د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: په ځینو ولایتونو کې په دیني مدرسو کې هم د نجونو زده کړې بندې شوې

28 اکتوبر 2025
یوناما: په ځینو ولایتونو کې په دیني مدرسو کې هم د نجونو زده کړې بندې شوې

عکس: از آرشیف/ یک مدرسه دینی در هرات

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه راپور کې اعلان کړی، چې طالبانو د اګست میاشتې په وروستیو کې، په ځینو ولایتونو کې د نجونو پر مخ د دیني مدرسو دروازې هم تړلې دي.

رخشانه: دغه راپور په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د روان میلادي کال د جولای تر سپټمبر میاشتې پورې ارزولی او نن (سه شنبې د لړم ۶ مه) خپور شوی دی.

یوناما په خپل راپور کې لیکلي، طالبانو په کابل کې درې دیني مدرسې د «حجاب له قوانینو په سرغړونې، د ښوونځي کتابونو تدریس او له شپږم ټولګي پورته نجونو د نیولو» له امله تړلې دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دغه راز اعلان کړی، چې طالبانو د اګست میاشتې په وروستیو کې، په پکتیا او بدخشان کې هم «په دیني مدرسو کې له ۱۰ تر ۱۳ کلنۍ پورته نجونو د جذبولو» مخنیوی هم کړي دی.

یوناما اعلان کړی، چې د دې راپور د چمتو کولو په دریو میاشتو کې، دوی په افغانستان کې د طالبانو امربالمعروف ځواکونو له خوا، لږ تر لږه د ۴۵۶ خپل سره نیونې او له ښځو او نارینه وو سره د ناوړه چلند پېښې مستندې کړې دي.
د یوناما د راپور سره سم، دغه کسان د «د په لوېدیځ ډول وېښتانو او ګیرې د سمولو، د موسقۍ غږول او اورېدلو او حجاب نه مراعت کولو» په دلیل د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوي او د هغوی سره بد چلند شوی دی.

دغه بنسټ په خپل راپور کې راوړي، طالبانو د روان کال په جولای، اګست او سپټامبر میاشتو کې د ۲۰۹ نارینه وو او ۵۴ ښځو په ګډون ۲۶۳ تنه په یو شمېر ولایتونو کې د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دغه راز یوناما په یاده موده کې طالبانو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې، د مخکني نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې ۱۴، د خپل سره نیونې ۲۱ او د ناوړه چلند او بړونې ۳ پېښې مستندې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په خپل راپور کې راوړي، طالبانو د روان میلادي کال د اګست په ۲۲ مه، هرات ولایت کې د یوه مړي جسد د هرات ښار په مرکز کې نندارې ته وړاندې کړ.

یوناما زیاته کړې، چې طالبانو د دې راپور د چمتو کولو پر مهال، طالبانو په پکتیکا او کابل کې دوه تنه «دیني مقدساتو ته په سپکاوي، د دیني مطالعاتو پر ځای د عصري زده کړو او د تصوف له نوم نه په ناوړې ګټې اخیستنې» سره نیولي او زنداني کړي دي.

د یاد بنسټ د راپور پر اساس، طالبانو د بدخشان ولایت په یو شمېر ولایتونو کې د اسماعیله مذهب لارویان د مذهب بدلون ته هڅولي او یو شمېر کورنۍ یې اړ کړې، چې د خپلو اولادونو نومونه په «سني مدرسو» کې ولیکي او یا هم ۲۰ زره افغانۍ ورکړي.

یوناما په خپل راپور کې راوړي، طالبانو د روان میلادي کال د سپټمبر په اوومه، په کابل، هرات او مزارشریف کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي په دغه بنسټ پورې تړولو دفترونو او ادارو ته له ورتګه منع کړې دي.

دغه بنسټ اعلان کړی، چې د دې راپور تر خپرېدو پورې د ملګرو ملتونو ښخینه کارکوونکو په دې بنسټ پورې تړلو دفترونو ته د تګ اجازه نه ده تر لاسه کړې او اوس هغوی له کورونو کار کوي.

د یوناما د راپور پر اساس، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د روان میلادي کال د جولای له ۱۶ مې تر ۱۹ مې، د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو ۶۰ ښځې او نجونې د حجاب نه مراعت کولو له امله نیولې دي.

دغه بنسټ پر دوام وايي، هرات کې د امربالمعروف ځواکونو د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت له جبرییل ښارګوتي څو ښځې او نجونې نیولې او وروسته یې بېرته خوشې کړې دي.

د راپور سره سم د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو په څو ولایتونو کې «اړینو خدماتو ته لکه، دکانونو، بازار او لېږد رالېږد وسایلو ته له محرم پرته ښځو او نجونو د لاسرسي» مخنیوی کړی دی.
یوناما په خپل راپور کې راوړي، طالبانو په وار وار د روغتیايي خدماتونو وړاندې کوونکو غیردولتي سازمانونو ته ورغلي تر څو وګوري، چې دغه بنسټونو «د جنسیتي بېلوالي، د ښځو حجاب او له ناروغه ښخې سره د مل کس قوانین» مراعتوي او که نه.

دغه بنسټ ویلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو کندهار ولایت کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کوونکو غیر دولتي سازمانونو ته امر کړی، چې ښځینه کارکوونکې باید محرم ولري.

د یوناما د راپور پر اساس، طالبانو په کندهار ښار کې د غاښونو ټولو کلېنیکونو ته امر کړی، چې د ښځینه ناروغانو له منلو ډډه وکړي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه