د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د برېتانیا ځانګړي استازي له طالبانو وغوښتل چې پر افغانانو انټرنېټ بند نه کړي

24 اکتوبر 2025
د برېتانیا ځانګړي استازي له طالبانو وغوښتل چې پر افغانانو انټرنېټ بند نه کړي

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي کابل ته د خپل سفر پر مهال له طالبانو غوښتي، چې پر خلکو انټرنېټ بند نه کړي.

رخشانه: د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د افغانستان په چارو کې د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي په اکتوبر میاشت کې افغانستان ته سفر کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي، د دې سفر په ترڅ کې هغه د طالبانو له وزیرانو او چارواکو سره کتلي دي.

ښاغلي لیندسي په دې سفر کې د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه له هغې ډلې په سیمه ییز ثبات، بشري مرستو، انټرنېټ ته په لاسرسي او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي: «دا سفر یو فرصت و تر څو د طالبانو له وزیرانو او چارواکو سره د مهمو موضوعاتو په اړه رغنده خبرې اترې وکړم. برېتانیا د افغانستان د خلکو ملاتړ ته لا هم ژمنه ده او سږ کال یې ۴ میلیونه پونډ بېړنیو مرستو او تر ۱۵۱ میلیون پونډ بشردوستانه ملاتړ ته ځانګړې کړې دي.»
ځانګړي استازي دغه راز د انټرنېټ پرېکېدو پر اغېزو، چې د خلکو په حیاتي خدماتو د ګډوډۍ او د خلکو د انزوا لامل شوی، له طالبانو سره خبرې کړې او د دې ډلې له چارواکو یې وغوښتل، چې انټرنېټ ته لاسرسی خوندي کړي.

په اعلامیه کې راغلي، نوموړي د ښځو او نجونو او قومي او مذهبي لږکیو د حقونو په اړه خپره اندېښنه څرګنده کړې او د ملګرو ملتونو په مشرۍ یې د دوحې پروسه کې د پراخ بنسټ او ټولګډونه حکومت په جوړېدو ټینګار کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د سیمې ثبات هم د خبرو اترو یو له اصلي محور څخه وو. ښاغلي لیندسي له طالب چارواکو وغوښتل، چې له پاکستان سره خبرو اترو ته، د تاوتریخوالي د کمولو او تل پاتې حل لارې موندنې په موخه دوام ورکړي.

همدارنګه د برېتانیا ځانګړي استازي د افغانستان د مدني ټولنې له مشرانو له هغې ډلې د ښځو سازمانونو له استازو سره لیدنه کړې، تر څو له نېږدې تر اوسنیو محدودیتونو لاندې ژوند او د بشردوستانه مرستو په وړاندې کولو کې د ښځو د رول په اړه د هغوی نظرونه واوري.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه