د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د شمشاد رادیو تلوېزیون خپرونې بندې کړې

18 اکتوبر 2025
طالبانو د شمشاد رادیو تلوېزیون خپرونې بندې کړې

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) اعلان کړی، چې طالبانو د شمشاد خصوصي رادیو تلوېزیون خپرونې بندې کړې دي.

رخشانه: دغه مرکز نن سهار (شنبې د تلې ۲۶ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دې رسنۍ خپرونې له پرون مازیګر راهیسې د طالبانو د استخباراتي ادارې «د مستقیم امر پر اساس» بندې شوې دي.

په اعلامیه کې راوړل شوي: «شمشاد تلوېزیون تورن شوی، چې د طالبانو او پاکستان وروستۍ جګړه او پر افغانستان د پاکستان بریدونه یې په سمه توګه نه دي پوښلي او دغه راز یې د پاکستان پر وړاندې د طالبانو له غبرګون او اقداماتو هم دفاع نه ده کړې.»

په ورته وخت د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) هم په یوه اعلامیه کې د شمشاد خصوصي رسنۍ د خپرونو د بندېدو خبر ورکړی دی.

دغه سازمان ویلي چې «د طالبانو تبلیغاتي ټیم د شمشاد رادیو تلوېزیون له مسوولینو سره اړیکه نیولې او ورته ویلي یې دي، چې دغه پرېکړه د کندهار له خوا شوې ده.»

تر اوسه د دې خصوصي رسنۍ او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د طالبانو دغه اقدام «د یوې رسنۍ په چارو کې ښکاره لاسوهنه» بللې او هغه یې غندلی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دغه دوه بنسټونو له طالبانو غوښتي، چې د شمشاد رادیو تلوېزیون د خپرونو بندېدو امر لغوه کړي او د «رسنیو د ځپلې او ګواښلو» پر ځای دې له دې رسنیو ملاتړ وکړي.

طالب ډلې د خپلې څلور کلنې واکمنۍ په موده کې، د پراخو محدودیتونو په لګولو او د رسنیو په تړلو، د خبریالانو په نیولو او ګواښلو سره د هېواد رسینزه فضا په شدت سره محدوده کړې ده.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه