د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان د بشري حقونو مرکز: طالبان د وسلې اوګواښ په زور خلک ګډه کوي

23 اکتوبر 2025
د افغانستان د بشري حقونو مرکز: طالبان د وسلې اوګواښ په زور خلک ګډه کوي

اطلاعات روز

د افغانستان د بشري حقونو مرکز (AHRC) د خلکو په زور کډوالۍ او د ملکیتونو نیولو په تړاو وايي، طالبان د وسلې او ګواښ په زور خلک په اجباري توګه کډه کوي.

رخشانه: دغه مرکز نن (پنشنبې د لړم اوله) په یوه اعلامیه کې د خلکو په زور کډه کولو او ملکیتونو د غصب زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې غندلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز په اعلامیه کې راغلي، طالبان د وسلې په زور او د خلکو په ګواښلو سرهد هغوی ملکیتونه ترې غصب کړي او په یو شمېر ولایتونو کې یې زرګونه کورنۍ په زور کډوالې کړې، ځمکې او جایدادونه یې کوچیانو او په دوی پورې تړلو خلکو ته ورکړي دي.

دغه مرکز لیکلي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په لوګر، پنجشېر، غزني، غور، بامیانو، بلخ، تخار، سرپل، هلمند، بدخشان، بغلان، خوست، میدان وردګ، دایکنډي، اروزګان او جوزجان د خلکو د جایدادونو او املاکو په غصبولو سره زرګونه کورنۍ په ډلیزه او انفرادي توګه په زرو کډه کړې دي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز د هېواد په دې ۱۶ ولایتونو کې د خلکو اجباري کډوالۍ او د ملکیتونو غصب ته په اشارې لیکلي، طالبانو د دې ملکیتونو اصلي خاوندان، چې «عرفي اسناد» یې درلودل، له ځمکو او خپلو ملکیتونو په اجباري توګه ګډه کړي دي.

همداراز یاد مرکز لیکلي، طالبانو یو ځل د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره او بیا دویم ځل واک ته په رسېدو سره د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ د «کندیر» سیمې هزاره وګړي په اجباري توګه کډه کړي او د دې سیمې خلک یې د یوې «ناعادلانه» پرېکړې او د ۳۰ میلیونه افغانیو «د سولې او ځمکې د بیې په وجه» په ورکړې سره بېرته خپلو ځمکو ته راګرځېدلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز زیاته کړې، د کابل ښار په ۱۵ ناحیو کې د خلکو «ډېری غیرپښتونو» د استوګنې کورونه او سوداګریزې ساحې، د ښاري پراختیا په پلمه، د وسلې او ګواښ په زور او د «زیان ورکولو پرته» ویجاړې کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

دغه مرکز د طالبانو له لوري په کابل ښار کې د خلکو د استوګنې کورونو او سوداګریزو ساحو ویجاړول، د ملکیتونو او جایدادونو غصب او کوچیانو او دوی پورې تړلو کسانو ته د هغو سپارل له «بشري حقونو سخته سرغړونه» بللې او هغه یې غندلې ده.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي، د طالبانو دغه اقدامات سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې زیان رسوونکې پایلې درلودلې او د قرباني شویو کورنیو غړي یې ټولو «بشري حقونو» ته له هر ډول [لاسرسي] محروم کړي دي.

دغه مرکز د بشري حقونو له بنسټونو، ملګرو ملتونو، د جرمونو ضد نړیوالې محکمې او د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي څخه غوښتي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو سرغړوایو ته د پای ټکي اېښودلو په پار عدالت غوښتنه وکړي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه