د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کرشمه، هغه نجلۍ چې د طالبانو له یو غړي سره د جبري واده د مخالفت له امله ۲۰ میاشتو کېږي پلچرخي کې زنداني ده

۹ لړم ۱۴۰۴
کرشمه، هغه نجلۍ چې د طالبانو له یو غړي سره د جبري واده د مخالفت له امله ۲۰ میاشتو کېږي پلچرخي کې زنداني ده

په ښي لور کې عبداللطیف، او په چپ لور کې کرشمه له خپلو دوو ماشومانو سره ښکاري. انځور: د رخشانه رسنۍ ته لېږل شوی.

زحل

په ژړغوني غږ وايي، د لور وروستۍ محکمه یې په همدې نیږدې ورځو کې ده. دا ثریا وايي، هغه ۳۷ کلنه مور، چې اته اولادونه لري او د کابل په ۱۱ مه ناحیه کې ژوند کوي.

ثریا ادعا کوي، چې د طالبانو یوه غړي غوښتل لور یې په زور نکاح کړي، خو هغوی مخالفت وکړ او اوس کابو دوه کاله کېږي، چې لور یې د طالبانو په زندان کې ژوند تېروي.

هغه اسناد او لاسوندونه چې رخشانې رسنۍ ته رسېدلي ښيي، چې د کرشمې مور ثریا بېلا بېلو بنسټونو ته، لکه کابل کې د طالبانو محکمې او د کابل د علماوو شورا ته د عدالت غوښتنې وړاندیزونه کړي، چې د عبدالطیف په نوم د طالبانو یو نظامي غړی، چې د کابل په هوايي ډګر کې دنده لري، هڅه کوي د دې له لور سره په زور نکاح وتړي.

ثریا د ۱۴۰۳ کال د کب په ۱۹ مه (۱۴۴۶/۹/۹) د طالبانو سترې محکمې ته د عریضې په وړاندې کولو سره ویلي، د طالبانو دوه محکمو د عبدالطیف په ګټه پرېکړه کړې ده: «قضیه محکمې ته راجع شوه، لومړۍ او دویمې محکمې د نوموړي شخص د نفوذ په پام کې نیولو سره، چې درلود یې، د هغه په ګټه پرېکړه وکړه.»

کیسه څه ډول ده؟

ثریا له رخشانۍ رسنۍ سره د خپلې ۲۱ کلنې لور د زنداني کېدو کیسه په دې ډول بیانوي: د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په وروستیو او د سهار اته بجې د دوی د انګړ دروازه وټکېده، کله چې هغې دروازه پرانسته، له څو وسله والو کسانو سره مخ شوه، چې د لور د جلب لپاره یې راغلي وو.

ثریا بیانوي: «۱۵ مې حوزې ته لاړم، کله چې ورسېدم، لطیف نومی هم هملته وو او د حوزې د کشف امر ته یې ویلي وو، خواښې مې ښځه له کوره تښتولې او غواړي ایران ته یې ولېږي. حیرانه وم چې څه وايي؟ پوښتنه مې ترې وکړه، ما څه وخت تا ته لور درکړې وه؟ ویې ویل، زه پښتون یم او په هر چا مې چې لاس کېښود، هغه زما او زما ناموس بلل کېږي.»

د ثریا په وینا، عبدالطیف چې څو ځله په جرګه د دوی کور ته ورغلی وو، کله یې چې له کرشمې د رد ځواب واورېده، له هغې کابو شپږ میاشتې وروسته، په دې ادعا سره چې ګواکي لور یې د ۱۵۰ زره افغانیو په بدل کې په خپله نکاح کړې، د هغوی پښه تر محکمې راکش کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو هرات کې یوه ښځینه ډاکتره څو ساعته نیولې او وروسته یې خوشې کړه

اروپايي ټولنه: په پوهه پانګونه او د زده کوونکو او ښوونکو ملاتړ د هوسا او بنسټ لرونکې راتلونکې لار ده

ثریا مني، چې عبدالطیف څو ځلې په جرګه ورغلی وو او ان ثریا او یو زوی یې د پلټنې لپاره د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د عبدالطیف کور ته تللي وو. له دې سفره د ثریا موندنې دا وې، چې عبدالطیف له مخکې ښځه او دوه اولادونه درلودل. همدا لامل شو، چې هغوی د رد ځواب ورکړي.

ثریا ویلي دي: «اته یا نهه ځلې له خپلو ښځو سره په جرګه راغی، موږ قبوله نه کړه، کور او ژوند مو یې لیدلی وو، په داسې کور کې مې د لور لپاره اوسېدل وېرونکی وو او تر ټولو مهمه دا چې، مېرمن او اولادونه یې لرل. په وروستي ځل مې د همدې لطیف نومي ماما ته و ویل، موږ خپله لور تاسو ته نه درکوو، څو میاشتې ورک شول او وروسته دغه بلا زموږ پر سر راغله.»

دغه کورنۍ وايي، عبدالطیف د معاملاتو لارښود د یوه دفتر له لارې د کرشمې په اړه اورېدلي وو او د غوښتنې لپاره یې ګام رامخکې کړی وو.

ثریا ویلي دي: «… له کلونو پېژنم، عبدالطیف او ماما یې هغه زموږ کور ته راوستي وو  او موږ ورته ویلي وو، چې موږ به فکر پرې وکړو او بیا تاسو ته خبر درکوو، له مناسبو څېړنو او پلټنو وروسته مو ونه شوای کولی لور مې هغوی ته ورکړم.»

رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې له عبدالطیف او یا د معاملاتو لارښود له هغه کس سره، چې له دې راپوره یې نوم لرې کړای شوی دی، خبرې وکړي.

ثریا ادعا کوي، چې طالبانو په همغه ورځ د دوی لور محکمې ته ولېږله. له ساعتونو تا ویل ما ویلو وروسته او د طالبانو له هغه غړي سره د کرشمې د واده اړوند د هېڅ سند یا شاهد له وړاندې کولو پرته، قاضي د ثریا د بندي کولو حکم صادر کړ.

ثریا و ویل: «نېږدې غرمه وه چې محکمې ته ورسېدم. فکر مې وکړ یو ساده تګ راتګ دی، خو کله چې قاضي و ویل، لور دې دوه لارې لري- یا دې د لطیف سره کور ته ولاړه شي یا زندان ته- له آسمانه ځمکې ته راولوېدم. د لور لاسونه یې راته د سترګو په وړاندې وتړل او زندان ته یې یوړه. هر څو مې چې سر او مخ و واهه ګټه یې نه درلوده، طالبانو خندل او ملنډې یې راباندې وهلې.»

ثریا په هغه ورځ په سختۍ ځان تر کوره رسولی دی. ان د کور لاره یې ورکه کړې وه. هغه لار چې تل به یې په نیم ساعت کې وهله، هغه ورځ دوه ساعته ولاړه.

د کرشمې پنځلس کلنې خور دنیا، رخشانې رسنۍ ته ویلي، مور یې په خراب حالت او الوتي رنګ کور ته را وګرځېده: «د شپې اته بجې وې، چې مور مې انګر ته را د ننه شوه. یوازې وه. هر څو مې چې وپوښتله کرشمه څه شوه؟ خبر یې ونه کړه. هغه شپه زموږ په کور کې ناورین وو.»

یوه میاشت وروسته د ثریا پښه بیا تر مدني محکمې پورې ورسېده. په دې جلسه کې عبدالطیف له کرشمې سره د نکاح د شاهدانو په توګه دوه تنه وړاندې کړل. ثریا ویلي، دغه شاهدان د عبدالطیف نېږدې خپلوان او د طالبانو مخور کسان دي.

ثریا وايي: «د قاضي پښو ته ولوېدم او زارۍ مې ورته وکړې. ان د لطیف پښې مې ښکل کړې او ومې ویل، کرشمه تا نه غواړي، لاس ترې واخله، خو ګټه یې نه درلوده. لطیف ته مې و ویل، که زما لور وکړې، هغه ځان وژني، له کوره دې تښتي، هغه وخت به بیا څه کوې؟ ویې ویل، تړم یې او په مرمۍ یې غلې کوم.»

په هغه سند کې، چې رخشانې رسنۍ ته رسېدلی، د کابل ښار د څلورم زون دیوان د ابتدائیه مدني محکمې قاضي مفتي عزیزالله تقي او د کابل ښار د څلورم زون د ابتدائیه ملکي محکمې رییس، د عبدالطیف په ګټه حکم کړی او ویلي یې دي، دوه تنو د هغوی د نکاح په اړه شاهدي ورکړې ده.

په دې سند کې راغلي: …موږ حکم صادر کړی او ته کرشمه بنت پسرلی، ولادیت عبدالعزیز، د پورته ذکر شوي اصلي مدعي… عبدالطیف، د عبدالستار زوی ښځه منکوحه او مېرمن یې، له همدې امله، ته د دې محکمې له خوا مکلفه یې چې همغه یو لک او پنځوس زره افغانۍ مهر تر لاسه کړې او د خپل مېړه، عبدالطیف، د پورته ذکر شوي اصلي مدعي اطاعت او فرمان اخیستنه وکړې، د اسلامي قانون سره سم د واده په مسلو کې خپل واده شوي ژوند ته دوام ورکړې.»

د کرشمې کورنۍ وايي، هغه دوه نارینه وو، چې په محکمه کې یې د عبدالطیف د شاهدانو په توګه شاهدي ورکړې وه، د هغې له خپلوانو دي او هغوی په درواغو شاهدات ورکړ.

په داسې حال کې، چې کرشمې د طالبانو په رسمي محکمه کې شرعي قسم کړی، چې له عبدالطیف سره یې نکاح نه ده کړې، خو د عدالت غوښتنې پر مهال دا خبره له پامه وغورځول شوه.

د کرشمه د کورنۍ داد غوښتنه د کابل د علماوو شورا او د طالبانو د ولایتي محکمې پر وړاندې/ انځور: د رخشانه رسنۍ ته لېږل شوی.

ولې کرشمه زندان ته تللې ده؟

د کورنۍ لپاره یې روښانه نه ده، چې طالبانو ولې کرشمه زنداني کړې ده. په داسې حال کې، چې دوسیه یې جرمي نه ده.

مور یې ویلي، کابو شل میاشتې کېږي، چې کرشمه په پلچرخي زندان کې ده – هغه ځای چېرته چې خطرناک مجرمان ساتل کېږي- زنداني ده. هغه یوازې د انتخاب د حق له امله، مجرمه پېژندل شوې ده.

دنیا وايي، خور یې د طالبانو په زندان کې ښه حال نه لري. کرشمې د بډوډو ستونزه پیدا کړې او د وېرې د زیاتوالي له امله یې لاس او پښې لړزېږي: «د سږ کال په یوه ناسته کې، کله مې چې کرشمه په محکمه کې ولیده. مخ یې شین شوی وو، پښې يې ټپي او پر بدن یې څو ځایه ټپونه پاتې وو، ویل یې زندانیانو ورسره جنګ کړی او وهل یې خوړلي دي.»

دنیا وايي: «په هره غونډه کې قاضي د هغه سړي (عبدالطیف) په ګټه او د کرشمې په زیان حکم ورکوي، ځکه چې موږ بېوزله یو او هغه د امارت سړی دی. هر ځای چې وایې پېژندګلوي لري، ان د محکمې په جلسه کې وسله وال کسان (ورسره) ګرځوي.»

ثریا هم ویلي: «هغه زندانیان چې د زنا په تور بندیان وو، خوشي شول، خو زما لور لا هم په زندان کې ده. امارت وايي په زور نکاح جرم دی، نو ولې کرشمه په زندان کې او لطیف خوشی دی؟ کرشمه تل وايي، که دولت ما دغه سړي ته ورکړي، ځان وژنه کوم.»

د کرشمې د کورنۍ له نظره، طالبانو هغه بندي کړې تر څو یې له عبدالطیف سره واده کولو ته اړ کړي.

د هغه اسنادو چې د رخشانې رسنۍ په لاسه کې دي، په هېڅ ځای کې د کرشمې زنداني کولو ته اشاره نه ده شوې.

که څه هم طالبانو په وار وار ادعا کړې، چې له اجباري ودونو یې مخنیوی کړی، خو ګڼ راپورونه شتون لري، چې ښيي ان په دې ډلې پورې تړلو کسانو په زور نجونې په خپله نکاح کړې او یا یې خپلوانو ته په نکاح ورکړې دي.

په تر ټولو تازه پېښو کې له غور ولایت څخه یوې نجلۍ عابدې، د طالبانو له یوه غړي سره له اجباري واده څخه د تېښتې په پار ځان ته اور ورته کړ او ژوند یې وبایله. همدارنګه په بغلان ولایت کې د طالبانو یوه قضايي چارواکي یوه نجلۍ له خپل کوژدن څخه خلاصه او د خپلې ښځې ورور ته یې په نکاح ورکړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په نهه پنځوسمه ناسته کې ویلي، طالبانو «شریعت» پر خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو د ځواک ښودنې او ځپنې د وسلې په توګه بدل کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو د څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي، ښځې عدالت ته له لاس رسي محرومې شوې دي: «د طالبانو په محکمو کې د یوې ښځې غږ نه اورېدل کېږي.»

اوس د ثریا یوازینۍ غوښتنه، د کرشمې خوشي کېدل دي. هغه وايي له هرې لارې یې هڅه وکړه، خو غږ یې ځای ته نه دی رسېدلی.

کرشمه کوم برخلیک ته په تمه ده؟

کرشمه یوازې ۲۱ کاله عمر لري او هغه مخکې واده شوې او دوه ماشوم لري.

کورنۍ یې وايي، ثریا خپل خاوند درې کاله وړاندې، هغه مهال چې دویم اولاد یې په نس وو، په یوه ترافیکي پېښه کې له لاسه ورکړ او له دوی سره یې ژوند کاوه: «لور مې لا هم ځوانه ده، دوه ماشومان لري- یو یې دوه نیم کلن، یو یې څلور کلن. خاوند یې په یوه ټکر کې له لاسه ورکړی دی، څو میاشتنۍ امیدواره وه، چې کونډه شوه. اوس زما او د پلار سره یې ژوند کوي، خو دغه طالب هر څه ترې واخیستل.»

د کرشمې په بندي کېدو سره د ثریا او کورنۍ ژوند یې هم پاشل شوی دی. دنیا وايي، مور یې د زړه په ناروغۍ اخته ده او پلار یې د فشار او غم له امله، مغزي سکته کړې او په اونیو اونیو په روغتون کې بستر شوی دی.

دنیا په غرېو نیولي غږ وايي: «ډاکتر وايي د مور زړه د غټ شوی او باید له خفګان څخه لرې وي، خو کله کېږي؟ د شپې له خوبه راپورته کېږي او ژاړي. هره اونۍ تر یکشنبې پورې بیړه کوي، چې زندان ته ورشي او کرشمه و ویني.»

د کرشمې د کورنۍ په وینا، دوی د طالبانو د ابتدائیه محکمې دوه پرېکړې نه دي منلې او د استناف غوښتنه یې کړې ده. ټاکل شوې په نېږدې راتلونکو ورځو کې د کرشمې محکمه بیا پیل شي او ټول څه د طالبانو د محکمې په حکم پورې تړلي دي.

مور یې وايي، که د طالبانو لوړه محکمه بیا کرشمه دغه اجباري نکاح ته اړ باسي، پوهېږي، چې د لور په برخه به یې تریخ برخلیک وي: « که دولت (طالبان) زما لور هغه طالب ته ورکړي، لورکۍ به مې ځان و وژني.»

اړوندې لیکنې

ځان وژنه که قتل، کابل کې د تاوتریخوالي قرباني یوې ۴۷ کلنې ښځې د مرګ کیسه
دسته‌بندی نشده

ځان وژنه که قتل، کابل کې د تاوتریخوالي قرباني یوې ۴۷ کلنې ښځې د مرګ کیسه

۱۹ لړم ۱۴۰۴
لوګر کې یوه ښځه او یوه نجلۍ په ناوړه شکل وژل شوې
خبر

لوګر کې یوه ښځه او یوه نجلۍ په ناوړه شکل وژل شوې

۱۸ لړم ۱۴۰۴
ګورترش: نړۍ کې کابو ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړو محروم دي
خبر

ګورترش: نړۍ کې کابو ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړو محروم دي

۱۵ لړم ۱۴۰۴
د ښځو کیسې: خبریالي راته عزت وو
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: خبریالي راته عزت وو

۱۵ لړم ۱۴۰۴
ننګرهار کې یوه ښځه د خپلې خور د خاوند له خوا وژل شوې
خبر

ننګرهار کې د راکېټ مرمۍ چاودنې د یوه ماشوم ژوند واخیست

۱۵ لړم ۱۴۰۴
ننګرهار کې د ناوړه وژنه، د تښتول شوي ماشوم ټوټې ټوټې جسد دوه ورځې وروسته موندل شوی
خبر

ننګرهار کې د ناوړه وژنه، د تښتول شوي ماشوم ټوټې ټوټې جسد دوه ورځې وروسته موندل شوی

۱۵ لړم ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه