د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات ښار کې په «جمعه بازار» کې ښځې له ګډون منع کړې دي

22 اکتوبر 2025
طالبانو هرات ښار کې په «جمعه بازار» کې ښځې له ګډون منع کړې دي

شبکه‌های اجتماعی

هرات ولایت کې سیمه ییزه سرچینې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د ښار په ۶۴ واټ کې «جمعه بازار» ته د ښځو په ننوتو بندیز لګولی دی.

رخشانه: هرات ښار کې لږ تر لږه دوه سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا محدودیت له تېرو دوه اونیو راهیسې لګول شوی دی.

د سرچینو په وینا، طالبانو د «ښځو تر منځ د بې بندباره نارینه د شتون» په دلیل د ۶۴ متره په بازار کې د هغوی په تګ راتګ بندیز لګولی دی.

سرجینو زیاته کړې، د طالبانو دا پرېکړه د دې لامل شوې، تر څو یو شمېر مېرمنې، چې د پلورنې یا تفریح لپاره د جمعې په ورځ دغه بازار ته ورتللې، له تګ راتګ څخه پاتې شي.

یوې سرچینې ویلي، هره اوونۍ به له خپلې مور او خور سره د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره دې بازار ته تله، خو تر اوسه یې «غیراخلاقي یا غیر اسلامي» څه په دې بازار کې نه دي لیدلي.

هغې د طالبانو دا پرېکړه «له ټولنې د ښځو د لرې کولو سیاست» یوه برخه وبلله ویې ویل: «دغه [طالبان] وايي، چې د ښځو شتون د فساد لامل کېږي، خو ولې په دې بازار کې د نارینه وو مخنیوی نه کوي؟ طالبان ولې یوازې په ښځو ظلم کوي؟»

په هرات ښار کې یوې بلې سرچینې هم ویلي، د مخکې جمعې په ورځ هم د پېرنې لپاره په ۶۴ متره سړک کې جمعه بازار ته تللې وه، خو د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د ګڼې ګوڼې له امله یې ان «جرات» ونه کړل، چې له موټره هم ښکته شي.

هغې زیاته کړې: «طالبانو د لیلام ټولې هټۍ تړلې وې او هېڅ یوې ښځې حق نه درلود، چې [له هغې ځایه] تېرې شي.»

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

هرات ښار کې د ۶۴ متره بازار په دې وروستیو کلونو کې د ښځو لپاره د کور توکو، جامو او دویم لاس شیانو په ټیټه بیه اخیستو په ځای بدل شوی دی، په ځانګړې توګه د دې ځای په جمعه بازار کې هره اوونۍ لاسي توکي پلورونکي خپل شیان د پلور لپاره وړاندې کوي او په کې د جامو، کور د توکو او سړک د سر خوړو د اخیستو لپاره د ښځو ګنه ګوڼه زیاته وي.

هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د سږ کال په پسرلي کې هم د ښار«د لیلامیو په واټ، د کوټ اغوستونکو ښځو د تګ راتګ» مخنیوی کړی وو.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه