د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پر کابل د پاکستان په بریدونو کې یو بل خبریال هم وژل شوی دی

16 اکتوبر 2025
پر کابل د پاکستان په بریدونو کې یو بل خبریال هم وژل شوی دی

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون ویلي، د دې رادیو تلوېزیون خبریال عبدالظاهر صافی، هم پر کابل د پاکستان د تېرې ورځې په بریدونو کې وژل شوی دی.

رخشانه: دغه خبریال کابل کې د راپور چمتو کولو پر مهال وژل شوی دی، د دې خبریال د وژل کېدو په اړه نور جزیات په لاس کې نشته.

تېره ورځ هم پکتیا کې د ملي راډیو تلوېزیون خبریال عبدالغفور عابد، د خوست ولایت پر ځاځي میدان ولسوالۍ د پاکستان په بریدونو کې وژل شوی وو.

پکتیا کې د ملي راډیو د خپرونو مدیر تواب آرمان هم له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای په دې جګړه کې ټپي شوی وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی وو، چې دغه خبریالان د خوندیتوب توکو پرته سیمې ته تللي وو.

یوناما نن سهار اعلان کړی، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو نښتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

طالبانو هم تېره ورځ اعلان کړی وو، چې د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې د دوی او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتو لږ تر لږه ۱۲ غیرنظامي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

طالبانو پرون مازیګر اعلان وکړ، چې نامعلومې مودې او تر «هغه چې تېری نه وي لیدل شوی» د دې ډلې او پاکستان تر منځ اوربند شوی دی.

د طالبانو او پاکستان ځواکونه د روانې اوونۍ د شنبې په شپه د دواړو هېوادونو تر منځ پوله کې د څو ساعتونو لپاره سره ونښتل. د دې نښتو په پایله کې د دواړو هېوادونو تر منځ پولې له تېرو څو ورځو راهیسې تړل شوې دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه