د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بلخ کې ړانده: ړندې ښځې د روحي او رواني ناورین سره مخ دي

15 اکتوبر 2025
بلخ کې ړانده: ړندې ښځې د روحي او رواني ناورین سره مخ دي

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

د «سپینې لکڼې» نړیوالې ورځې سره سم، بلخ ولایت کې د ړندو کسانو منځ کې سرچینې وايي، په دې ولایت کې ړندې ښځې د روحي او رواني ناورین سره لاس او ګرېوان دي.

رخشانه: بلخ کې د ړندو ټولنې د غړو تر منځ سرچینې وايي، د سپینې لکڼې نړیواله ورځ نن (چهارشنبې د تلې ۲۳ مه) د ړندو ښځو له حضور پرته په مزارشریف ښار کې ولمانځل شوه.

بلخ کې د ړندو ټولنې مسوول عبدالرحیم صفا ویلي، همدا اوس لږ تر لږه پنځه زره ړانده یا کم لیدونکي کسان په بلخ ولایت کې ژوند کوي.

هغه د کاري فرصتونو نشتوالی، په ښوونځیو کې د ښوونیزو کتابونو کمښت، په کانکور ازموینه کې د ګډون مخنیوی او اقتصادي ستونزې د دغه کسانو پر وړاندې خنډونه وبلل.

بلخ کې د ړندو ټولنې غړي شېر محمد محمدي ویلي، په دې ولایت کې د ړندو نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو وروسته، د دې ښوونځیو زده کوونکي په روحي او رواني ناروغیو اخته شوي دي.

هغه و ویل: «نورې زده کوونکې نجونې خو د ښوونځیو د دروازو تړلو سره کولی شي له بېلا بېلو لارو له ټولنې سره اړیکه ونیسي، خو د معلولو زده کوونکو نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړلو، له هغوی هیلې اخیستې او پر دې سربېره په روحي – رواني ناروغیو د هغوی اخته کېدل د دوی د منزوي کېدو لامل شوی دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

بلخ کې د ړوندو ټولنې یو بل غړي عبدالباسط مولوي زاده ړندو کسانو ته د ځانګړي ښوونکي له نه شتون څخه شکایت وکړ وايي، دغه کسان د زده کړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه و ویل: «په بلخ کې ړانده یا کم لیدونکي کسان نه شي کولی په کانکور ازموینه کې ګډون وکړي، د دې کسان لپاره د بریل لیک ښوونکی شتون نه لري.»

په ورته وخت په بلخ کې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو ریاست وايي، دا مهال ۴۰۰ ړانده کسان د دې بنسټ تر پوښښ لاندې دي او هره میاشت هغوی ته میاشتنۍ تنخوا ورکول کېږي.

د اکتوبر پنځلسمه د ملګرو ملتونو له خوا د ړندو یا سپینې لکڼې نړیواله ورځ نمول شوې ده. دغه ورځ هر کال په یو شمېر هېوادونو کې د دې ډول کسانو د ستونزو پوهاوي لپاره لمانځل کېږي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه