د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو خپلواکه څېړنیزه کړنلاره څه ډول کار کوي؟ (وروستۍ برخه)

1 نوومبر 2025
د ملګرو ملتونو خپلواکه څېړنیزه کړنلاره څه ډول کار کوي؟ (وروستۍ برخه)

Getty Images

رخشانه رسنۍ

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې څېړنیزې کړنلارې د رامنځ ته کولو موخه د بشري حقونو سرغړونکو لپاره د خوندیتوب پای ته رسول او حساب ورکولو ته د هغوی چمتو کول دي. له هغه ځای چې دا بنسټ د بشري حقونو شورا د پرېکړه لیک پر اساس رامنځ ته شوی او د سازمان د څارنې د کړنلارو په چوکاټ کې فعالیت کوي، هغه اسناد چې راټولوي یې په قانوني توګه خورا معتبر ګڼل کېږي او د ملي او نړیوالو محکومو لپاره یوه مهمه سرچینه بلل کېږي.

د خپلواکو څېړنیزو کړنلارو فلسفه دا ده، چې حساب ورکول ګړندي کړي او په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د مخنیوي لپاره بېړنی اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې ټولې کړنلارې، له هغې ډلې په امنیت شورا کې، یا په طبیعت کې خورا سیاسي دی او له همدې امله تل د امنیت شورا د دایمي غړو له خوا د ویټو ګواښ سره مخ وي، یا عملیاتي چوکاټ نه لري، تر څو په پای کې هغه اشخاص یا ډلې محاکمه کړي او مسوول یې وګڼي چې بشري حقونه ماتوي او ځپي.

د بشري حقونو شورا په چوکاټ کې ځانګړې کړنلارې په دې موخه رامنځ ته کېږي، تر څو د بشري حقونو د لویو جرمونو لکه «د انسانیت پر وړاندې جرمونو» او «جنګي جرمونو» په اړه اسناد راټول کړي او د اړتیا په صورت کې یې محکمو ته وړاندې کړي.

د بېلګې په توګه ملګرو ملتونو د میانمار (Independent Investigative Mechanism for Myanmar) لپاره د خپلواکې پلټونکې کړنلارې د جوړولو په تشرېح کې لیکلي:

دا کړنلاره هغه معلومات چې تر لاسه کوي، خوندي کوي، د هغوی کره والی څېړي او وروسته هغه تجزیه او تحلیلوي، تر څو هغه اشخاص محاکمه کړي، چې د نړیوالو جرمونو د تر سره کولو لپاره د پام وړ مسوولیت لري، بیا دا کړنلاې خپل شواهد او تحلیل، ملي، سیمه ییزه او نړیوالو محکمو او هغه محکمو ته چې د پرمختګ په حال کې دي، سپاري، د هغو اشخاصو په خوښې سره چې معلومات یې چمتو کړي او د دې ډاډ سره چې هغه بنسټ چې له شاهدانو معلومات تر لاسه کوي، ژمنه کوي، چې د دوی هویت به نه رسوا کېږي. [1]

په همدې اساس د خپلواکې څېړنیزې کړنلارې کار د هغه پلټونو او څارنوالانو له کار سره ورته والی لري، چې د یوه جرم د ثابتولو لپاره شواهد لټوي، د هغې کره والي تاییدوي، قانوني تحلیل تر سره کوي او بیا یې محکمو ته وړاندې کوي. د خپلواکې پټلوونکې کړنلارې موخه په یوه ځانګړي هېواد کې د بشري حقونو عمومي وضعیت تشرېح کول نه دي، بلکې د بشري حقونو د سرغړاوي موندل، د لاسوندونو او اسنادو په موندلو سر یې مستند کول دي، چې په محکمه کې د منلو وړ وي، بیا یې په شته نړیوال قانون کې پلي کول، د اسنادو طبقه بندي کول او محکمو ته وړاندې کول دي.

په هر صورت هغه متخصصین او  څېړونکي، چې په خپلواکه څېړنیزه کړنلاره کې کار کوي، د څارنوال یا پلټونکي رول او واک نه لري، دوی نه شي کولی په نېغه توګه د راټول شویو لاسوندونو او اسنادو پر اساس په محکمه کې دعوا وکړي او د څارنوالانو په توګه، د بشري حقونو د سرغړونو د ترسره کوونکو د تعقیب غوښتنه وکړي. خو دا اسناد د دوی د باور او د ملګرو ملتونو ادارې د ملاتړ له امله د محاکمې تر سره کولو، د سرغړونکو د تعقیب او وروستې پرېکړې کولو کار خورا اسانه کوي.

څوک د خپلواکې پلټونکې کړنلارې د مشر په توګه ګمارل کېږي؟

د ملګرو ملتونو د داخلي قوانینو له مخې، د خپلواکې پلټونکې کړنلارې د مشر د ټاکلو واک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ سره دی. د بشري حقونو اوسنۍ عالي کمېشنر ولکر ترک دی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د سږ کال تر پای پورې د جینوا لپاره د سویس سفیر یورګ لاوبر دی.

ټول هغه اشخاص او متخصصین چې د خپلواکې پلټونکې کړنلارې د غړو په توګه ټاکل کېږي، خپلواک اشخاص دي، چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي نه دي او د سازمان له خوا تنخوا نه ورکول کېږي، خو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر دوی ته، سکرتریت، کاري شرایط، سازماني ملاتړ، امنیت، د سفر ترتیبات، د لاسوندونو او اسنادو راټولولو لپاره اړینه همغږي رامنځ ته کړې ده. [2]

په پایله کې ملګري ملتونه د متخصصینو او څېړونکو یوه ډله په لنډ مهاله توګه ګماري، تر څو په یوه ځانګړي هېواد یا موضوع کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په مخنیوي کې د سازمان سره مرسته وکړي، دا کسان په خپل کار کې د هېڅ ډول لارښوونو تابع نه دي، د موضوعاتو غوراوی، د شواهدو راټولول، مستند او طبقه بندي کول او د دوی د قانوني پوهې او مسلکې تجربې پر اساس عملي کېږي.

د خپلواکې پلټوونکې کړنلارې د کار په چوکاټ کې څه شیان شتون لري؟

د هغه پرېکړه لیک پر اساس چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان له خوا تصویب شوی، د کړنلارې کارۍ ساحه پراخه ده او لږ تر لږه لاندې موارد په کې شامل دي.

۱. د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه شواهد راټولول، خوندي او تحلیل کول. په دې کې د نړیوالو بشري حقونو قانون سرغړونې، د نړیوال بشري قانون سرغړونې او نور جدي جرمونه شامل دي، چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ مې مخکې او وروسته په افغانستان کې ترسره شوي دي. په پایله کې څېړونکي د نړیوالو ځواکونو او جمهوریت  له خوا د تر سره شویو جرمونو په ګډون د بشري حقونو پراخې سرغړونې ارزوي.

له دې سره د دې کړنلارې د کاري چورلج اصلي تمرکز، د «جنستي ځورونې او ربړونې gender persecution» په اړه د شواهدو راټولول دي. د پرېکړه لیک په متن کې دغه موارد په واضح توګه بیان شوي او لومړیتوب لري. هغه ته لومړیتوب ورکول په دې مانا دي، چې خپلواک څېړونکي باید په لومړي ګام کې د «جنستي ځورونې» اړوند لاسوندونو او اسناد په لټولو پسې لاړ شي او وګوري، چې په دې شرایطو کې دغه شواهد په دې کچه دي، چې و وایو په افغانستان کې د «بشریت پر وړاندې» جنایتونه دوام لري. که داسې وي، نور ژر تر ژره باید دغه شواهد راټول، وساتل شي، طبقه بندي شي، تجزیه او تحلیل شي او وروسته د محکمې په ځانګړې توګه د جرمونو ضد نړیوالې محکمې ته وسپارل شي.

نور هغه موارد چې په دې چوکاټ کې ځای لري، د سیستماتیکې ربړونې، غیرقانوني اعدامونو، خپل سرو نیونو، جبري ورکولو، په زور کډوله کولو او نورو په ګډون د هغه شواهدو راټولول دي، چې پر جنګي جرمونو او د انسانیت پر وړاندې جرمونو باندې دلالت کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

«کور مې وسوځېده، پنځه کاله لالهاندي» د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د یوې ښځینه پولیسې دوزخي ژوند

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

۲. د مجرمو کسانو پېژندل او پیدا کول.

د خپلواکه څېړونکو د کار بله برخه دا ده، چې په مشخصه توګه هغه کسان راپیدا کړي، چې د بشري جرم په ترسراوي کې اصلي مسوولیت لري. د قوانینو پلي کولو او سیاسیتونو له پړاوه نیولې دې اجرا او پلي کولو تر پړاو پورې. د بېلګې په توګه د خپلواکه څېړونکو کار دا نه دی، چې و وايي، په کومه نېټه په پوهنتونو کې ښځې او نجونې له جذبېدو محرومې شوې.

هغوی باید پیدا کړي، چې چا له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو د مخنیوي امر ورکړی دی او وروسته چا د دې حکم په پلي کولو کې مرسته کړې او د زده کړو بنسټونو ته یې د نجونو د ورتګ مخنیوی کړی او په پای کې چا له دې امر څخه دفاع کړې ده. پر دې سربېره، د نړیوالو بشري حقونو د قانون پر بنسټ، دغو کسانو کوم قوانین مات کړي دي؟ آیا دوی د انسانیت پر وړاندې جرمونه کړي دي؟ او د دې قوانینو پر بنسټ د دوی سزا څه ده؟

۳. د محاکمې لپاره د حقوقي لارو څېړل

د خپلواکه پلټونکې کړنلارې د کار لپاره تر ټولو مهمه برخه د هغو کسانو د محاکمې لپاره د قانوني لارو موندل دي، چې د بشریت پر وړاندې د جرمونو په ګډون خورا جدي جرمونه تر سره کوي. په دې برخه کې خپلواک متخصصین او څېړونکي د ملي او او نړیوالو محکمو په چوکاټ کې د دې کسانو د محاکمې لپاره ټولې شته لارې ارزوي.

په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه اوس مهال په نړیواله محکمه (ICJ) او نړیوالو جرمونو ضد محکمه (ICC) کې ګڼې قضیې روانې دي، څرنګه چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جرمونو ساحه په وروستیو کې پراخه او بې سارې شوې ده، دا جرمونه د بېلا بېلو قانوني سرلیکونو لاندې طبغه بندي شوې ده، د «جنسیت پر بنسټ ځورونو» په ګډون، کوم چې د روم د قانون او د شځو پر وړاندې د هر ډول توپیري چلند د له منځه وړلو کنوانسیون له مخې جنسي ځورونه ګنل کېږي.

اوس هغه اسناد او لاسوندونه چې خپلواکې پلټوونکې کړنلارې یې راټولولی شي، کولی شي په دې قضیو کې د قضايي پروسې د پام وړ کړندیتوب وکړي او د محاکمو په ژر ترسراوي کې مرسته وکړي، په هر صورت دا لرې ممکن بسندویه نه وي او ښايي د طالبانو د مشرانو د محاکمې لپاره نورې ان ګړندۍ لارې هم شتون ولري. د څېړونکو د کار یوه مهمه برخه د دې لارو موندل او محاکمې او عدالت ته د رسولو ګړندي کول دي.

د خپلواکه کړنلاړې په پلټونو کې د خلکو ګډون

د خپلواکه کړنلارې د جوړلو یو له اصلي موخو د قربانیانو سره عدالت ته د لاسرسي په برخه کې مرسته کول دي. د خپلواکه کړنلارې د کار یوه مهمه برخه د شاهدانو او هغه کسانو سره اړیکه نیول دی، چې اسناد لري. د کړنلارې له تصویب څخه ډېر وخت نه دی تېر شوی. کله چې خپلواک پلټوونکي د پلټنې لپاره وګمارل شي، د دوی دنده د قربانیانو موندل او له هغوی سره اړیکه نیول دي.

له دې امله د دوی څېړنه «قربانیانو ته تمرکز» دی او د خلکو ګډون او ملاتړ یې د ملا تیر جوړوي. په دې مانا هغه کسان چې د افغانستان د ننه دي او هغه کسان چې بېرون دي، کولی شي د دې څېړنې په بډاینه کې مرسته وکړي.

دا مرسته کېدای شي په بېلا بېلو چوکاټونو کې تر سره شري، د شخصي تجربو له بیانه نیولې، د انځورونو، ویډیوګانو، غږ او چاپي اسنادو پورې چې د خلکو په واک کې دي.

د شاهدانو د هویت خوندیتوب او هغوی د امنیت ډاډمنتیا هغه لارې چارې دي، چې د دې کړنلارو لپاره په پام کې نیول شوې دي.


[1]https://iimm.un.org/en/faq#:~:text=The%20Mechanism%20preserves%2C%20cross%2Dchecks,respect%20any%20promises%20of%20confidentiality

[2] https://www.ohchr.org/en/hr-bodies/hrc/co-is

اړوندې لیکنې

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه
خبر

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

26 جولای 2026
دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي
دسته‌بندی نشده

افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي

24 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه
دسته‌بندی نشده

هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

22 جولای 2026
د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي
خبر

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي

21 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه