې خبري ناستې ته د ښځینه خبریالانو نه پرېښودل وروسته، یو شمېرهندي او افغان سیاسي چارواکو، د طالبانو دې اقدام ته غبرګونونه ښودلې دي.

رخشانه: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پنشنبې په ورځ د (تلې ۱۷ مه) په یوه اوه ورځني سفر ته ولاړ. هغې د دې سفر په ترڅ کې له یو شمېر هندي سیاسي چارواکو او په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره ولیدل.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د پرون ورځې په دې ناسته کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، ښځینه خبریالانو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

دغه خبري ناسته په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې، چې اوس د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې ده جوړه شوې وه او هېڅ ښځینه خبریالې ته په دې خبري ناسته کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

د کنګرې مشر پریانکا ګاندي وادرا، دې پېښې ته غبرګون ښودلی او له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه یې غوښتي، تر څو په دې اړه خپل دریځ «روښانه» کړي.

هغه لیکلي: «څرنګه زموږ په هېواد کې دا جواز لري، چې یو شمېر تر ټولو ښو ښځو ته، چې زموږ د هېواد د ملا تیر او د ویاړ وړ دي» سپکاوی وشي.»

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

د هند د کنګرې ګوند مشر راهول ګاندي هم د دې قضیې په اړه له لومړي وزیر مودي پوښتلي، چې څه ډول یې اجازه ورکړې، چې ښځینه خبریالانې له عمومي ناستې لرې شي. هغه مودي ته ویلي چې «څه ډول په هندي ژبه ويي، چې د هغوی د حقونو په دفاع کې کمزوری دی؟»

هغه پر دوام لیکلي: «زموږ په هېواد کې ښځې په هر ډول چاپېریال کې د ګډون برابر حق لري، د داسې توپیري چلند په اړه ستاسو د چوپتیا مخ کېدل، ستاسو تش شعارونه څرګندوي.»

د هند د پارلمان غړې او سیاسیتوالې ماهوا میترا هم لیکلي، د هند دولت د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د دې اجازه ورکول، چې په خپله خبري ناسته کې ښځینه خبریالانې منع کړي، د هرې یوې هندي مېرمنې پر وړاندې «بې عزته» شوی دی.

هغه لیکلي، څه ډول یو «بهرنی مسلمان بنسټپال ته اجازه ورکول کېږي، چې زموږ په خاوره کې د ښځو پر وړاندې تبعیض وکړي او زموږ ټول قوانین او ارزښتونه تر پښو لاندې کړي؟»

د افغانستان د پارلمان پخوانی غړې فوزیې کوفي هم د دې پېښې په اړه غبرګون ښودلی وايي «تبعیض په هر ځای کې کولی شی شتون ولري.»

مېرمن کوفي پر دوام لیکلي چې «آسیايي مېرمنو چې په افغانستان کې د «جنستي» توپیر پر وړاندې چوپتیا غوره کړې، د هغوی له پایلو سره به مخ شي.»

کابو یوه میاشت وړاندې په کابل کې هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خبري ناسته کې د ښځینه خبریالانو غږ او انځور سانسور شوی وو. دغې ډلې په هېواد کې د رسنیو پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه